شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمرستندویانو په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ۳۲ پروژې وځنډولې

مرستندویانو په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ۳۲ پروژې وځنډولې

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه)  د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد وایي نړیوالو مرستندویانو په دغه هېواد کې د چاپېریال ساتنې ۳۲ پروژې ځنډولې دي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل: “سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر کم رول لري؛ خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ او ژوند بڼو په برخو کې خورا زیانمن شوی هېواد دی او وچکالي، سېلابونه، د اوبو کمښت او د کرنیزو محصولاتو کمېدل د خلکو او ټولنې لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې او د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړی دی.”

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال وویل چې د نړیوالو بنسټونو له خوا د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ۳۲ پروژې چې د نړیوالو مالي میکانیزمونو «اې.اف، جي.سي.اف، جي.اي اف» څخه تمویل کېدې؛ ځنډول شوې او له نړیوالو څخه یې وغوښتل چې د اقلیمي بدلون مسئله دې نه سیاسي کوي او ژر تر ژره دې د یادې پروژې چارې بېرته پيل کړي.

عابد همدارنګه، د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې، د طبیعي زېرمو د حفاظت، د ځنګلونو وهلو د مخنیوي، د اوبو له منابعو څخه په اغېزمنه او معقوله توګه د کار اخیستو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې په برخه کې خپل فردي او ټولنیز مسئولیت ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس هم په خپلو خبرو کې، پر نړیوالو غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون مسئله دې نه سیاسي کوي او په دې برخه کې دې د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو او له امله یې د ځاني او مالي زیانونو خبرونه ورکول کیږي.

طالب چارواکي د چاپېریال ساتنې اړوندې نړیوالې ادارې له افغانستان سره د دوی د واکمنۍ له امله په مرستو او پاملرنه کې په سیاسي چلند تورنوي او د ځنډولو پروژو د دوام غوښتنه لري.

منتقدان بیا دوی تورنوي، چې د سخت دریځو پالېسیو او کړنو په دوام ورکولو سره یې افغانستان له نړیوالې ټولنې منزوي کړی او د دې انزوا ځپونکې بیه عام افغانان په سختۍ پرې کوي.

2 COMMENTS

  1. اوس چې یهودو او نصاراوو د چاپیریال ساتنې مرستې زنډولې دي، نو جید عالمان د چاپیریال ساتنې په اداره کې راتول کړۍ چې تعویذات وکړي او دمونه او چاشتونه وکړي او د وچکالي د مخنیوي د پاره استحقا مونځ وکړي. امارت انشالله هیح مشکل نلري.

  2. دا ګناه د ټالبانو ده . ځکه دوی د اسلام مقدس دین نه غلطه استفاده کوي . واک یې د یوڅو تنو جاهلو او بېسواده ټالبانو او ملایانو په لاس کې ورکړی .
    د الله تعالی د پاک کلام د لارښوونې او ارشاداتو پرخلاف کار یې اهل کار ته نه ده سپارلی .
    دوی چې د پنجابي استخباراتو تر کلکې څارنې لاندې په پنجاب کې عمر تېرکړی او ښځې ، نجونې یې له کوره دباندې نه دي وتلی . خپل دود دستور په ټولو پښتنو ، افغانانو او د نړۍ پر مسلمانانو باندې هم منل غواړي . یو ملا یې چیغې وهي چې څه شی غواړئ ؟ بل یې وایی : ښځې ته ډوډۍ ورکوه او راچپه کوه یې . بل یې وایی ډوډۍ او مېوې په لاس خورئ ، په چار چاخو مکروه کیږي.
    وه ظالمه نظافت خو د ایمان جز دی. ستا په لاس کې خو زرګونه میکروبونه ، مضرې بکتریاوې ، د کورونا په شان مهلک ویروسونه نښتي دي . الله پاک مونږ ته 1400 کاله مخکې لارښوونه کړې ده چې :
    {إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ}
    که ته په نس موړ یې او ستا ګاونډی که یهود هم وي او وږی وي ، د الله پاک له دې کلام او د جناب محمد رسول الله ص له دې حدیث نه دهغه حقوق څرګندیږي :
    قرانکریم وایي: والجاری ذی القربی والجار الجنب والصاحب بالجنب. ژباړه: او نږدې ګاونډي او تر څنګ ګاونډي او هغه څوک چې په څنګ کې در سره ناست وي له هغه سره ښه چلند کوئ. په حدیث کې راغلي حضرت ابوذر رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته وویل: ای ابوذره کله چې ته شوروا پخه کړې نو اوبه په کې زیاتې کړه او د ګاوډیانو خیال ساته. (مسلم )
    مګر ستاسو کبر ، ظلم او د قدرت انحصار ته بیا وګوره.
    د قرآن کریم له آیتونو او د حدیثونو څخه لاندې خبرې څرګندې شوې:
    ۱: ګاونډي ته تکلیف او ضرر رسول حرام دي بلکه د الله تعالی محبوب صلی الله علیه وسلم په سوګند خوړلو سره وایي چې داسې سړی مؤمن نه دی .
    ۲: له خپله وسه سره د ګاونډي خیال ساتئ او راحت ورته رسوئ.
    ۳: که چرته په کور کې ترکاري پخوئ نو د ګاونډي په نیت اوبه لږ زیاتې په کې واچوئ او یو څه ترکاري ګاونډي ته هم ورولیږه.
    ۴: د ګاونډي د عزت داسې خیال او ژغورنه کوئ لکه څنکه چې د خپل عزت ژغورنه او خیال ساتئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب