یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+استعمار که سور وي او که تور وي، ملتونه ځپي

استعمار که سور وي او که تور وي، ملتونه ځپي

متقاعدجنرال دولت وزیري

د ١٣٥٨ لمريز کال د جدي په شپږمه نیټه د شوروي اتحاد سور فوځ د ډيرو وژونکو وسلو سره د خپل ګوډاګي ببرک کارمل په ملتیا د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف پر افغانستان یرغل وکړ. دلته يې د خپل روزل شوي ګوداګي په لارښوونه د هیواد ونې او غنې له خاورو سره برابر کړل. هیواد یې په سرو وینو ولمباوه. افغانستان یې بشپړ ویجاړ او په زرګونو افغانان یې شهیدان، معیوب او په میلیونونو بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول.

خو زموږ بیدار او پر هیواد مئین ملت د خپلو سرونو په بیه سره فوځ ته داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ، چې د ١٣٦٨ لمريز کال د دلوي په ٢٦ مه نیته په داسې حال کې چې د حیراتانو له پله څخه یې لوی قوماندان بوریس ګروموف تیریده، شاته را وکتل او د بشپړ ویرې سره یې د خپلو ماتو ننداره وکړه. داسې ماته چې دلته يې د دوی په وینا ١٥ زره کسان مړه، نيږدې ٥٠ زره کسان معیوب او زرګونو نور په رواني ناروغیو اخته شول. د دې تر څنګ په زرګونو میله سپکې او درنې وسلې او نظامي تخنیک یې ویجاړ شو. بر سيره پر دې د سره فوځ ماتي د شوروي پر ټولنه ژور سیاسي، نظامي، اقتصادي او ټولنیزې اغېزې وکړ، چې په بايله کې یې ستر شوروي جمهوریت د ١٩٩١ ميلادي کال په پای کې په ١٥ ټوټو وویشل شو او د دې ماتې له برکته و چې فوځیانو یې په نویمه لسيزه کې په کوڅو کې د خير په ټولولو وخت تیراوه.

شورویان مات شول او په ډیره بېشرمۍ له افغانستان څخه ووتل. خو له بده مرغه د ځينو دښمن صفته ګاونډیانو په لمسون په پاکستان کې جوړ شوو تنظیمونو د خپل منځې جګړو له امله هیواد لا نور هم په ویرانه بدل کړ. وسله وال فوځ یې ړنګ او وسلې يې د پاکستان په ښارونو کې لیلام کړي. د هیواد په هر کلي کې تنظيمي حکومتونه رامنځ ته شول. د دوی د خپل منځې جګړو له امله و چې تور استعمار ته زمینه برابره شوه.

انګریزان وایی: د افغانستان نیول اسانه دي خو ساتل یې لوی زړه غواړي.

د شوروي مشرانو او د تور استعمار مشر جوبایدن افغانستان د امپراتوریو له ادیري سره تشبه کړي دي. ځکه چې دوی دواړو سره او تور استعمار دلته د ناکامۍ مزه ښه په خوند وڅکله.

د سره فوځ وتل د افغانستان لپاره یوه تاریخي شېبه وه، خو له بده مرغه دا د یوې بلې اوږدې جګړې پیل شو. موږ افغانان دغه ورځ د بریا په توګه لمانځو خو اصلي ازادي په سوله او ثبات کې وي. اوس چې په افغانستان کې امنیت تینګ او د بیا رغوني کارونه په چټکۍ سره روان دي، له بده مرغه ځينې کړۍ یو ځل بیا د جګړې د تودولو هلې ځلې کوي. تر څو هیواد بیا د جګړې په ډګر بدل کړي.

خو له نیکه مرغه اوس ملت ويښ او د دښمن په ناروا پروپاګند نه غولیږي.

هیله ده اسلامي امارت هم د دښمن شومو او ناولو دسیسو ته ټینګه پاملرنه وکړي، تر څو یو ځل بیا زموږ زوریدلي ملت د دښمن د ناروا غوښتنو ښکار نه شي.
په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...