شنبه, مې 4, 2024
Home+نارمل زېږون او پړاوونو ته یې لنډه کتنه

نارمل زېږون او پړاوونو ته یې لنډه کتنه

لیکواله: دوکتورس بي بي آمنه (MD, Gynecologist, health officer)

زېږون یو حساسه مرحله ده چې ځانګړو طبي مسلکي تدابیرو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې لا هم په دې برخه کې خدمات کم او لرې پرتو سیمو کې د اړتیا وړ خدمات په نشت حساب دي. د زېږون لپاره مسلکي کارکوونکی که هغه ډاکټر او یا قابله وي باید د اړتیا وړ بشپړ معلومات ولري او د ټولو پروسو پر بشپړولو حاکمیت ولري او مدیریت یې کړي.

د زېږون یا (labour) کلمه د لاتیني ژبې څخه اخېستل شوې ده چې د کار معنا ورکوي. د رحم څخه د جنین او پلاسنتا بهر کېدو یا راوتو عملیې څخه عبارت دی. چې په دودیز ډول په دریو پړاوونو وېشل کیږي.

د رحم انقباضات: که څه هم د رحم عضلاتو انقباض په منظم او پرله پسې ډول د زېږون وخت را لنډیدل څرګندوي او دا یوه عادي مسئله ده، معمولا هغه انقباضات چې په کمو واټنونو کې وي او او منظم وي د ولادت پروسې یا لړۍ پیل کېدو څرګندويي کوي.

د طبیعي زېږون پړاوونه :

د زېږون پروسه یا لړۍ معمولا په دریو پړاوونو وېشل کیږي، چې دا پړاوونه په لاندې ډول دي:

لومړی پړاو لومړی پړاو the dilatation stage  : دا پړاو په خپله درې فازونه لري: پټ یا ناڅرګند، فعال، انتقالي یا لېږدېدونکی.

پټ یا نا څرګند فاز: دا د زېږون تر ټولو اوږد مهاله فاز دی او له نورو څخه یې شدت کم دی. په دې فاز کې انقباضات زیاتیږي او د رحم خولې (سروېکس) خلاصیدو کې مرسته کوي. دا فاز ډير ځوروونکی نه دی او په دې فاز کې د رحم خوله خلاصه او نرۍ کیږي. که چیرې د رحم انقباضات منظم وي، نو د رحم خولې خلاصیدو کچه هم ورسره په منظم ډول چک او کتل کیږي.

فعال فاز : په دې فاز کې د رحم خوله په چټکۍ سره خلاصه او نازکه کیږي او دا بهیر همداسې په چټکۍ سره دوام مومي، چې کېدای شي له هر انقباض سره د ملا او ګټې(خېټې) ساحو کې د شدید درد او فشار احساس وشي. ورته مهال کېدای شي د مقعد برخه کې هم فشار احساس رامنځته شي چې باید ناروغ ته د زور وهلو سپارښتنه وشي، خو ناروغ ته سپارښتنه وکړئ چې د رحم خولې تر بشپړې خلاصیدو دې صبر وکړي.

لېږدېدونکی فاز : د رحم خوله په بشپړ ډول تر ۱۰ سانتۍ متر پورې خلاصیږي. رحمي انقباضات په تیز او چټک ډول په زیاتو ځلو یا وارونو چې درد ورسره مل وي هرو دریو یا څلورو دقیقو کې د ۶۰ څخه تر ۹۰ ثانیو وخت اوږدو کې څرګندیږي.

دویم پړاو: دا پړاو د رحم خولې بشپړې خلاصېدو سره پیلیږي او د جنین راوتلو سره پای ته رسیږي. په دې پړاو کې ناروغ د زېږون پروسې پرمختګ کې زیاد دی او صحي کارکوونکی باید ناروغ ته د زور وهلو سپارښتنه وکړي. د زور وهلو له امله رامنځه کېدونکی فشار او رحمي انقباضات ولادي کانال کې ماشوم ښکته لور ته پر مخ وړي. د حوصلې () هډوکو نرمښت او ددې هډوکو تر منځ د فاصلې زیاتوالی له ولادي کانال څخه د ماشوم د سر راوتلو کې مرسته کوي او په پای کې د مور تناسلي ناحیې کې د ماشوم سر ښکاري او راوزي. د سر له راوتو وروسته، د ماشوم اوږې او وروسته یې د بدن نورې برخې له وېجینل څخه راوزي. په دې ټولو پړاوونو کې باید ناروغ ته د زور وهلو سپارښتنه وشي او دا زور وهل وړاندې وغځول شي. ځکه رحمي انقباضاتو سره هم مهاله د ناروغ له لورې فشار راوړل د زور وهلو سره ډیر د پام وړ مثبت اغېز لري او دا مو هم باید په پام کې وي چې ناروغ ته ددې ټولو یادو سپارښتنو سره هم مهاله د ژورې ساه اخېستنې سپارښتنه هم وکړئ تر څو د زېږون بهیر دوام ورکولو لپاره زیات توان ولري.

درېیم پړاو : د ماشوم له زېږیدو وروسته، روغتیايي کارمند( ډاکټر یا قابله) د ولادت پړاو کې په خپله داخلیږي. په دې پړاو کې پلاسنتا چې ماشوم ته د تغذیې او اکسیجن رسولو دنده لري د رحم له جدار یا دیوال څخه جلا کیږي او له وېجینل څخه را بهر کیږي. دا وروستی پړاو کېدای شي له پنځو دقیقو څخه تر ۳۰ دقیقو پورې وخت ونیسي.

دا هم باید په پام کې ولرو، چې د ټو ښځو زېږونونه سره توپیر لري او یو ډول نه دي. لکه دا چې د زېږون پړاوونه چې کله پیل او بشپړیږي نو د وختونو تر منځ یې هم توپیر وي. که چېرې د یوې مور لومړی زېږون وي، نو د درد له پیل څخه بیا د زېږون تر پای پورې لږ تر لږه له ۱۲ تر ۱۴ ساعتونو وخت نیسي، چې دا وخت په نورو راتلونکو دویم، درېیم او …. زېږونونو کې راکمیږي.

د زېږون په پړاوونو کې باید لاندې ۶ موارده په پام کې ونېول شي :

۱ : د رحم غاړې یا عنق پراختیا _  Dilatation

۲. د رحم غاړې یا عنق نرمښت _Effacement

۳.غشا یا پوخ _  membrane

۴.اعتلان_presentation

۵.حوصله_ pelvic

۶. پړاو _stage

د پلاسنتا دندې :

۱. د ګازاتو ادلون بدلون

۲.د تغذي اړتیا وړ موادو او وېټامېنونو رسول

۳. له باندنیو یا بهرنیو زیانونو او صدمو څخه خوندیتوب

۴. د هورمونونو تولید

۵. د کلسیم او اوسپنې زېرمه کول

د انتاناتو مخنېوي لپاره پاکوالی :

۱ . د زېږون پاک ځای _ clean birth

۲ .  پاک کلمپ _ clean umbilical

۳. د اړتیا وړ پاک دسمالونه یا لاسپاکونه _cleanp prineum

۴.پاک ګاز _clean gause

۵.پاک لاسونه _clean hands

۶.پاکه بیاتي یا قیچي _clean razor

۷. د نه یا نوم لپاره پاک بند _clean ties

   UTS:      

۱. د رحم اتوني _tones

۲. د پلاسنتا ټوټې احتباس یا پاتې کېدل_tissue

۳.  د عجان ناحیې څېر کېدل _trauma

۴. د وینې پریړ کېدو یا تحثر نه شتون _thormbosis

د زېږون لوی اختلاطات :

۱ .  د رحم ډولونه

۲.  د رحم څېري کېدل یا رپچر

۳.اکلمسیا او  پرکلمسیا

۴.  اوږد مهاله او د بندښت زېږونونه

۵.  سقطونه

۶.  انتانات یا سپسس

۷.  له رحم بهر حمل

له زېږون وروسته د خطر نښې:

۱ .  د ناڅاپي شدیدې وینې بهېدنه

۲. د وینې لوړ فشار

۳.  تنفسی تفنسي ستونزې

۴. د بد بدویه مهبلي افرازاتو شتون

۵.  تبه او اذیما یا پړسوب

۶.  د نفاس دورې انتانات

د زېږون مخکې د خطر نښې نښانې :   

۱.  د امنیتوتیکو اوبو بهیدنه او د وینې بهېدنه

۲. تبه

۳. تنفسي ستونزې

۴.  د وینې لوړ فشار او ذهني ترینګلتیاوې

۵.  پړسوب او انیمیا یا د وینې کمښت

نور اړوند اختلاطات :

۱ . د عجان ساحې درېیمه او څلورمه درجه څیري کېدل

۲ . د رحم غاړې څيري کېدل

۳. د اوږو وضعیت

۴ . مخکې له وخته د غشا پرې کېدل

۵ . د زېږون پر مهال ملاریا

۶. ایډز یا HIV

۷ . غیر اختلاطي سقطونه

                                                IP

 Infection prevention

د انتان مخنېوی:

۱ . د تېرو او څیروونکو توکو ځای پر ځای کول

۲ . شخصي یا ځاني خوندیتوب

۳ . د سترګو خوندیتوب

۴ . د سامان آلاتو پرېولل او تعقیم کول

۵ . د ککړو توکو ځای پر ځای کول

۶ . د ککړو ټوټو ځای پر ځای کول

په پای کې د یادونې وړ بولم چې له دې لنډو مقالو څخه زما موخه په خپلې مورنۍ ژبه د طبي معلوماتو نشر او خپراوی او دوام دی، چې ان شاالله راتلونکې کې به هم دا لړۍ دوامداره وساتم، څو روغتیايي کارکوونکو سربېره ټول لوستي وګړي ترې ګټه واخلي او خپل معلومات دې برخه کې زیات کړي.

ګران لوستونکي کولای شي خپل نظرونه او پوښتنې له ما سره د برېښنالیک له لارې شریکې کړي.

زما برېښنالیک پته :  [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب