درېمه برخه
دوکتور لعل پاچا ازمون
۴ ـ ۱ـ ۱: تخیلقي ادبیات
تخلیقي یا ایجادي ادبیات د پنځګر د ښکلايي حس ذهني او نفسي کیفیت تجربې دي چې د لفظونو د رنګونو په انځورونو کې په بېلابېلو بڼو (نظم ـ نثر) کې وړاندې کېږي.
هغه مهال چې د انسان ذهن په لومړنیو تجربو بوخت و، نو هر څه دده د ذهن تخیلق یا پنځونه وه، ځکه یې هر څه ادبیات ګڼل.
دا ټول منظوم او منثور توکي د انسان او کایناتو ترمنځ له ښکلايي حسه رامنځته کېدل، کله چې ذهنونه تنویر او فکري کچه لوړه شوه، نو د پوهنونو دروازې هم بېلې شوې، د انسان ذهني او فکري ودې د ښکلايي حس په برکت تجربو ته مخه کړه، هغه تجربې چې د ښکلايي حس له ښکالو په لفظونو کې وړاندې شوې، هغه شعر وګڼل شوې. شعر د طبعیت او دروني کیفیت یا د عیني او ذهني تجربو د یوې رنګینې دنیا جوړول دي چې وروسته به پرې نور بحث وشي.
ژوند یوازې وخوره وڅښه نه دی، ژوند د وخوره وڅښه لپاره ذهني او فکري کیفیت دی، دغه کیفیت له ښکلايي حسه خړوبېږي، د چینايي ژبې یو متل دی چې که دوه ډبل روټۍ درسره وې یوه خرڅه کړه او د لاله ګل پرې واخله. دلته د لاله ګل اخستل د ژوند د رنګینو غېږ ده. دغه رنګیني انسان ته ډوډۍ ورکوي. یو بل پوه وايي چې هنر ډوډۍ نه ده د ژوند شراب دي. د ژوند شراب هماغه ولوله، جذبه او ښکلا ده چې د انسان ذوق را پاروي او ښکلايي حس یې په پښو دروي.
ادب ژوند دی، ژوند ښکلا ده، مینه ده، عاطفه ده او د بشر ساه ده. ادب د کایناتو د تنظیم او خپل منځي اړیکو برابرېدل دي. ادبپوهانو د ادب پيدایښت ته په کتلو ټول لیکلي اثار چې هنري ارزښت ولري، هغه ادبیات ګڼلي دي. ((… د هنري ارزښت په ترکیب سره ادبیات ځانګړي کېږي. هنري ارزښت: په خوندورو، اغېزښندونکیو او حسـي کلمو کې چې تصویري او تخييلي بڼه ولري، د مانا رسول دي یا د کلمو ضمني مانا ده. خبره له عادي حالته ناعادي حالت ته راویستل دي. موږ په عادي ژبه کې وایو، د لمر وړانګې خو همدا ترکیب ناعادي ژبې یا ضمني مانا ته اړوو، وایو د لمر زلفې. د لمر په زلفو کې تر وړانګیو زیات اغېز پروت دی، یو خو دا چې کلمه حسـي شوه، بل یوه ذهني هنري تجربه رامنځته شوه. دا یو استعاري ترکیب دی.
که ووایو چې باد لګېږي، د باد لګېدل یوه عادي او سړه جمله ده؛ خو که ووایو چې باد لکه سندرماره جینۍ سندرې وایي، دا هم بېرته هماغه د باد لګېدل دي؛ خو دلته باد ته جسم یا بڼه ورکړل شوه، باد د یو چا په څېره کې مجسم شو، باد ته شخصیت ورکړل شو. د باد شخصیت د سندرمارې جینۍ دی، سندره اغېز ښندونکې ده؛ نو د باد لګېدل یا شور هم اغېزښندونکي شول. ))( ازمون، لعل پاچا، د ادبیاتو فلسفه، ۱۳۹۹هـ ل، ۴۲م)
بشري ټولنه د کایناتو نظم دی، د هر څیز ښکلا او ارزښت دی. همدغه ښکلا، ارزښت، نظم او تهذیب په ټوله کې ادب دی؛ نو ادب راته ژوند او د ژوند لارې ښيي. ټولنه سمبالوي او له کړکېچه یې ژغوري. خبرې د ادب هغه وسیله ده چې بشري ټولنه راټولوي، د ژوند روح راښيي او د بشر ذهنیت څرګندوي.
ادب د ټولنې د رغښت، سمون او پرمختګ نوم دی، د یوې مهذبې ټولنې د رامنځته کولو لار او غږ دی. د ژوند مخ په بېلابېلو رنګونو کې راښيي. د کایناتو هر څیز روڼ ځلوي او اړیکه یې یو له بله سره پالي.
تر ټولو اړینه دا ده چې موږ د ژوند پر مانا پوه شو، ژوند یوازې کالبوت نه دی، په کالبوت کې د روح نڅا ده. دغه نڅا چې ژوند ته ساه او رنګیني ورکوي، ادب دی.
ادب د بشر په رګ، رګ کې یوه رنګینه مسته نشه، جذبه او هغه ښکالو ده چې دنیا په شور او حرکت راولي. بختورې ټولنې هغه دي چې لوړ ادبیات ولري، لوړ ادبیات له ژور فکر او لوړ تخیله رامنځته کېږي.
((د بشر د لومړني ژوند کړنې یو واقعیت و، دغه ژوند د ژوند په راز او حقیقت موندلو پسې ستړی ستومانه او لالهانده سفر پیل کړ، دا سفر لا روان دی، دا سفر تر هغې چې کاینات وي؛ نو په رګ، رګ کې به یې روان وي.
هغه لومړنی ژوند همداسې ورپسې ژوند تر دا پرونه ژوند ورو، ورو سبا ته پر افسانه بدلېږي. دا ژوند او دا سفر واقعيت دی؛ خو د خپل مهال، د اوسمهال لپاره اسطوره ده، خیالي کیسې دي. د ژوند دغه رنګین سفر ورو، ورو پر اسطورو او خیالي کیسو بدلېږي. بشر مخکې ځي، په زړو رنګونو کې نوي رنګونه پیوندوي او نوې خبرې لري. دغه خبرې مخکې ځي؛ خو کله چې خپل تېر د سفر وهلې لار پسې مخ رااړوي؛ نو ځان په تېرو تجربو کې د تخیل په وزرونو ورګډوي او د مخکې سفر څراغونه ترې بلوي.
دغه د ذهني تجربو تخیلي دنیا او د ژوند د رنګین سفر مزل ادبیات دي.
په دې تورو لیکو کې به تاسې د ژوند د رنګین سفر مخونه وګورئ، چېرته وو؟ څنګه وو؟ له کومه راغلو؟ چېرته ځو؟ څه مو کړي؟ څه په کار وو؟ څه په کار دي؟ څه وشو؟ څه به وشي؟ دا ولې رامنځته شول؟ دا ادبیات ولې ولیکل شول؟ دا کلمې، مفاهیم او غږونه ولې سره یو ځای شول؟ دا هغه پوښتنې او ذهني لارې دي چې د ژوند دغه رنګین سفر یې راښيي، د دغه سفر فلسفه راښيي.
د کایناتو له لیده، تر درک، ادراک، دماغ او مغزو تر تجربې، لوبې او څرګندولو پورې یو رنګین سفر دی. له بهرني لیده اوبه څښي او په کورني یا دننني لید کې خپل تصویر جوړوي او بېرته یې په رنګ کې وړاندې کوي. له خاورو رابېلېږي، په خاورو کې زرغونېږي او بېرته له خاورو سره یو ځای کېږي. دغه ژوند راته ادبیات راښيي او همدا ادبیات دي. د ژوند او ښکلا روح دی. د ژوند کالبوت ته ساه او حرکت ورکوي.
اوس؛ نو د ژوند دغه رنګیني د سترګو له بېلابېلو زاویو ګورو، بېلابېل رنګونه راته پکې ښکاري، هر رنګ یې راسره بېلې، بېلې خبرې او غورې لري، بیا له امتزاجه بل څه وايي. دا خبرې پایښت نه لري، دا خبرې نه زړېږي او نه له رنګه لوېږي. دا خبرې نوې ساه اخلي، په نوې جامه او نوي رنګ کې ځان سینګاروي؛ خو جوهر او سټه یې په خاورو کې ده…))( ازمون، لعل پاچا، د ادبیاتو فلسفه، ۱۳۹۹هـ ل، ۱م)
ادبیات په ټوله کې هنر او ښکلا ده، ښکلا د ذوق په پارونې سره ټول حسونه ژوندي کوي، د ژوند بېلابېلو تجربو ته یې را بولي، نو د اپلاتون د وینا له مخې: ښکلا ګټوره ده، ګټه مادي ده، د ژوند پوهنیزې تجربې په ګټه او هنري یې په ارزښت ولاړې دي. هغه چې ګټه نه لري، زیان رسونکي دي، بیا هم د اپلاتون په وینا هغه بدرنګي ده. هنر په ټوله کې د انسان او طبعیت تر منځ یو ښکلایي تړون دی، هغه ځه چې د انسان ښکلايي حس تمبوي او ننګوي، هغه تر خپل څار لاندې راولي، کله چې د بدرنګۍ مخه ونیول شي، نو ټول حواس د ژوند له کیفیت او رنګونو تغذیه کېږي.
مادي ګټه د ژوند بېلابېل اسباب برابروي، معنوي ارزښت یا ګټه بیا د انسان سلوک، خوی، اخلاق او ذوق خړوبوي، د طبعیت او انسان تر منځ اړیکه مادي او معنوي ګټه او اورزښت لري. د ژوند هر ساینسي، فلسفي او هنري تجربه له ښکلايي حسه خړوبېږي، نو شعر د انسان شعور، ذهني او فکري کچه لوړوي، د ژوند لوری ورښيي. د ژوند لوری د ذهني تجربو محصول دی، دغه لوری د انسان او طبعیت ترمنځ له ښکلايي حس او ادارکه خړوبېږي.
هنر مادي او معنوي دواړه بڼې لري، لفظي انځورونه او صورتونه ټول په معنوي برخه کې راځي، شعر لفظي یا معنوي هنر دی، ارزښت یې د طبعیت او انسان د ذهن ترمنځ ښکلايي، کیفي تړاو ، د شعور، جذبو، احساساتو، تخیل او تصور را پارول دي. ښکلايي حس لومړی په لفظي هنر کې را څرګند شوی دی، سقراط یې لومړنی بنسټګر دی چې وايي د جمالیاتو موخه له افادې پيلېږي، افاده همدغه ژبنی هنر دی چې د انسان د بهرنۍ او دروني نړۍ ترمنځ اړیکه جوړوي. د ژبې کارونه د انسان د ښکلايي حس تجربه ده. که دغه تجربه په خوږو لفظونو کې وړاندې شوه، نو هغه د انسان د ژوند رنګیني ده، د متل په ژبه د لفظونو کلا ده چې دده شخصیت ساتي او که په لفظونو کې بدرنګي او زیان وي، نو بیا بلا ده چې دده شخصیت ته زیان رسوي.
دلته خبره ټوله له طبعیت سره د اړیکو او شخصیت جوړونې ده، شخصیت د شخص جوهر دی، دغه جوهر دده ذهني او کیفي تجربې دي چې په بېلابېلو بڼو وړاندې کېږي.
د انسان ذهني او کیفي تجربې له طبعیت او خلکو سره د ژوند لپاره کېږي، د ژوند دغه تجربې د انسان او طبعیت ترمنځ د نېکۍ، رښتینولۍ، پاکۍ، ژمنې او… تار غځوي. په ټوله کې یوه بشري ټولنه د بشریت او انسانیت په جوهر رامنځته کوي.
د هنر هره څانګه د انسانیت او بشریت انځوریز غږ دی، دغه غږ د انسان د بدن ټول حسونه فعالوي، دده او طبعیت تر منځ اړیکه جوړوي، له دغو اړیکو علمي او هنري تجربې رامنځته کېږي.
دغه هنري تجربه چې بنسټ یې ښکلا ږدي، ساینسي نه ده، بلکې د عیني او دروني حسونو پارونه او کیفیت دی.