یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبانو د طاهر زهیر د ورسره یوځای کیدو ویډیو خپره کړې

طالبانو د طاهر زهیر د ورسره یوځای کیدو ویډیو خپره کړې

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د طالبانو یوې خبري رسنۍ له دوی سره د بامیانو د پخواني والي طاهر زهیر د یو ځای کیدو ویډیو خپره کړې.

په دغه ویډیو کې طاهر زهیر ویلي، چې د طالبانو د سمنګان ولایت د استخباراتو رئیس په منځګړتوب یې دوی سره خبرې کړي او له جګړې لاس په سرشوی.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزه جنګي حل لاره نه لري او هر تاوتریخوالی، بل تاوتریخوالی زیږوي.

طاهر زهیر، چې ویل کیږي په سمنګان کې یې د طالبانو خلاف جنګي فعالیتونه کول، تراوسه یې د کوم عملي فعالیت خبر نه دی رسنیز شوی.

د هغه په اړه یوازینی خبر دا و، چې د سرپل په بلخاب کې له طالبانو څخه د دوی د یوه یاغي شوي قومندان ملا مهدي مجاهد سره یې ګډ عکس خپور شوی و.

ځينو رسنیو د زهیر د نیږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې زهیر په دې شرط طالبانو سره روغه کړې، چې له افغانستانه به په خوندي ډول د وتو موقع ورکوي.

طالبانو د طاهر زهیر د ورسره یو ځای کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

4 COMMENTS

  1. وایې یو وخت په باجوړ کې د مالګې قحطي راغله. قاچاقبرانو له کوزي پښتونخوا نه په خرو مالګه باجوړ ته قاچاق کوله. د مالګې یو سوادګر خپل انډیوال سره په شراکت یو څه اندازه مالګه باجوړ ته د وړلو په نیت هغه ته وسپارله. د الله ج کارونه وو نا څاپه باران سو او اوبه د مالګه خورجینو ته ورننوتلي او مالګه اوبو کې منحل سوو. انډیوال یې د مالګه قصه خپل شریک ته وکړه. هغه په قهر شو او ویې ویل د دې کار څه ګټه شوه؟ انډیوال ورته وویل چې خرو باجوړ ولید دا یې ګټه شوه.
    د جمهوریت ایران پرسته وزیر راغى او ګټه یې دا شوو چې ایراني خره پاکستاني هیبتي او حقاني خره ولیدل.

    • هر چا ته خر ويل او خپل نوم هم پټ ساتل، څه مانا؟ موږ به کله سړيتوب زده کوو او د انسانانو غوندې خبرې به پیلوو؟؟

      • څوک چې له ښځو د تعلیم حق اخلي او پردۍ ښځې په لښتو وهي هغوی افریقایې خنځیران دي ،‌او د حکومت کولو حق نلري باید محاکمه شي ! ملآ دین او سیاست د غولو خوراک دی!!

      • خره په افغانستان کې اوږد تاریخ لري، ډیر خلک تري د ګټې وټي په چارو کې استفاده پورته کوي. هغه خلک چې د پردیو غلامان وي او د خپل ولس او ملی ګټو په ضد ولاړ وي هغو ته د خرو خطاب په واقعیت کې خرو ته توهین دي. دا چې واقعیت په هیبتې ځناورو او د هغوې په همفکره ګوډاګیانو بد لږیږي دا نو بیا د هغوې ستونزه دي.
        د سړیتوب خبره شوي، خره کله د سړیتوب په ژبه پوهیږی. دغو ځناورو سره د سړیتوب خبري هله په کار دي کله چې دوې او په کنجوغه کې سپاره تالي څټې ګوډاګیان یې سړیتوب زده کړي.
        په دې خبرو کې لاس مه وهه دا کمیس په تا لوى دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب