تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ ) د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان د هغه د نیول کیدو پر ضد لاریونونو کې د لږ ترلږه ۴۰ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی.
نوموړی، چې د پاکستان سترې محکمې یې په ضمانت د خوشې کیدو پریکړه کړې، په محکمه کې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د وروستیو لاریونونو د مرګ ژوبلې ارقام لږ ښيي.
د پاکستان پولیسو او ځایي رسنیو ویلي، چې په لاریونونو کې تر لسو پورې کسان وژل شوي او شاوخوا درې سوه نور ټپيان دي.
له دې سره د عمران خان له قوله ویل شوي، چې د دغه هېواد پوځ د نوموړي د پلویانو او مخالفانو پر ډلو وېشل شوی، خو د پوځ ویاندویانو دا ادعاوې رد کړي دي.
د عمران خان له نیول کیدو سره پاکستان کې سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شوی. هلته له څو ورځو راهیسې خونړي لاریونونه شوي او د پوځ په ګډون د ځینو دولتي بنسټونو ودانیو ته اور اچول شوی.
د پاکستان حکومت په پنجاب او پښتونخوا کې له پوځ څخه د وضعیت د کابو کولو لپاره مرسته غوښتې ده.
یو شمېر هېوادونو د پاکستان د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او د وضعیت د ژر مهاریدو غوښتنه یې کړې ده.