پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeجنرال وزیريد چوپتیا اهمیت درک کړئ| جنرال دولت وزیري

د چوپتیا اهمیت درک کړئ| جنرال دولت وزیري

وايي خبرې هغه وخت وکړئ، چې پوهېږئ ستاسو تر چوپتیا ستاسو خبرې ارزښت لري.

د هوښیار سړي ژبه د هغه د زړه او د ناپوه سړي زړه د هغه د ژبې تر شا پټ وي.

پاک خدای انسان ته دوه غوږونه او یوه خوله ورکړې، د دې لپاره چې دوه خبرې واوري او یوه خبره وکړه، داسې خبره چې نورو ته د اورېدلو ارزښت په کې وي.

چوپتیا، یعنې له بېځایه او بې اهمیته خبرو ځان ساتلو چې په اخلاقو او عرفان کې هم چوپتیا ځانګړی اهمیت لري.

ګڼو پوهانو د سیاستوالو خبرې له بې ارزښته کاڼو سره تشبیه کړي، ځکه چې دوی زیاتې خبرې کوي، کله- کله دروغ وايي او زیاتې خبرې د یو چا د خبرو اهمیت کموي.

زیات وخت چوپتیا د یو چا په باطن کې د راز و نیاز او ځان ته د پناه وړلو په معنی وي.

زیاتې خبرې د یو چا د زیاتې پوهې معنی نه ورکوي، ګڼ کسان شته چې لږه پوهه لري خو زیاتې خبرې کوي. داسې کسان هم شته چې ډېره پوهه لري، خو لږې خبرې کوي. ځکه خبرې مرغلرې دي او موږ یې باید په اسانۍ له لاسه ورنه کړو.

چوپتیا ځینې وخت حقایقو ته د ورنږدې کېدو، تعمق او ژور سوچ په معنی وي، یو څوک به غواړي چې د عاقلانه پرېکړو لپاره له خپل ځان سره راز و نیاز وکړي.

د یو چا چوپتیا د هغه د ناپوهۍ یا کم عقلۍ نښه مه ګڼئ، ګڼ کسان له خپلو خبرو سره احتیاط کوي، ځکه د هر چا شخصیت د هغه د ژبې/ وینا شا ته پټ دی.

محمد اکبر حقمل د بریالیو کسانو یو راز دا ګڼي، چې دوی د نورو خبرو ته ارزښت ورکوي:

«د بریالیو کسانو د بریالیتوب یو تر ټولو ارزښتمن راز همدا دی، چې دوی د نورو په خبرو پسې نه ګرځي او نور که هر څه پسې وايي دوی یې په اړه هېڅ فکر نه کوي، ځکه دوی داسې فکر کوي او وايي که د نورو خبرو ته ارزښت ورکړو په هغه صورت کې له خپلو کارونو څخه شاته کېږو او هر کله، چې له خپلو کارونو شاته شولو بیا مو کار راباندې پیاوړی کېږي او ترسره کول به یې راته ستونزمن وي.»

دا به لوی انساني کار وي، که نور انسانان زموږ د ژبې له زیان او خنجر څخه په امان کې وي، د ژبې ساتل او ورباندې کنټرول تر ټولو سخت ریاضت غواړي، خو پایله یې ډېره مثبته وي.

چوپتیا زیات وخت حقایقو او معنویت ته د رسېدو یوه کړکۍ وګڼئ، چې د شخصیت، معنوي ارزښت او فکري لیدلوري خوندیتوب تضمینوي.

ځینې پوهان خبرې له خوړو سره تشبیه کوي او وايي هغه وخت دغو خوړو ته لاس وغزوئ چې پوهېږئ خوړل یې ستاسو له سلامتۍ سره مرسته کوي.

د وینا د ارزښت په اړه د امان الله حنیفي د ژباړې په یوه برخه کې راغلي:

«خوندورې او خوښوونکې خبرې اترې هغه دي چې  نه سیالي او نه هم ځان غوښتنه په کې وي؛ بلکې د خبرو، نظرونو او احساساتو یوه ارامه تبادله پکې وي. ارامې خبرې وکړئ او مقابل لوري ته مو هم د خبرو کولو وخت ورکړئ. کله چې تاسې خبرې کوئ او نور درته ښه غوږ وي، تاسې د ځان په اړه ښه احساس کوئ، دا کړنه د بل په حق کې هم همداسې وګڼئ. کله چې یو څوک خبرې کوي او تاسې په بل څه مصروف وئ، هغوی داسې ګڼي چې تاسې ورته ارزښت او درناوی نه لرئ.لطفاً داسې مه کوئ.»

خبرې د چا زړه ژر ماتوي، یو څوک په مات لاس کار کولای شي، خو په مات زړه نه.

نو ستاسو چوپتیا ستاسو د ضمیر ترجمان دی، هڅه وکړئ چې دغه ترجمان ستاسو د شخصیت مثبت اړخ نړۍ ته وښيي.

یو جاپانی متل دی: یوه ښه خبره، انسان د ژمي په درېیو میاشتو کې تود ساتلی شئ.

نو راځئ ښې خبرې وکړو، د نورو خبرو ته اهمیت ورکړو او دا زده کړو، چې په کوم وخت کې غلي واوسو.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب