دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهحسین حقاني: خلیلزاد دې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي

حسین حقاني: خلیلزاد دې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د دغه هېواد په چارو کې د زلمي خلیلزاد د زیاتېدونکو څرګندونو پر ضد غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د هغه هېواد په سیاست کې باید دومره لاسوهنه ونه کړئ چې تاسو ورسره تړاو نه لرئ.

حقاني د زلمي خلیلزاد هغو څرګندونو ته غبرګون وښود چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د استعفا غوښتنه یې کړې وه.

حقاني په ټویټر کې لیکلي: “هیڅوک باید د هغه هېواد په سیاست کې تر دې حده مداخله ونه کړي چې د هغه هېواد تبع نه وي.”

حقاني چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په واشنګټن کې د پاکستان سفیر و، خلیلزاد ته په طنزیه بڼه لیکلي وو: «ما کولای شوای چې له زلمي خلیلزاد څخه یې د استعفا غوښتنه کړې وای، خو له نېکه مرغه چې د استعفا لپاره هیڅ موقف نه لري.»

خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې د پاکستان د وروستیو پرمختګونو او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو په اړه لیکلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز باید نوی او له سیاسي پلوه بې پرې کس وي. نوموړي له جنرال عاصم منير څخه وغوښتل چې وطن دوسته شي او استعفا ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي خبرداری ورکړی، چې که جنرال منیر استعفا ونه کړي او د ټاکنو نېټه ونه ټاکل شي، د پاکستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچ به لا پسې خراب شي.

نوموړي د پاکستان په سیاسي چارو کې په ښکاره لاسوهنه کې لیکلي، چې جنرال منیر د پاکستان د پوځ او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړی او د پاکستان ډېر لوړ پوړي چارواکي ترې ناراضه دي.

هغه زياته کړه چې جنرال منير د شهباز شريف ډېر فرمانبردار او اطاعت کوونکى دى او په دې وروستيو ورځو کې د هغه پرېکړې د پوځ يو شمېر لوړ پوړو افسرانو له خپلو دندو استعفا کړې ده.

تر دې مخکې د عمران خان له نیول کېدو وروسته خلیلزاد په زندان کې د هغه د مرګ د احتمال خبرداری ورکړی و.

1 COMMENT

  1. لدی پخوا د جوبایډن ویلی چې د پاکستان اتوم غیرمنسجم ده زما په اند کیدای امریکا د قرض د پریکولو لپاره دا مناسبه وګڼې چې له پاکستان څخه اتوم واخلی مګر تاریخ او راتلونکې ته به ګورو چې دې اتوم ته به TTP تحریک ډله لاسرسې پیدا کوی که امریکا؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب