Homeخبرونهد اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې په اړه د ملا برادر او...

د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې په اړه د ملا برادر او د قزاقستان د مرستیال صدراعظم خبرې

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، پرون د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره لیدلي.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

ملا برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د یاد هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شویو ګروپونو څخه د طالبانو ډلې ایستل چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و؛ مهم او اساسي ګامونه یاد کړي دي.

ملا برادر آخوند همدا رنګه د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک، د افغان– قزاق ګډو شرکتونو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال  په افغان – ټرانس پروژه کې د شویو پرمختګونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي؛ دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي.

سریک ژومانګارین څرګنده کړې چې د قزاقستان حکومت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د تجارت او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي.

د هغه په وینا، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګه والو پر پانګونې سربېره، له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.

د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د یاد هېواد د دولتي او خصوصي سکتور جګپوړی پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټينګښت او پراختیا، د افغان – قزاق نندارتون د پرانیستلو او د «تجاري تواصل» کنفرانس د ترسره کولو په موخه پرون کابل ته راغلی او د روغتیا په سکتور کې یې له افغانستان سره دوه ټنه بشري مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...