شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهافراسیاب خټک: پاکستان د طالبانو په ګډون ټولو افغان جنګسالارانو سره ښې...

افراسیاب خټک: پاکستان د طالبانو په ګډون ټولو افغان جنګسالارانو سره ښې اړیکې لري

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه) د پاکستان په سنا جرګه کې پخوانی سناتور او پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وایي، چې د پاکستان پوځ او واکمنان د طالبانو د واکمن رژیم په ګډون ټولو افغان جنګسالارانو سره ښې اړیکې لري.

نوموړي وزیرستان ته د طالبانو د یوه لوړپوړي غړي انس حقاني وروستي سفر ته په اشارې ویلي، چې له عامو افغانانو او د طالبانو په ګډون نورو افغان جنګسالارانو سره د پاکستان د پوځ او واکمنانو برعکس چلند حیرانوونکی دی.

د ده په وینا، نه یوازې طالبان بلکې د دوی مخالف نور جنګسالاران هم اکثره په پاکستان کې کورونه، پانګې او کاروبارونه لري، خو دغه هېواد د عامو افغانانو خلاف توند دریځ نیولی او پاکستان ته راشه- درشه او ان هغلته په قانوني ډول ژوند یې پرې سخت کړی.

د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړی او د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني په وروستیو کې وزیرستان ته د سفر له امله په ټولنیزو رسنیو کې د بحث وړ ګرځېدلی.

د هغه خپاره شوي عکسونه څرګندوي، چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو په بدرګه د وزیرستان یو شمېر سیمو ته تللی او خلکو سره د لیدنو کتنو تر څنګ یې هغلته د خپلې کورنۍ د وژل شویو غړو پر قبرونو دعا کړې ده.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو له دې امله، چې پاکستان په دغه هېواد کې د قانوني استوګنې اسناد لرونکي کډوال په زوره باسي او د طالبانو رژیم سره ظاهراً ترینګلې اړیکې لري؛ وزیرستان ته د انس حقاني په سفر نیوکې کړې دي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو بیا دا سفر ستایلی او ویلي، چې وزیرستان د افغانستان خاوره ده او ورته د انس حقاني سفر د ډیورنډ کرښې د نه په رسمیت پېژندلو په مانا دي.

دا نیوکې او پاکستان سره د طالبانو د شکمنو اړیکو د دوام خبرې داسې مهال دي، چې یو شمېر څارونکي د دوی تر څنګ په پاکستان کې نورې رامنځته شوې جنګي ډلې هم دغه هېواد سره په ژورو اړیکو تورنوي او وایي دا ډلې ټولې پاکستان کې پراخې شتمنۍ او نه شلیدونکې اړیکې لري.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره، یوه لویه برخه پخواني جنګسالاران د پاکستان په همغږۍ دغه هېواد ته پناه یوړه او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته خپاره شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب