پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ګوښه شوی واکمن | عبدالوکیل سوله مل

ګوښه شوی واکمن | عبدالوکیل سوله مل

 عسکري موټر د آمو سیند پر غاړه د وچې دښتې په هغه وړه برخه کې ودرېد، چې په څو لویو ونو پوښل شوې وه. لوړ دنګ سړی ترې ښکته شو، فوځي ډګري درېشي یې اغوستې وه. هوا ګرمه وه، له ځمکې تپ خوت. باد به هره شېبه دوړې او ګردونه هوا ته الوځول، د دغو څو ونو او وچې شګلنې ځمکې په منځ کې د لرګیو څو ابادو ودانیو سیمې ته د کوچنی کلي بڼه ورکړې وه. په دغه واړه کلی کې دوه کانتینرونه داسې اېښيودل شوي وو چې سرونه یې یو له بل سره تړلي وو. کنتینري ودانۍ له ګرمېدو څخه د ساتنې په‌پار، په لرګیو پوښل شوې وه. په بام یې ګلان کرلي وو، ګلانو او د ونو څانګو بام په ښایسته باغ بدل کړی و.

جنرال د اوږده ګرم کانتیر په دراوزې ننوت. په دهلیز کې سره غالۍ غوړېدلې وه. څراغ روښانه و، دېوالي پکي تبجنه هوا شیندله. جنرال له لومړی دهلیز دویم ته ور ننوت، دویم د لومړي په پرتله روښانه و. لویو کړکیو یې سپینه رڼا خونې ته ښه ورننویستې وه.

پر کړکیو ژیړه پرده ځړېدله او د لمر د وړانګو مخه یې نیوله. د خونې په یوه څنډه کې زوړ اوسپنیز چپرکټ اېښی و، نصواري کمپله پرې غوړېدلې وه، د چپرکټ ترڅنګ وړوکی مېز و، یوه ښایسته قلمداني او «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» کتاب پرې اېښي ول. چپرکت ته مخامخ درې چوکۍ وې، له چوکیو سره نږدې په وړه المارۍ کې د څو کتابونو ترڅنګ لویه روسي رادیو هم اېښې وه.

له لویې کړکۍ سره یو ناروغ او ناتوانه سپينږیری ولاړ دی، سپینږیری د آمو سیند مستو څپو ته ګوري، لګولی سګرت ېې کلک په لاس کې نیولی دی ،د سګرټ له هر کش سره له خولې پرله‌پسې لوګی وباسي. جنرال ور ننوت، غوښتل یې رسم تعظیم وکړي، خو چې ويې لیدل چې سپینږیري له کړکۍ دباندې دسیند په ننداره بوخت  او په فکرکې ډوب دی، پښه نیولی شو، تابه ویل چې پیر یې دی او دمګړۍ په ریاضت بوخت دی، تر هغې چې د هغه پام نه و وراوښتی سوڼ یې هم له خولې ونه ویست.

ذهیر او ناتوانه بوډا چې دلاس رګونه ېې له ورایه ښکاري په لړزانده لاسونو د سګرت وروستی لوګی هم سینې ته کش کړ، مخ یې ور واړاوه، په خوله یې نرۍ موسکا وځلېده، جنرال ټک سلامي ووهله، د احترام په‌پار یې دواړه لاسونه پر سینه کېښودل، کړوپ او بېرته نېغ ودرېد. بوډا چې د سینې درزا یې خته او پرله‌‌پسې ستمیده، خپل مېز ته ور  وګرځېد، جنرال ته یې ښه راغلاست ووایه، د میز ترڅنګ اېښې چوکۍ ته یې لاس ونیو:

ـ مهرباني وکړئ،کېنئ!

جنرال کېناست، عسکري خولۍ یې له سره لیرې کړه، پر میز یې کېښوده، بوډا ته یې مخ ور واړاوه:

ـ راغلم چې پوه شم، څه شي ته اړتیا لرئ؟

بوډا مخامخ المارۍ کې ایښو کتابونو ته سترګې ونیوې ،پر میز پروت کتاب – چې له نیمایي زیاته برخه یې لوستې وه – په ریږدېدلو لاسونو ور واخیست.

ـ کتابونه!

بیا یې د کتابونو المازۍ ته اشاره وکړه:

ـ هلته په المارۍ کې د مارکس (کاپیټال) هم شته، خو پوهېږې ولې اوس خپل ځان او خپل تاریخ راته مهم دي؟

جنرال نورهم دده خبروته فکرکې لاړ، ده زرخپله خبره د خپلې پوښتنې په ځواب بشپړه کړه:

 ـ ځکه چې موږ د ځان او خپل تاریخ په ځای د نورو هغه لوستل،

سرېې وښوراوه او په هیوادکې د روانې کورنۍ جګړې په باب ېې اندیښنه وښوده :

ـ چې نن سبا مو دا حال دی.

ورپسې یې د جنرال پر اوږه ریږدېدلی لاس ورکېښود:

ـ موږ باید له پرون څخه زده‌کړه وکړو، هغه ګوندونه او ملتونه چې ځان ونه پېژني او د ځان پرځای ځانونه د نورو په مطالعې بوخت وساتي، هېڅکله به یې د خپلې بقا او پرمختک رنګین خوبونه په واقعیت بدل نه شي.

جنرال په فکر کې لاړ، د سپینږیري خبرو لکه د یو لوی پېشوا خوند ورکړ، کتاب ته او بیا یې بوډا ته وکتل، په کتاب یې لاس کېښود:

ـ کتابونه څه چې د کتابتون غم مو درته خوړلی، سبا د دې ودانۍ ترڅنګ بل کانتینر ږدو، المارۍ هم تیارې دي، او کتابونه هم.

د بوډا سترګې وځلېدې، جنرال له جیبه د یاداښت کوچنۍ کتابجه او قلم وویستل:

ـ بل؟

بوډا په شونډو ژبه تېره کړه، پر مېز د اېښي سګرټو ډبلي ته یې خوارې سترګې ونیوې،  لا یې خبره له خولې راوتلې نه وه، چې جنرال پرې وار ړومبی کړ، لکه د ده د زړه خبره چې یې اورېدلې وي، د سګرټو ډبی یې پورته کړ:

ـ سګرټ په ګورزنو!

بوډا ځان په چوکۍ کې ښه تکیه کړ، پر شونډو یې موسکا وځلېده ، خوله یې چینګه وینګه شوه، غوښتل یې بل فرمایش او غوښتنه جنرال ته ور واوروي، خو زړه یې یادولو ته نه ښه کاوه، لکه شرمېږي چې، جنرال په لاس کې نیولی قلم لیکلو ته چمتو کړ:

ـ ووایئ صاحب چې یاداښت یې کړم؟

د بوډا خوله بیا لاړه او راغله، له چوکۍ ولاړ شو، لاسونه یې پر مېز کېښودل:

ـ شراب څنګه؟

وشرمېد، د جنرال غبرګون ته یې غوږونه څک کړل، جنرال لکه چې بې ځوابه و، خو دی پخپله غوښتنه ټینګ ودرید:

ـ خو ګوره له ودکا مې کرکه کېږي، یوازې ویسکي.

د جنرال سترګې بقې راووتې، اوږې یې وښورېدې، بوډا وخندل:

ـ بلې ویسکي، پوهېږې زه اوس امریکايي سیګرټ هم په روسي اورلګیتو نه بلوم.

جنرال لکه خوب یې چې یوسي، په چرت کې لاړ، خپلې ماضي ته ستون شو، خپلې تنکۍ ځوانۍ ته تم شو، هغه ورځ وریاده شوه، چې د حربي پوهنتون  په لومړي ټولګي کې و، او د بوډا مطبوعاتي کنفرانس یې په تلویزیون کې لیده، د بوډا هغه جمله ورياده شوه چې په کنفرانس کې یې د یوه خبریال پوښتنه ځواوبوله، هغه صحنه یې مخې ته ودرېده، چې بوډا په روسي اورلګیت آمریکايي پيړ سګرت ولګاوه او په خندا یې وویل: زه تل آمریکایی سګرت په روسي سګرت بلوم.

د سګرټو ډبلی یې بیا راپورته کړ:

ـ پوهېږئ، ولې مې سګرټ ښه راځي

جنرال د ناخبرۍ په‌پار سر وخوځاوه، ده وویل:

ـ ځکه چې اعلیحضرت ظاهرشاه څکول، هغه چې په اسیا کې تر ټولو مترقي او دیموکرات پاچا و.

جنرال چې د ده خبرو ته غوږ و او د ده هره خبره یې په غور اورېده، په ورو له خولې ور ووتل:

ـ هر څه به وشي، خو ملګرو په تاسو د شرابو بندیز لګولی.

بوډا په څوکۍ کې نېغ شو:

ـ ولې؟

ـ ځکه چې ناروغ یاست، دا داکټرانو توصیه ده او بل که مجاهدین….

د مجاهدینو په اورېدو یې تندی تریو شو، غوسه ورغله، د جنرال خبره یې په ستوني کې ور وچه کړه:

ـ که مجاهدینو ته مو خبره لاړه، نو بیا خو باید له کتابونو هم لاس ومینځم، د هغوي خو له کتابونو هم بد راځي، بیا نود کتابتون پرځای راته هم یوه مدرسه دلته پرانیزئ چې ګرده ورځ پکې قران تلاوت کړم.

جنرال لکه بې ځوابه چې شي او یا د بل لوی جنرال پر وړاندې  لویه تېروتنه وکړي، غلی شو، سر یې بې‌واکه ځوړند شو. بوډا مخامخ لویې کړکۍ ته ته وکتل، خو ژر یې مخ بېرته جنرال ته وګرځاوه:

ـ ښه دا راته ووایاست، چې څنګه مو دا ځای راته غوره کړی؟ سیند ته مې ګوزاروئ، که بېرته مې مسکو ته ور اړوئ؟

جنرال لکه له خوبه چې راکېني، جټکه وخوړه:

ـ خدای دې نه کړي دا څه وایاست! هسې ملګري وایي که په شمال کې د شمال ټلوالې  واکمني ولړزېږي او له زوال سره مخ شو چې بیا مو هغه خوا ور واړو.

بوډا لکه ډز چې پرې وشي، مېز پر سوک وواهه، د نارضایتۍ چیغه یې پورته شوه:

ـ نه، نه… له هغه ځایه مې کرکه کېږي، پرېږدئ چې همدلته مې ساه ووځي!!!

جنرال ته خوارې  سترګې ونیسي، مرۍ یې له غرېوه ډکه شي ،په ژړا ووایي:

ـ پوهېږې، ما د دې هېواد د پرمختک او د دې غیور ولس د سوکالۍ لپاره څه ونه کړل!؟  زندان مې وګاله، د پلار دښمني مې واخیسته،

بوډا په یوه ساه په منډه د خپل ژوند لیک ټول کتاب د جنرال په وړاندې ولوست ، دا چې څنګه ېې د خپل حزب په جوړیدو کې رغنده برخه واخیسته او څه په میړانه ېې د وخت د حکومتونو په ضد په پارلمان کې د عدالت چیفه پورته کړه ، او بیا څنګه اړوت چې د شوروي اتحاد سره د سره پوځ راتګ ته غاړه کیږدي ، او که دا سې ېې نه وای کړي ارتجاع او امپریالیزم به هیواد خدایزده له څومره ګړنګونو غورزولی وای ،ګوند به په څوټوټو ویشل شوای وای او حفیظ الله امین به څومره ګوندیان اعدام کړی وای .

جنرال چې د ده په ژړا یې پخپلو سترګو کې هم اوښکې ډنډوې، سر وخوځاوه:

ـ پوهېږم صاحب، خو اوس بله لارنه لرو، خو تاسو ته ډاډ درکوم چې شمال به په ټول هېواد واکمن شي.

ده راڼه ور وکتل، بېرته یې په چوکۍ کې ډډه ولګوله:

ـ ولې داسې فکر کوئ، د ډاډ اساس مو څه شی دی؟

جنرال په لاس کې نیولې د ياداښت کتابچه او قلم پر مېز کېښودل:

ـ ځکه هغوی چې اوس په کابل حاکم دی، هغه ځنځيری سپي دي چې له ځنځیرونو راخلاص شوي او یو بل خوري.

بوډا سر وخوځاوه:

ـ دا خو ده، خو پوهېږې چې د دوی د بري په دې معجزه کې زموږ د ګوند ځیني ملګري او فرکسیون هم ګډ دي او د ګنا لوی پېټی ددوی پر اوږو هم پروت دی.

بوډا اوږده ساه وویسته، په فکر کې لاړ، خو بېرته ژر په خبرو راغی، سینې ته ېې لاس ونیو:

ـ په دې برخه کې ما ته هم ډېری ملګري ګوته نیسي، خو دوی نه پوهېږي چې ما د یو واحد ګونداو واحد دریځ په برخه کې څومره ګوندیانو ته ځولۍ وغوړوله، خو هېچا مې خبره وانه ورېده.

جنرال په خبرو کې ور ټوپ کړل:

ـ خو غم مه کوئ دا حزب به بېرته راټولېږي او بېرته به د واک پر ګدۍ هم کېني، ګوند بله چاره نه لري، زموږ مخ ته دوه  انتخابه دي، یا د زوال او یا د یووالی، یا به یوکېږو، ګېني ورکېږو.

 بوډا غلی شو، سر یې ټیټ ونیو، له ژور فکره وروسته یې بیا سر پورته کړ، د لاسو مټې یې پر میز کېښودې، ګوتې یې يو په بل کې ومنډلې:

ـ ای کاش بیا د دې هېواد او ګوندمشري په غاړه واخلم. تاسو به بیا وګورئ چې څنګه دا هېواد په خپلو پښو دروم…

جنرال ودرید  ، ډاډ یې ورکړ:

ـ تاسو بې غمه اوسئ، موږ خو پاڅون د همدې لپاره کړی.

د بوډا ټنده وغوړېده، وې پوښتل:

ـ وړاندې څه اراده لرئ؟

ـ لومړی په ټول شمال واک ټینګوو، خو مرکز مو هم له پامه نه دی غورځولی.

د بوډا غږ لوړ شو:

ـ مرکز باید له پامه ونه غورځوئ!!

جنرال ډاډ ورکړ:

ـ همدا اوس مو په مرکز کې له هر چا د ځواک حضور تر ټولو پیاوړی دی، ستاسو په محور راټولو مشرانو لارښوونې ته سترګې په لاریو چې کله په ارګ د برید امر راکوي.

بوډا سر دنفې په بڼه وخوځاوه:

ـ نه نه نه… چې دا کار ونه کړئ، بېړه د شیطان کار دی، پرېږدئ دوی پخپلو کې یو بل سره وخوري. د تاریخ ټولې ماتې له خپلو پیلېږي، موږ هم دوی نه یو مات کړي، موږ پخپله د خپلې ماتې سبب یو، پرېږدئ چې دوی خپلمنځي جګړه کمزورې او له پښو وغورځوي.

جنرال دلیل راوړ:

ـ خو صاحب د دوی په یو بل څملولو او خوړلو کې به کابل په بل مخ واوړي، اوس هم ډېری ودانۍ نړېدلې دي. که د جګړې او ګذار نوښت په لاس کې وانخلو ښايي کابل له وګړو تش او په یوه خالي دښته واوړي.

د جنرال دلیل یې په زړه کېناست:

ـ دا خوده، نو د برید لپاره مو طرحه سنجولې ده؟

ـ هو صاحب!

ـ څنګه؟

ـ له جنګېدونکو ډلو له ځینو سره په ګډه یوه جبهه جوړو.

بوډا له لاسو ټکها وویسته:

ـ ښه افرین! نو زه یې څنګه په ناخبرۍ کې پرېښی یم؟

ـ ځکه چې تاسو اوس په ډېر عاطفي انسان بدل شوي یاست، د جګړې او وینو د توېدو په خبرونو او طرحو مو نه غواړي درپېښه ناروغي لا ژوره کړي.

سپینږیري ژر په خبرو کې ور ټوپ کړ، د جنرال پر ولي یې لاس کېښود:

ـ زه له پخوا عاطفي او زړه‌سواندی انسان وم، پوهېږئ ما د انقلاب په ورځ څومره خواري وکړه چې داودخان ونه وژل شي، که له ما چا په هغه ورځ پوښتلي وای، ما به هېڅکله د هغه خونړي پاڅون مشوره نه وای ورکړې.

ـ ځکه خو له داسې مرګونو شېبو روغ هم وځئ، دا مو د ښه نیت او انساني زړه برکت دی.

بوډا خوشاله شو، د جنرال خبره یې تصدیق کړه:

ـ پوهېږئ ولې؟ ځکه هغوی چې په مرګ او قهر انقلابونه پیلوي او د نورو په وژنه د واک په ګدۍ کېني، پخپله هم په ورته برخلیک اوړي.

بوډا غلی شو، بله اندېښنه ور ولوېده:

ـ ښه نو د بري په صورت کې به د امپریالیزم له دغو مزدورانو او ارتجاع بیا څنګه ځان خلاصوئ، په دې هکله مو کله فکر کړی؟

د جنرال سترګې وځلېدې، بې‌واکه یې پر سینه لاس کېښود:

ـ غم  مه کوئ، په هر څه ژور فکر روان دی، چې یو ځل مرکز ونړو، د هغوی پاشل او څملول آسان دي، دوی اوس امپریالیزم ته هم بې اعتباره شوي، نور لاس نه ورکوي.

بوډا له چوکۍ د مېز مخې ته سر ور وړاندې کړ:

ـ ملګري څه وایي چې په مرکز کې به تم کېږي او که ختیځ او جنوب ته به مخکې ځي.

جنرال غلی شو لکه د دې پوښتنې ځواب چې ورته ستوغ وي، خو ژر یې وویل:

ـ د جنوب او ختیځ پلان هم په پام کې دی، خو زموږ په غورځنګ جنوب او ختیځ لږ څه بې باوره شوی دی.

بوډا شونډه په غاښونوکې ونیوه، تندی یې تریو شو:

ـ څنګه به نه بې باوره کېږي، تاسو د دې لویې جغرافیې د وګړو په سپکاوي کې څه ونه کارول.

ـ داسې خو ده، خو د دې ریښه په تاریخ کې ده، ډېری ملګري فکر کوي چې د دوی عنعنوي واک باید محدود شي او که دا کار ونه شي، موږ به هېڅکله له خپله منځه خپل حاکمان ونه لرو.

بوډا جنرال ته ښه شېبه ځیر شو، بیا یې وویل:

ـ دې کې شک نشته چې د دې عقدې ریښه تاریخي ده، خو دا به یوه لویه تېروتنه وي که څوک د څو کورنیو د واکمنۍ تاریخ د هغه له قوم او وګړو سره وتړي. د ختیځ او جنوب وګړي هم د شمال د وګړو په څېر مهربان، پاک‌زړي او وطنپرست دي… د دې ریښه په طبقاتي نا انډولۍ کې ده، د کومې د مساوات لپاره چې موږ ګوند جوړ کړ.

جنرال چې د ده خبرې لکه د یوه پېشوا په غور اورېدې، په خپلو لویو بریتونو لاس تېر کړ، په خبرو کې ور وولید:

ـ نو اوس خو داسې يوې بې‌باورۍ شکل نیولی، په یوه واقیعت بدله شوې.

ـ بس د دې لپاره باید لاس په کار شو، تاسو پوهېږئ، زموږ د ګوند ډېر تکړه ملګري د همدې جنوب او ختیځ دي، له ټولو ډېر زړور او پیاوړي سیاسي مشران او جنرالان مو د همدې سیمې دي.

جنرال پوښتنه وکړه:

ـ نو څنګه دا باور بېرته خپلولی شو؟

ده ځانته لاس ونیو:

ـ کله مو چې مو په کابل کې پښې خښې شوې او په ارګ ننوځئ، دا بیا ما ته پرېږدئ، زه ساده نه وم چې خپله لور مې د لیکې پورې خوا ته یوه پښتون ته ورکوله… موږ نه یوازې باید د دې جغرافیې د وګړو باور راخپل کړو او بېرته د واحد افغانستان واګې په لاس کې واخلو، بلکې له لیکې پورې غاړې پښتانه هم باید را نږدې او ملګري کړو.

مخ یې وړاندې ور نږدې کړ:

ـ پوهېږئ ولې؟

پرته له دې چې له جنراله د خپلې پوښتنې ځواب واوري، خبره یې وغځوله:

ـ ځکه چې د دې ریښه هم په تاریخ کې ده، د دغو مېړنیو قومونو له مرستې پرته استقلال ناشونی و، د دوی له مرستې پرته د حبیب الله کلکاني او د نادر خان بری ناشونی و.

جنرال چې د سر په پرله‌پسې ښورولو یې د ده په خبرو د تصدیق مهر لګاوه، وویل:

ـ صاحب، څه فکر کوئ که موږ په ټول افغانستان واکمن شو، ایا ممکنه ده چې امپریالیزم به بیا راته ارتجاع راونه پاروي، اوس خو نو هغه دی شوروي هم ړنګ دی.

ده بیا اوږده ساه وویسته:

ـ امپریالیزم یو واقیعت دی، موږ اړیو چې د دې نړیوال شیطاني ځواک سره د همکارۍ په یوه تړون فکر وکړو.

جنرال په چوکۍ کې وخوځېد، اوږې یې وښوریدې، لکه کومه نادره چې واوري:

ـ له امپریالیزم سره په نوی تړون!؟

ـ هو، تر هغې چې افغانستان پخپلو پښو نه وي درېدلی، موږ اړ یو چې یوه نه یوه خوا ونیسو… خو پوهېږې، زه دا ځل غواړم یوازې مطلقه داخلي خپلواکي ولرم.

ـ یعنې غواړئ د امیر عبدالرحمن تاریخ تکرار کړئ

ده پر میز لاس کېښود، سر یې وخوځاوه:

ـ دا سمه ده چې عبدالرحمن مستبد واکمن و، خو هوښیار هم و او دا هرڅه یې د هغه وخت شرایطو ته په کتلو کړي، دا یې مجبوری وه، هغه په دې پرېکړې او تړون نه یوازې د خپلې واکمنۍ بقا تظمین کړه، بلکې د هېواد یوالی او جغرافیه یې وژغورل.

له جنرال یې لکه د تاریخ ښوونکی بیا وپوښتل:

ـ پوهېږئ ولې؟

او پرته له دې چې بیا د جنرال د تاریخ پوهه و ازمایي پخپله يې خپله پوښتنه ځواب کړه:

ـ ځکه که داسې یې نه وای کړي، اوس به نننی افغانستان څلور ټوټې او څلور هېواده وای.

ـ ښه!

ـ سمه ده چې عبدالرحمن ظالم او دیکتاتور و، خو دومره زما له روسانو کرکه نه کېږي، څومره چې د ده له انګرېزانو کېده… مجبوري بده وي!

جنرال ته پوښتنه پیدا شوه:

ـ نو تاسو څه وایاست، که بیا زموږ ګوند واګې په لاس کې واخلي، موږ به څرنګه سیاسي نظام ولرو؟

ـ زه به دا ځل په رښیني معنا یوه سوسیالیستي ټولنه جوړوم او چې کله مو طبقاتي ستم له منځه یوړ او په عدالت متکي نظام مو په پښو ودراوه او بشپړ مو کړ، بیا به د بشپړې خپلواکۍ لپاره د ملي پاڅون طرحه جوړو.

بوډا چې ستونی یې وچ او لاړې یې نه تیرېدې، پر مېز اېښی د اوبو ګیلاس ور پورته کړ، په سر یې واړاوه، شېبه پس یې زیاته کړه:

ـ زه خوسپینږیری یم او په نږدې راتلونکې کې دا شونې هم نه ده….

جنرال ژر په خبرو کې ور ولوید:

ـ نو تاسو وایاست چې بیا به یو بل آمان الله راپیدا شي او د بشپړې خپلواکۍ جنډه به پورته کړي؟

ده یې وړاندوینه تصدیق کړه او ډاډ یې ورکړ:

ـ هو دې کې هېڅ شک مه ګڼه دا ما ټریالیزم ديالیکتیکي قانون دی، دا به هرو مرو کېږي، خو وخت به نیسي.

په جنرال لکه په یوه لویه جګړه کې چې د بری او فتحې زیری وشي دا خبره ډېره ښه ولګېده، بې‌واکه له ځایه پورته شو، عسکری سلامي یې ووهله:

ـ بس موږ ستاسو عسکر یو، څه چې تاسو وایاست موږ هغه کوو، چې بېرته همداسې هدف ته ورسېږو!!

بوډا هم له ځایه پورته او ودرېد، جنرال یې کلک په غېږ کې ونیو، ښکل یې کړ، بېرته کېناست، په شرمېدلي انداز یې په خوشالۍ وویل:

ـ بس چې داسې ده، د داسې یوې ښې راتلونکې او لویې پېښې په‌پار نو اوس یو بوتل راوړه چې سرونه ګرم کړو.

جنرال بیا تیارسۍ ودرېد، لویه سلامي یې ووهله او په لوړ آواز یې وویل:

ـ په سترګو صاحب!!

بوډا لاس ور اوږد کړ، خو مخکې له دې چې له بوډا سره مخه‌ښه وکړي، بوډا وویل:

ـ د کتابتون په کتابونو کې د لایق شعري ټولګې هم مه هېروه.

د جنرال سترګې سپینې وځلېدې، هک پک شو، ځکه د دواړو له ناوړه مناسباتو ښه خبر و، د بوډا په شونډو موسکا خپره شوه:

ـ پوهیږم چې حیران شوی به یې، دا سمه ده چې موږ د یو بل ښه نه اېسو، خو د هغه اشعار زموږ د لوی ملت او زموږ د ویاړلي ګوند روح او ویاړ دی.

جنرال پر سینه لاس کېښود، ټیټ شو، بېرته ودرېد او له کوټې ووت. بوډا هم پاڅېد، د سګرټو له ډبي یې سګرت راوکیښ، لویې کړکۍ ته ودرېد، خو مخکې له دې چې په لاس کې نیولی سګرت ولګوي، بېرته وګرځېد، المارۍ ته ودرېد، ټیپ ته یې د انقلابي ترانو او وطني سندرو کسټ واچاوه. بېرته راغی سګرت یې ولګاوه، د آمو سیند مستو څپو ته ځیر شو، په ټیپ کې دا ترانه چالانه شوه:

ـ دا وطن ودان وطن، دا د لوی افغان وطن

دا په موږه ګران وطن

خاوره د غیرت ده زلزلې لري، توپان لري، غرونو کې بازان لري

ستا په لویو غرونو کې؛ شور یې په سیندونو کې؛ مینه یې په زړونو کې

د آمو څپاند سیند ته ځیر شو، شاوخوا یې نظر وځغلاوه، فکرونو واخیست، په ګونځې مخ یې د اوښکو څو څاڅکي یو په بل پسې ورغړېدل.

یدینګ ـ لندن

د ماښام نهه بجې

د ۲۰۲۱میلادی کال د مارچ ۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب