Homeخبرونهکابلوف: د دوحې ناسته د لویدیز د ناسم دریځ له امله بې...

کابلوف: د دوحې ناسته د لویدیز د ناسم دریځ له امله بې پایلې شوه

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له “ټاس” سره په خبرو کې ویلي، چې په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وروستۍ غونډه د لویدیزوالو د ناسم دریځ له امله مثبته پایله نه لرله.

کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دوحې ناستې د افغانستان د وضعیت د هواري لپاره ښه امکانات رامنځته کړي، وویل: نه، داسې نه وه.

د پوتین ځانګړي استازي د دې په څرګندولو سره چې روسیه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د هڅو هرکلی کوي، وویل: ګوتریش هڅه کړې چې د افغانستان په اړه زموږ له سیمه ییز ټیم سره د لوېدیځ وېشل شوي کمپونه متحد کړي.

کابلوف دې ته په اشارې سره چې د سیمې او لویدیځ هېوادونه د افغانستان په اړه د نه پخلاینې وړ اختلافونه لري زیاته کړه: موږ د سیمې هېوادونه لکه روسیه، چین، ایران، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند په دې باور یو چې لومړیتوب باید په افغانستان کې د ټول شموله مشرتابه رامنځته کول وي.

هغه ټینګار وکړ چې د داسې جوړښت رامنځته کول به په افغانستان کې د نورو مهمو مسلو لکه د ښځو د حقونو په حل کې مرسته وکړي.

د پوتین ځانګړي استازي همداراز څرګنده کړه: په عین حال کې باید له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې مسایل چې ډېر مهم دي، هېر نه کړو.

نوموړي د افغانستان په اړه د لويديځ پر دغې تګلارې نيوکه وکړه، چې وایي طالبان بايد لومړى حقوقي مسايل حل کړي.

کابلوف زیاته کړه، دغه اختلافات په دې شرط حل کېدای شي، چې سیمه‌ییز دریځ د لوېدیځ پر وړاندې غالب شي.

دغه دیپلومات زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې ټولو مسایلو پوه شوی او وړاندیز یې کړی چې په نږدې راتلونکي کې بیا سره وګوري ترڅو د ګډې تګلارې د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...