تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ ) د قطر حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې، پر افغانستان د طالبانو حاکم رژیم « د افغانستان اسلامي جمهوریت سرپرست حکومت» بللی.
دغه حکومت یاد شوی نوم په هغه اعلامیه کې کارولی، چې کندهار ته یې د خپل لومړي وزیر او استخباراتو رئیس د سفر په اړه خپره کړې ده.
یاد شوي پلاوي د طالبانو له رئیس الوزرا ملا حسن اخوند سره لیدلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په دغه لیدنه کې د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډیروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.
د لیدنې په اړه د قطر د حکومت اعلامیې ته طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
طالبان خپل رژیم « د افغانستان اسلامي امارت» بولي.
قطر، چې د طالبانو او امریکا د سولې تړون کوربه او تر یوه ځایه منځګړی و، دغه اعلامیه یې د پوښتنې وړ ګڼل شوې ده.
قطر بايد په رښتيڼې خپل بې پرېوالی وساتي.
طالبان له بل ځای راوړل شوې ډله ده چې له ټولو منل شويو اصولو خلاف راوړل شوه او حکومتي واګې په لاس ورکړل شوې.
دوی له يوې منل شوې ټاکنيزې پروسې او نه په رښتينې د يوې منتخبې مشروع لوی جرګې له ليارې رامينځته شوي. بس ګاونډي هېواد له موقع نه په استفادې سره راوړله او واک ته يې ورسوله.
نه يې خپله د امريکا د وېرې له امله په رسميت پېژندلی شي او نه يې ګرده نړۍ په رسميت پېژني، نو دوی اړ دي چې ولس ته مخه کړي، خو له بده مرغه چې طالب دا نه شي درک کولی چې يوه وارداتي ډله نه شي کولی چې خپل حکومت ته دغسې پايښت ورکړي. دوی په ټاکنيزو اصولو او منتخب حکومت هډو باور نه لري. له زور او سرتنبه ګۍ پرته په بل شي قايل نه دي. نه خپله په حکومتولۍ پوهيږي او نه بل چا ته غوږ نيسي. ځکه خو يې هېواد دغسې د نړيوالې انزوا لور ته يووړ.