Homeخبرونهحنا رباني: طالب رژیم سره مو د تعامل شرط دا دی، چې...

حنا رباني: طالب رژیم سره مو د تعامل شرط دا دی، چې د TTP د ګواښونو مخه به نیسي

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني وایي، د طالبانو رژیم سره یې د هېواد د تعامل شرط دا دی، چې دوی به د افغانستان خاوره د پاکستان د تحریک طالبان په ګټه او د دوی په تاوان استعمالیدو ته نه پریږدي.

نوموړې له جیونیوز سره په مرکه کې وویل: « طالبانو سره چې اوس په افغانستان کې واکمن دی، زموږ تعامل د همدغه شرط پر بنسټ دی. د هغوی له‌خوا موږ ته ویل کېږي چې موږ پر دې باور یوو چې په پاکستان کې د هېچا وینه توی نه‌شي، خو دا یوازې د خبرو تر بریده ده. هغوی باید ځينې شیان ثابت کړي، ځکه موږ هم د پاکستان د طالبانو له تحریک سره د مبارزې توان لرو.»

له دې سره هم مهاله، د طالبانو د ویاند مرستیال  بلال کریمي یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک حضور  بې‌بنسټه ګڼي او ټينګار کوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه‌شي.

د حنا رباني څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیر خان متقي تېره اونۍ اسلام‌اباد ته په خپل سفر کې  د دغه هېواد له لوی درستیز سره په کتنه کې، د سیمه‌ییز امنیت، د پولو د مدیریت او د پاکستاني طالبانو د تحریک د ګواښونو په تړاو خبرې وکړې.

متقي وروسته په کابل کې وویل، چې له چین او پاکستان سره یې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه او پکې ویل شوي، چې د هیڅ هېواد به د یو بل خلاف نه کارول کیږي.

وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې طالب لوري د افغانستان له خاورې د دوی خلاف د نه استفادې لیکلی سند ورکړی او تعهد ورسره شوی، چې د ختیځ ترکستان ډله به له افغان خاورې د دوی خلاف کار نه اخلي.

معلومه نه ده، چې ورته تعهد طالبانو پاکستان ته هم ورکړی کنه؟

1 COMMENT

  1. طالبان چی دا ګرنتی دخپلی انا ته ورکوی چی د هیڅ پاکستانی وینه به نه تویزی نو دا د افغان مظلوم ملت وینه چی تویزی ناموس د پاکستان په زندانو کښی پراته دی او څوک نشته چی د دی یهود پرسته حکومت ته غږاوچت کړی څوک به یې ګرنتی کړی له دی معلومیږی چی طالب د افغانستان نه ده او افغان ملت ورته دښمن ښکاری او د پاکستان دال خوارو باندی سخت خوابدی کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...