تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۷ مه) د جرمني د باواریا (بایرن) ایالت پولیسو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه افغان پناهغوښتونکی، چې په مونشن ښار کې یې موټر پر خلکو وخیژاوه او ۳۶ کسان یې ټپیان کړل، ښايي “توندلاری اسلامپال” وي.
پولیسو دا بیان د پنجشنبې د برید د قربانیانو د درناوي د مراسمو پر مهال خپور کړ.
دغه برید، چې د مونشن د امنیتي کنفرانس او د فبرورۍ د ۲۳مې د انتخاباتو له رانژدې کېدو سره سم وشو، د محافظهکارو سیاستوالو، چې د کډوالو په منلو کې د محدودیتونو او سختیو غوښتونکي دي، دریځ پیاوړی کړی دی.
د پولیسو او څارنوال څرګندونې
د پولیسو ویاند ګیدو لیمیر، خبریالانو ته وویل:
«د مظنون له برېښنایي وسایلو څخه ترلاسه شوي شواهد ښيي چې نوموړی افراطي اسلامي عقاید لري.»
د دې قضیې څارنوال ګابریل تیلمن، وویل:
«مشکوک د برید پر مهال د پولیسو مخې ته “الله اکبر” ناره ووهله او وروسته یې دعا کوله.»
د مشکوک پېژندنه
د ۲۴ کلن افغان پناهغوښتونکي نوم (فرهاد ن) ښودل شوی. د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی د کارګرانو اتحادیې د غړو پر مظاهره کوونکې ډلې موټر وخیژاوه.
د برید پایلې
- ۳۶ کسان ټپیان شوي، چې د ۸ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی، په هغوی کې یو ماشوم هم شامل دی.
- مشکوک اعتراف کړی چې موټر یې قصداً د خلکو منځ ته ننه ایستی.
- د څارنوال په وینا، د دې برید اصلي انګېزه “مذهبي محرکات” دي.
د مشکوک ژوند او فعالیتونه
- دا پناهغوښتونکی د ۲۰۱۶ کال د کډوالو په بحران کې جرمني ته داخل شوی و.
- که څه هم د ده د پناه غوښتنلیک رد شوی و، خو وروسته یې کار پیدا کړ او په قانوني ډول په جرمني کې پاتې شو.
- نوموړی “انفلوینسر“ و او د فټنس او بدنسازۍ په برخه کې یې فعالیت درلود.
- دیني عقاید یې ډېر قوي وو، جومات ته به یې تګ راتګ درلود او په ټولنیزو رسنیو کې یې دیني مطالب خپرول.
جومات ته د نوموي تګ راتګ کفایت کوي چې د جرمني او نورو لوېدیځو هیوادونو پولیس او استخبارات هر هغه مسلمان چې جومات ته ځي، په ځیر وڅاري او د دې ډول کسانو د پناه غوښتنلیک په اسانه ونه مني.
د دولت غبرګون
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر د پېښې ته په خپله لاړ او دا برید یې “وحشیانه” وباله، چې ټولنه یې “سخته وځوروله او اندېښمنه” کړه. شتاین مایر په داسي حال کې د پېښې ځای ته لاړ چې واوره ورېده او هوا ډېره سړه وه. (عکس د شتاین مایر دی)
د نورو ورته پېښو پس منظر
- د جنورۍ میاشت، آشافنبورګ: یوه افغان وګړي د چاقو برید وکړ، دوه کسان یې ووژل، چې یو ۲ کلن ماشوم هم پکې و.
- د دسمبر میاشت، ماګدبورګ د سعودي عربستان یوه کس د کرسمس بازار ته موټر ننه یوست، ۶ کسان یې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان کړل.
د جرمني د کډوالۍ سیاست ته نوی ګواښ
دې پېښې د جرمني په سیاسي فضا کې د کډوالۍ پر مسئله بحثونه لا ګرم کړي، ځکه چې محافظهکار سیاستوالان غواړي د کډوالو مخه ونیول شي او امنیتي تدابیر زیات کړي.