شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد امریکا کنګره د افغان ښځو د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه...

د امریکا کنګره د افغان ښځو د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړوي

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر “مایکل مکېل” د دغه هېواد له استازو وغوښتل چې افغان ښځو سره د طالبانو د روان چلند په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.

ټاکل شوې دا غونډه راتلونکې چارشنبه په واشنګټن ډي سي کې جوړه شي.

تېره اوونۍ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې “سیګار” خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان په نادولتي موسسو کې ښځې و نه ګمارل شي، امریکا به په دغه هېواد کې خپلې ځینې مرستې او پروګرامونه وځنډوي.

دې ادارې ټینګار کړی چې طالب رژیم باید د ښځو پر کار بندیز لغوه کړي او د بشري مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

سیګار ویلي چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو له پرېکړې وروسته چې په غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، یوه امریکايي بین الدولتي موسسه د یوې داسې پروسې په اړه څېړنه کوي چې له مخې یې که مېرمنې د مرستو په رسولو کې برخه نه شي اخیستی، ځینې امریکايي په افغانستان کې به پروګرامونه وځنډول شي.

د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د ښځو او نجونو کار او زده کړې تر بلې خبرتیا ځنډیدلي دي.

دوی د خپلو دغو افراطي پریکړو دلیل نه دی په ډاګه کړی، خو په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

1 COMMENT

  1. ددې ښځو بلا دې پر دې مردارخورو وحشیانو وګرځي دوی د بشرې جنایت د فرخندې د وژلو‌ او د ښځو د تعلیم د حقوقو د غضب او نه ورکول په اساس باید محاکمه شي ملا هیبت الله جاهل او ملګري یې اعدام شي او یو ټولواکه دیموکراتیک دولت منځ ته راشي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب