یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د څه لپاره؟ | محمدخالد رحیمی

د څه لپاره؟ | محمدخالد رحیمی

ایا تر اوسه دې له ځانه پوښتلي چې د څه لپاره؟ دا هر څه—ثروت، قدرت، شهرت—د څه لپاره؟ پای به یې څه وي؟

ایا تر اوسه دې له ځانه دا پوښتنه کړې چې موږ په حقیقت کې څه غواړو؟
تصور وکړه، که ته خپلو ټولو اهدافو ته ورسېږې، هر څه چې غواړې ترلاسه کړې، نو وروسته به څه کېږي؟

دا هغه سوالونه دي چې تقریباً هر انسان یې په خپل ذهن کې لري. خو ایا د دې سوالونو د ځواب په اړه دې کله ژوره فکر کړی؟

پوهان مختلف نظریات لري. ځینې باور لري چې د ژوند معنا په دې کې ده چې خوشحاله واوسو، او دا خوشحالي د نورو سره د مینې، شفقت، او ښه چلند له لارې ترلاسه کېږي.

ځینې بیا وايي چې د ژوند معنا د ځان، خپل چاپېریال، او نړۍ په درک کولو کې ده، یعنې باید خپل ځان وپېژنو او د زړه پیروي وکړو.

خو حقیقت څه دی؟ د څه لپاره؟
د دې سوال د ځواب لپاره باید د ژوند مفهوم ته له بلې زاویې وګورو. ژوند باید د هدف په بڼه ونه لټوو، بلکې د سفر (مسیر) په بڼه یې درک کړو.

موږ هیڅکله یوې داسې نقطې ته نه رسېږو چې ووایو: “اوس نو ژوند کامل شو!”
ځکه چې ژوند د یو سیند په څېر دی، تل به روان وي، تل به نوې تجربې راوړي، او تل به موږ له نویو غوښتنو، فکرونو، او احساساتو سره مخامخ کوي.

یو وخت به زموږ غوښتنې ډېرې کوچنۍ وې، خو نن یې کچه لوړه شوې ده، او سبا کېدای شي لا سترې شي. د انسان غوښتنې هیڅکله نه تمامېږي. هره ورځ مو فکر، هدف، او خوښې بدلېږي، او که موږ خوشحالي یوازې د غوښتنو د پوره کېدو سره وتړو، نو هیڅکله به راضي نه شو.

څه کول پکار دي؟

په هغه مسیر کې چې روان یو، داسې شېبې جوړې کړو چې ژوند ارزښتمن کړي.
ژوند لنډ دی، خو همدا لنډوالی یې ارزښتناک کوي.

موږ باید د داسې څه لپاره وجنګېږو چې موږ ته انګېزه راکوي، نه یوازې د مادي شیانو لپاره، بلکې د هر هغه څه لپاره چې موږ ته د ژوند کولو امید راکوي.

موږ باید هغه انسانان پیدا کړو چې موږ درک کړي، د هغوی ترڅنګ د آرامۍ او رفاه احساس وکړو، ترڅو وکولای شو حقیقي ژوند حس کړو.

موږ د دې لپاره نه یو پیدا شوي چې یوازې ژوندی پاتې شو، بلکې د دې لپاره پیدا شوي یو چې ژوند وکړو، خوند ترې واخلو، تېروتنې وکړو، تجربې ترلاسه کړو، او پرمختګ وکړو.

که موږ له هغو کسانو وپوښتو چې ټول اهداف یې ترلاسه کړي او هر څه لري، دوی به ووایي: “اوس د نورو هدفونو لپاره کار کوم، لا نورې غوښتنې لرم.”
ځکه انسان هیڅکله په بشپړ ډول نه راضي کېږي.

نتیجه دا ده چې:

موږ باید د خوشحالۍ مفهوم بدل کړو.
خوشحالي د مادي شیانو یا د نورو له تأیید سره تړلې نه ده.
خوشحالي زموږ په خپل وجود کې دننه ده.

موږ باید دا خوشحالي د ځان دننه ولټوو، نه د بهرنی نړۍ په شیانو کې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...