شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ایران او پاکستان اعلامیه؛ پر افغانستان تورونه او شانګهای کې یې...

د ایران او پاکستان اعلامیه؛ پر افغانستان تورونه او شانګهای کې یې د ګډون ملاتړ

تاند: ( ۴ شنبه، د ثور ۵ مه) پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر په پای کې د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت ادعا شوې او په اړه یې اندېښنه ښودل شوې.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې د ادعا شویو دغو ترهګرو ډلو حضور د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر دی.

پاکستان او ایران په دې برخه کې د ګډو هڅو ژمنې کړي، خو نه یې دي ویلي چې په دې تړاو به څه وکړي؟

 د افغانستان د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو په دې اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د پر امنه، متحد او خپلواک افغانستان ملاتړي دي.

د دوی په وینا، د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره په شانګهای سازمان کې د افغانستان د شاملیدو لپاره هم هڅې کوي.

ایران او پاکستان دواړه له وخت پر وخت ترینګلو اړیکو سره- سره په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم له نږدې متحدینو دي او په بیا واک ته رسولو کې یې رول مهم ګڼل کیږي.

د طالبانو رژیم د دوی تازه اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو عموماً ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې ترهګرې ډلې د کوم هېواد پر ضد استفاده کوي یا افغان خاوره کې حضور لري.

2 COMMENTS

  1. پاکستانه تا خو د ایران سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ او بیرته به یې لغوه کوې ځکه پلار دې امریکا وویل چې هر چا د ایران سره سوداګري وکړه په هغوی هم بندیزونه لګوي او ته خو غرق یې په قرضونو کې یو بندیز ته هم د ټینګې نه یې.

  2. پاکستان او ایران دواړه د څمڅیرې خاصیت لري، چا ته سر ښکاره کوي او چاته لکۍ. دا امکان نه لري چې پنجابیانو له امریکااو انګلیس نه اجازه نه وی اخیستي. د تعجب خبره دا دي چې ، څو زره کسان د اته بیلیونه انسانانو په سر لوبي کوئ او ټول ورته په رڼو سترګو ګوري او څه نسې کولى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب