تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ ) د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي، یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې له افغان خاورې له راتلونکو ۱۲ میاشتو تر ۳۶ میاشتو پورې پر امریکا د ترهګریز برید د ترسره کیدو ګواښ موجود دی.
مارک میلي د دغه هیواد په مشرنو جرګه کې دا هم ویلي، چې امریکا لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنې په حال کې ده.
میلي وايي: «په حقیقت کې اتلس میاشتې مخکې ما شاهدي ورکړه او ومې ویل چې دولس، اتلس، څلرویشت یا شپاړس میاشتې، البته ما وخت داسې محدود کړ. په افغانستان کې د ترهګرو د څارنې او تعقیب لپاره زموږ وړتیا د هغه وخت پرتله چې زموږ پوځیان هلته وو، خورا کمه شوي ده. دا سمه ده، خو موږ لاهم د څارنې وړتیا لرو. زه غواړم ووایم چې د امریکا متحده ایالتونو پوځ څارنې او تعقیب ته ژمن دی او د اړتیا په صورت کې د هر ترهګر پر وړاندې هر ډول اقدام ته ژمن دی.»
د طالبانو د رژیم د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې تړاو د امریکا اندېښنې بېبنسټه ګڼي او زیاتوي چې دوی په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت وړتیا لري.
هغه وایي، په اوسنيو شرایطو کې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې نه د امنیتي ګواښ په تړاو هېڅ اندېښنه نهشته.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلاماباد د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې ویلي، هغه څه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو ویل کېږي، د طالبانو پر وړاندې تبلیغات دي.
له دې سره، وخت په وخت د افغانستان له بېلابېلو سیمو خبر ورکول کیږي، چې شکمنې بې پيلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا ګرځي.
د طالبانو رژيم دغه الوتکې د امریکا اړوندې بولي او وایي د افغانستان هوایي حریم ورسره نقضیږي.
په ۲۰۰۱ کې چېرې کوم افغان په تروُر د نیو یارک کې پرته له عربو لاس درلود!؟ بیا کومه بانه په پخېدو ده؟ له انسان وژنو نه لاس واخلئ!
آیا دا پخپله غرب نه ؤ چه ترور او دیني تعصب یې خپلو ګټو له پاره مینځ ته رواست؟ آیا کله مې چه سناتور ګاروین د امریکې په پارلمان کې په ۱۹۹۴ کال کې ولید٬ د سند پر بڼسټ مې خبرداري د تروُر او اسلامي تعصب درنکړ؟ شاهد هم ژوندی دی!https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
د تعصب او جهالت کتله په خپله اسلام دی چې یواځنی داکتر یې غربي نړۍ ده که تداوي یې ونشوه بیا به دا مذهبي لېوڼي خرکوسان په باغ وحش کې د تل لپاره بندان وساتي !!