Homeسپورتد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې عربي امارتو ته ماتې ورکړه

د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې عربي امارتو ته ماتې ورکړه

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د افغانستان د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې د خپلې پنځمې لوبې پر مهال د عربي محتده  اماراتو هیواد ملي لوبډلې ته ۷۰- ۵۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د پارالمپک آسیا جام مقدماتي سیالۍ دا مهال د ټایلنډ هېواد په کوربتوب د نهو اسیایي هیوادونو ترمنځ روانې دي، چې افغان لوبډلې پکې پرلپسې پنځه لوبې ګټلې دي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې د کويټ، هانګکانګ،  فلیپین او  چین‌تایپه هیوادونو ملي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه، چې په دې سره یې د دې جام پایلوبې ته د لار موندنې ترڅنګ د اسیایي پارالمپیک سیالیو ته هم لار وموندله.

افغان لوبډله به نن خپله وروستۍ یا هم د اسیا جام مقدماتي سیالیو فاینل لوبه د کویټ هیواد پر وړاندې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...