شنبه, مې 4, 2024
Home+افغانستان، خیالي سیاست او خیالي سیاسیون

افغانستان، خیالي سیاست او خیالي سیاسیون

شننه؛

شاه محمود میاخیل

په هر عصر او زمان کې نوې اصطلاحات رامنځته کیږي او هغه اصطلاحات بیا د متل او وجیزې په توګه په ولسونو کې عام کیږي. همدا وجیزې په ورځینیو خبرو کې د استدلال راوړلو لپاره قوي دلیل هم ترې جوړېدې شي لکه؛ خیالي مدرسې، خیالي ملایان، خیالي مکاتب، خیالي پولیس، خیالي جنرالان، خیالي ښوونکي او داسې نور.

په دې شپو او ورځو کې د خیالي سیاسیونو بازار هم ګرم دی.

أفغانستان د معجزو وطن دی او ان د طالبانو د مشرتابه په هکله هم ضد او نقیض روایتونه شتون لري. ایا دا هماغه پخوانی ملا هبت الله دی چې د کچلاغ له ځانمرګي برید څخه بچ شوی او که کوم بل کس د هغه په نوم شتون لري؟

څومره چې موجوده ملا هبت الله د خلکو له انظار څخه پټیږي په همغومره اندازه د خلکو په منځ کې د هغه د هویت په هکله شک او شبه هم زیاتیږي.په هر حال که هماغه دی او که نوی؛ خو د افغانستان په خلکو حاکم دی. همدې ته اروایي یا خیالي سیاست وايي، چې مشر څوک نه ګوري او نه یې پېژني؛ خو د حاجي پیر سید کرم شاه غوندې په پل خشتي جومات کې امامت کوي.

له دې سره د جمهوریت د وخت یوه کیسه رایاده شوه.

له حکومته یو چا غوښتنه درلوده، چې د سیمه ییزو ادارو د لوی ریاست عمومي رئيس مقرر شي. د حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو ورته ویلي و، چې دا دنده په تا درنه ده او سرته یې نشې رسولی. هغه کس ورته ویلې و، چې دا لس میاشتې کیږي چې دغه اداره ریيس نه لري خو بیا هم چلیږي. اوس چې بې له ريیسه چلیږي، که دی مقرر شی نو یو څه خو به یې ښه وچلوي.

که د طالبانو مشر نامعلومه هم دی، خو د طالبانو حاکمیت چلیږي او دا چې ښه چلیږي او که خراب، هغه جلا خبره ده.

دلته یو څو نورو ارقامو او د خاطرو یادونه کوم.

په ۱۹۹۳زکال کې په پېښور کې د غیر دولتي موسسو د همغږۍ دفتر ACBAR کې مې د خپلې ولسوالۍ خاص کونړ په هکله ارقام یا دیټا کتله؛ لیکل شوي وو، چې په خاص کونړ کې ۲۱ لوی کلي موجود دي، خو په بل ځای کې یې لیکلي وو، چې په خاص کونړ کې ۲۳ ښوونځي د موسساتو لخوا تمویل کیږي.

دا په دې معنی چې د کلیو له شمېر څخه هم دوه ښوونځي زیات و، حال دا چې په هغه وخت کې یوازې درې ښوونځي په خاص کونړ کې و چې هغه هم ما په شخصي توګه تمویلول او د موسساتو په نوملړ کې نه و. په همدغه راپور کې لیکلي و، چې د خاص کونړ د شالۍ او ولۍ په سیمو کې موسساتو ۲۸ کیلومتره ویالې ترمیم او جوړې کړې دي. هغه دوستان چې د خاص کونړ له جغرافیې سره بلد دي، د شالۍ او ولۍ په کلیو کې ویالې نشته او غرنۍ سیمه ده. له دې سره، د خاص کونړ ولسوالۍ طول له ۱۲ کیلومترو څخه زیات نه دی او عرض به یې هم درې یا څلور کیلومتره وي.

د دې شمېرو په اساس مې د هغه وخت د نبراسکا د موسسې له مشر څخه پوښتنه وکړه، چې تاسو هم وایی په افغانستان کې د دېرشو زرو ښوونځيو ملاتړ کوي، خو که دا شمېرې داسې وي نو فکر نه کوم چې دېرش زره ښوونکي دې هم په افغانستان کې وي. هغه راته وویل؛ دوی هم پوهیږي چې دا ښوونځي او ښوونکي نه شته، خو که دوی دیرش زره کسانو ته تنخوا ورکړي، په حقیقت کې دوی دیرش زره مجاهدین او په هغوی پورې تړلي کسان به په افغانستان کې تمویل کړي وي، چې جګړه وکړي.

لکه چې اوس پوځي مدرسې او د مدرسو نصاب د جګړو د پیاوړي کولو او افراطیت د خپرولو لپاره استعمالیږي، هغه وخت هم ښوونځي او د ښوونځيو نصاب د افراطیت د ترویج او د جګړو لپار استعمالېدل.

د ثور له کودتا راپدېخوا همداسې خیالي اعداد او ارقام د هغه وخت د حکومتونو لخوا هم خپریدل.

کله به چې يه کومه سیمه کې جګړه وشوه، نو د کابل راډیو به اعلان وکړ چې په هغه سیمه کې د حکومت په ملاتړ مارش وشو. په امنیتي او جنایي پېښو کې هم دا ډول خیالي ارقام زیات و او یا به یې پېښې د یو او بل د کنترول په ساحه تاوانولې. چېرته به چې بمبارد وشو، ویل به یې لسګونه اشرار ووژل شول او که مجاهدینو به ډز وکړ، نو ویل به یې چې په لسګونو عسکر، توپونه او ټانګونه له منځه ولاړل.

خبریالانو ته د شمېرو تایید او ثقه کول سخت و، نو سمدستي به مو شمېرې لکه د مجاهدینو د وخت د افغانیو په څېر درې صفره سمدستي کمول او بیا به مو د کمو شمېرو راپور ورکاوه او یا به مو شمېرې په بشپړه توګه حذف کړې.

که د تېرو څلورو لسیزو د راپورونو شمېرې سره پرتله کړو، نو دا مجاهدین ملت باید ټول اوس ژوندي نه وای، ځکه مړه او وژل شوي و.

کله چې د کورنیو چارو په وزارت کې وم، د حوزې یو امر راته کیسه وکړه چې د ډاکتر نجیب الله په وخت کې د کابل په څلورمه حوزه کې مړی شوی و، نو د حوزې امر بیا هغه مړی د دویمې حوزې ساحه کې اچولی و. د دویمې حوزې امر چې مړی لیدلې و، هغه یې بېرته د څلورمې حوزې په ساحه کې اچولی و.‌ په دې توګه دا مړی دوه درې ځلې له یوې حوزې څخه بلې حوزې ته وړل شوی و، ځکه هغوی نه غوښتل چې د جنایي پېښو راپور په خپلو حوزو کې ثبت کړي. له دې ټولو سره سره د کوپونونو په جوړولو کې خو درواغ ویل روا و.

د جمهوریت په وخت کې هم ډېری هماغه پخوانيو لوبغاړو چې موسسات درلودل او یا یې په تنظیمونو کې کار کړی و او یا په پخوانیو رژیمونو کې یې وخت تېر کړې و، د تېرو تجربو په درلودو سره یې هماغه پخوانۍ لوبې کولې او له ځانه به یې شمېرې لیکلې او راپور یې ورکاوه.

دا پورته یو څو مثالونه مې د خیالي شمېرو په هکله د مشت نمونه خروار په توګه یادونه وکړه. په افغانستان کې د شمېرو تحریف په تېرو څو لسیزو کې عامه مسله وه، ان نړیوالې شمېرې هم د اعتبار وړ نه وې.

د شمېرو په میتودلوژۍ کې ډېر فکټورونه په نظر کې نیول کیږي او دا یو لوی علم دی، ځکه په اوسني معلوماتي نړۍ کې هر ملک چې معلوماتو ته زیات لاسرسی لري، هغه ملک د زیات قدرت خاوند هم دی.

راځو اصلي خبرې ته؛

د اکثرو افغانانو لویه ستونزه دا ده، چې هرې مسلې ته د ګټو او پروژې په سترګه ګوري. اکثره افغانان هم ټانټې ماتوي او هم کړوپ کړوپ مزل کوي، ټانټې ماتول او کړوپ کړوپ مزل نه کیږي. اکثره په سیاست کې پټ پټونې کوي، پټ پټونې په دې خاطر کوي که هر څه سم شول، نو دی قهرمان دی او که خراب شول نو بیا دی یې مسول نه دی. د اکثرو افغانانو لویه ستونزه دا ده، چې هم یې ګرمي کیږي او هم یخني. ټول سیاست کوي، خو په ټیم ورک عقیده نه لري. افغانان په ګوندي سیاست باور نه لري،‌ خو انفرادي سیاست هم پایښت نه لري. له نورو څخه د باور تعهد اخلي، خو په خپل ځان باور نه لري. نورو ته وایي چې متحد شئ، خو خپله له هیچا سره په لاره تللی نشي. د غلطې محاسبې په اساس، غیر معقول رېسک مني خو معقول رېسک یا خطر اخېستو ته یې ملا ماته وي.

کله چې مونږ د جمهوري غوښتونکو خوځښت کار پیلولو، ډېرو دوستانو به راته ویل، چې مونږ ستاسي د فکر او نظرتایید کوو، له تاسو سره یو خو نومونه مو مه اخلئ. زما ځواب دې دوستانو ته دا و، چې هر څه خیالي کیږي خو سیاست په خیالي توګه نشي کیدلی.

دلته راته یوه بله کیسه رایاد شوه.

په پېښور کې به اکثرو د هر تنظیم کارت اخیستی و.

یوه ورځ یو کس کوم تنظیم ته ننوت، نو امنیتي کس ورته ویلي و چې کارت دې راوښایه.

هغه ورته له جېب څخه د ټولو تنظیمونو کارتونه را اېستلي و چې زه خو یې نه پيژنم، هر یو یې چې ستا د تنظيم کارت وي، هغه ومنه چې حویلې ته ننوځم.

اوس هم ډېرو د هرې سیاسي ډلې کارتونه اخیستي او فکر کوي چې هر یو که پرمختګ وکړ، بیا به له هغې ډلې سره وي. دلته هم د اپرچونیستي سیاست څخه کار اخستل کیږي. هر یو کس د یو سیاسي جریان مشر ځان بولي او ادعا کوي، چې په لسګونو نور جریانونه ورسره دي، خو بیا لس کسه هم په یوه لاره ورسره نه وي. دوی فکرکوي، چې که زیات نومونه واخیستل شي نو زیات راشن به ورته ورکړل شي.

دې ورځو کې د خبري اژانسونو، رسنیو، حقوق بشر مدافعانو او نورو نومونه او نهادونه هم زیات یادیږي او هر یو د پروژې اخیستو په تمه وي، نه یې د دفتر مشر معلوم دی نه یې ځای او نه یې هویت، خو په مستعارو نومونو یې خبري اژانسونه جوړ کړي دي.

له بده مرغه د تېرو څو لسیزو د ناخوالو له امله د خیالي سیاست، خیالي فعالیت او د خیالي فکرونو فرهنګ د افغانانو په خټه کې اېښودل شوی دی. فرهنګي بدلون اسانه کار نه دی، فرهنګي بدلون بیا فرهنګي بستر او تعهد ته اړتیا لري، چې تر اوسه د افغانانو په منځ کې نشته او یوازې جنګي او پروژوي فرهنګ د افغانان په منځ کې حاکم دی. جنګي او پروژوي فرهنګ هیڅکله د دې ظرفیت نه لري، چې ابادي او سوکالي رامنځته کړي ځکه د جنګي ډلو موخه جنګ کول او ورانول دي. جنګې ډلې نشي کولی چې حکومتولي ښه کړي، ځکه جنګ ورته اسانه او حکومت کول ورته ستونزمن دی. همدا شان پروژوي حرکتونه پایښت نه لري او نشي کولی چې فکري بدلون رامنځته کړي، ځکه د دوی هدف فکري بدلون نه دی بلکې د پروژو اخیستل او د فساد له لارې ځان پړسول دي.

زما په اند هغوی چې د سیاسي او یا فرهنګي حرکتونو ادعا کوي، باید د خیالي او اروایي فکرونو څخه راووځي او سره متحد شي، تر څو په شریکه فکري او سیاسي کار وکړي. فکري او سیاسي کار په انفرادي شکل نه کیږي. فرهنګي او سیاسي بدلون که ناممکن نه وي، نو اسانه هم نه دی. فرهنګي او سیاسي‌ بدلون د یوې ورځې، یوې میاشتې او یو کال مبارزه نه ده. څوک که د فرهنګي او سیاسي مبارزې تکل لري، نو دا د ژوند تر پایه مبارزه ده او باید دې مبارزې ته ملا وتړي.

د أفغانستان د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي اړیکو مشر او د ننګرهار پخوانی والي

10 COMMENTS

  1. سلام
    میاخیل محترمه هغه چا چې دتنظیم کارت نه درلود هغه دای اس ای لخوا بندی کیده یاد ارواښاد مجروح په ظحېر وژل کېده. دا ټانټې او څوکارته کسانو هم له کمونستانو سره اتڼ کاوه او هم له تنظیمو هغو کسانو سره چې غلا ، دروغ، ټګې او هره فتنه یې کسب وه .
    اوس هم یو شمیر تنظیمی غله له ملایانو سره ننوتی دی.
    سره ددې چې تا هم ستر خیانت کړی ته هم همدې ډله یعنی دجمهوریت بی کفایتانو سره ملګرې وې خو نن دې واقعیت لیکلی زه آفرین درته وایم.
    ارواښاد عبدالحکیم کټوازی همدې غلو وواژه تا دغه ناوړه کمزورتیا، دوګانګې، چاپلوسې ، په هرکاسه ناستی او دافغانانو خیالی سیاست لوبې ډیرې سمې تحلیل کړی.

    • سلام! که تا سخت لیکم شاهد خفه شئ. یو کس د امریکې د پیزې دوکان ته ورغلې و ورته یې ویلې و چې ما ته داسې پيزه راکړه چې پنیر، غوښه، روب او نور څه ونه لري. دوکاندار ورته ویلې و چې ستا وچه ډوډۍ پکار ده نه دا درسره واخله. د جمهوریت معنی همدا ده چې د هر چا حق دی چې په نظام او سیستم کې کار وکړي. په نظام کې کار کول جرم نه دی او سمدستي دې د ملایانو غوندې ټاپې په لاس کې نیولې او د خیانت کلمه استعمالوي. ما که په جمهوریت کې کار کړیدی که څه هم ډیر وخت نه وم نو په خپل کار افتخار کوم او دا مې ملي وجیبه ګڼله چې کار وکړم او څه مې چې د وسې وه هغه کړیدي. د جمهوریت نه مې بهر هم څلویښت کاله کار کړیدی او د چا مال مې نه دی خوړلې. که په حکومت کې وم او که د حکومت نه بهر، خپله خبره مې کړیده او د چا نه مې ویره نه درلوده. تقریبا شل کتابونه مې لیکلي او په لس ګونو مقالې زما د نړیوالو ادارو لخوا چاپ شویدي چې زما د کار او افکارو نمایندګي کوي. همدا د کچالو ټاپو افغانستان خراب کړ چې د هر چا سره په جیب کې پرته ده او په خلکو لګوي. هیله مې دا ده چې همیشه مستند خبرې کوي. هر نظام او هر دور کې ښه او خراب و. که د جمهوریت په وخت کې ته په افغانستان کې وې او هر کارو بار دې درلود نو ته هم د جمهوریت غړی وې. که عمومی خبره کوي نو افغانان په کل کې یو ناکام ملت دی جې په دې ناکامې کې ته هم شامل یې او زه هم.

  2. خو کاکتوس کې ما ددغه پیزه جوړونکی مرکه واوریده چې دغنی کابینه کې وزیر وه
    وجیزه باندې سوچ وکړه او تعریف په دقت وګوره.
    زه په هیچا ټاپه نه وهم خو موږ ضرورت لرو چې لاره پرانیزو. کورودان خبرې ډیرې دی کوم بل وخت.

  3. دخیالی، مصنوعی،په هرکاسه کې بوخت ، احساساتی کتلیست، دهر چینل او رسنیو بلواګر سیاسیون څو مخه لری. دهمدې کپړیو اتڼ په ټوله نړۍ کې جریان لری. نړۍ یې هم تیر ویستلی. دا معامله ګر تا ډیر ښه تشخیص کړی سره له دې چې ته یو ملی ګرا شخصیت نه لرې احساساتی خبرې کوی.

  4. په خدای سړی حیران شی چه دوی خیانت سه ته وایی – د یوه یرغلګر خارجی عسکر په قومانده یا مشوره خپل هیوادوال وژل- په کور یی چاپی اچول- بندی کول ……….خیانت نه بولی نو خیانت سه دی. لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ…

  5. ښاغاي مياخيل سلامونه روغ اوسي،
    ستاسي ليکني ډير په مينه لولم ځکه که په خپله د دومره مالوماتو په را ټولولو پسي ههڅه وکړم ډير وخت به مي پري تير شي ډيره خوښنه. ستاسو په مينه چي له افغانستان سره یي لري زه هيڅ شک نه وينم.
    رما په نظر. نلسن مندلا، هوچيمين، ګاندي……….. اوداسي نورو شخصيتونو په اسبات رسولي چي مبارزه يوه نه پزيکيدونکي پروسه ده کومه چي يواځي غټ شخصيوته مخ په وړاندي بيولای شي، غښتلي انسانان غټ مشکل حل کولاي شي. داسي شخصيتونه په افغانستان کي د دښمن له لياري ووژل شول او ټاپي ورباندي ووهلي شوي لکه په صمدخاان او غفار خان با با.
    زموږ افغانانو بد خواس دادي نه خپله کار کوو او نه نور کارته پريږدم غټ مثال يي د ګلبدين ډله چي د هغوي حرفوي دنده.
    نور ستاسو خوځښت ته دزړه له کومي بری غواړم

  6. د خواشینې خبره خو دا دي چې، د افغانانو هرڅه د خیال او محال په چاپریال کې راڅرخیږئ. سیاست، وطندوستی غورې او باټي مو ټولي په همدې کې شاملي دئ. میاخیل صاحب د یو ناکام او فاسدې اداره غړي وو. کېدى شئ فساد او ظلم یې نه وی کړئ، خو د داسې نظام څخه چې په پښتو ژبه له ډاره چا خبري نشوي کولى او هره ورځ د پښتنو جنازي خاورو ته سپارل کیدي د څه په معنى دئ او خپل موجودیت او کار څنګه توجیه کوئ؟ د نوموړي شخصیت او کورني ته په ټول درناوي باید اووایم چې ځه ته او الله ج، ایا محب د امنیت شورا د مشاوریت او ښاغلي میاخیل صاحب تاسو د وزارت دفاع مقام لیاقت او کفایت درلود؟ قضاوت دی لوستونکي وکړئ. زه د شخصیت کشي اراده نه لرم خو له واقعیتونو څخه سترګي پټول د ملت سره جفا ګنړل کیږئ. تاسو د کتابونو او نورو انفرادي لیکنو یادونه کړي. که دغه یادونه مو د ناکام او منفور جمهوریت ته د حقانیت په نیت کړي وئ نو ځمکنې واقعیتونه بل ډول داستان بیانوي. او که یادونه مو ځان ته د خپل موقف د ترلاسه کولو او د دفاع وزارت د مقام پر مسند د کیناستو د کفایت او درایت درلودلو په نیت وئ ، نو واقعیت خو دا دي چې د تا تر قیادت لاندې قطعات په دوه اونیو کې نه یوازې د دفاع جوګه نه سول بلکې داسې وپاشل سول چې خلک یې په ټوقو کې د مسخرو په نیت یادوئ. خو زه یوه پوښتنه لرم، تاسو پرون له ټولو امکانات سره سره څه وکړل چې، نن یې په تش لاس او خبرو غواړي تر سره کړي چې مطلوب هدف ته ورسیږئ؟ ما دا اوریدلي چې مجازي لیکنې او تخیلي نظریات ښه دي خو تر څو چې عملي کار ورته ونه شئ، د دیوالونو تر شاه د عیش او عشرت په چاپریال کې مطلوب نسي کرزیدلي. د ټرلیب څپ وهل عملي کار او قرباني غواړي کومې قرباني ته چې نه ته اماده یې او نه هم زه. هغه متل دى چې وایې ” بزک بزک نه مر که جو لغمان برسد”. خو زه بیا دا وایم چې،
    څو د وس رسي په لوى دریاب کې لامبو
    په ویاله کې د زوال وینم نهنګه.
    دا وو ستاسو نظریاتو ته زما کلام.

  7. ښاغلی میاخیل صاحب د خپل لیاقت او ښو اخلاقو په مرسته د موسیساتو ډایرکتر یا ریسس په صفت په ډیرو سختو شرایطو کی خپل
    زوریدلی اولسونو ته کار کړیدی، په ډیر لوړ معاش یی کار کاوه، خو د جمهوریت په اواخرو کی حکومت د نوموړی حخه خواست وکړه، چه دحکومت سره کار وکړی. کوم معاش چه موسیساتو ورکولو د هغی څخه د حکومت معاش ډیر کم وه.

    کله چه میاخیل د ننګرهار والی وه. د اشرف غنی په امر د ډیر کم وخت لپاره سرپرست دفاع وزیر شو (د دفاع وزیر پوست سیاسی دی، او د لوی درستیز پوست مسلکی ) دی.
    ښاغلی میاخیل خپل څلور سکه ورونه (دوه د شورویانو په وخت، یو د امریکایانو لخوا او بل یی د طالیبانو د دوهم ځل راتګ سره چه طالیبانو په کابل کی ژوندی ونیو او وروسته یی په ګولیو لګیدلی لاش خپل ټاټوبی کی د خبلوانو په لاس خاورو ته وسپارل شو) خو بیا هم میاخیل صاحب خپل استقامت د لاسه نه دي ورکړی او په دیی فکر دی چه د افغانستان کشاله او لانجه په جنګ نه بلکه په خبرو خلاصیږی، او ټول افغانان د ملی وحدت په چوکاټ کی خبرو ته رابولی نه جګړی ته.
    اخرنی خبره داده چه میاخیل صاحب په فساد او خیانت کی لاس نه لری او ډیر پاک او به افغانستان مین سړی دی.مننه

  8. د افغانستان تاریخ په وینو لیکل شوي، په داسې هیواد کې له جابرو مظالمو څخه په سوله ایز ټوګه د حق غوښتل اشتباه ، خیال او محال دئ. زه یو اصل منم او هغه دا چې، حق اخیستل کیږئ. حق په زاریو، ننواتو او مرکو څوک چاته نه ورکوئ. ټرلیب به څپ وهئ که واک غواړي او که نه قصه د ټولو مفته دئ. ټرلیب د میاخیل غوندې خلکو په خبرو پیاز هم نه خورئ.

  9. درنو وروڼو !
    انسان کله سهوا یا عمدا خطا کوی،نفس ،شیطان ، حب مال او کرسی،روابط،ناقص تربیت ،محیط،خاین مشران او امرا،ناقص تعلیمی نصاب،فساد علما،د دین نه ناقص او غلط برداشتونه او ځینی نور هغه عوامل دی چي سبب د ګمراهی او خطا ګرځی ؛نو غیر له پیغمبران ع نه بل څوک معصوم نشی کیدی .
    پر یو بل وردانګل او کارآمد خلک بیا خصوصا مومن او عالم سره بی احتیاطی زموږ سطحیتوب او تل نور سپکول ښیی ،لکه خالد حنفی چي کله دوی هم خیال کوی ٬طالبانو ۹۰ سلنه فساد او فحشا کمه کړی . دا جمله کاملا غلطه بی بنیاده،غیر عاقلانه،جاهلی خیال او د هغه چا خبره ده چی مومن مجاهد ملت ورته سپک ښکاری او دا ډول جفن د اجنبیانو د دستور بوی ورکوی .
    موږ باید ملت جوړونه ،اخوت ،احترام متقابل ،د خیر او اصلاح خبره او لورینه تل پام کی وساتو او خیالونه به پریږدو خیالیګرو ته چي ثمره یی مظلوم ملت باندی تحمیل شوه خلاصه زموږ دکار محور باید اصلاح او وصل وی نه فساد زیاتول او فصل . ورنه ملت جوړونی ته بیاهم څه نلرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب