Homeادبشعرد ارواښاد قلندر مومند څو شعرونه

د ارواښاد قلندر مومند څو شعرونه

غزل

په شبخُون د شب پرستو مې شعور کله شاکي دی

د ګلاب د ډيوې دود یې، خوښ دی زړه مې تریاکي دی

زه لګیا یم د چا غم خورم، د چا غم لګیا دی ما خوري

یاره غم عجیبه څیز دی، په هر حال کې خوراکي دی

په دې توره درنه شپه کې، ما څراغ د وینو بل کړو

د امـــید په رڼـــو ســتوریو، زمـــا ذهــن افلاکي دی

احــساسونه مې لګیا دي، د جذبو تنُور کې سوځي

داسې زړه مې په نصیب دی، چې په طبع پسخاکي دی

تور باطنه، کج فطرته، دمشقیان پرې نه پوهېږي

هر سرود مې حجازي دی، هر يَو ساز مې لولاکي دی

په دا هسې سخته زمکه، مې قلم لکه سمند ځي

په ګردون کوي تاختونه، په ظاهره که خاکي دی

د غزل غرور یې مات شه، رقیبان مې شریک شور کړه

قــلنــدر پرې غـرغــره کړئ، قــلنـــدر اشــتـــراکي دی

غزل

چې د غېرو په صلاح شه زما نه شه

بې پښتو بې پته پوه په وفا نه شه

لمر خولې شه ستوريو خپلې وينې توې کړې

خو په مونږ شب خون وهليو سبا نه شه

کوم يو غشی مو ځيګر ځنې بهر دی

کوم ستم دی چې په زړه مې روا نه شه

کوم يو دار دی چې پرې ما زانګلي نه دي

رنګ زما په وينو کوم يو چليپا نه شه

خولې، اوښکې، وينې هېڅ هم مجرا نه شوې

څنګه پور دی چې تر اوسه ادا نه شه

د چــمــن نــوی آئين نوی دستور دی

ګل د زاغ پنجې ته لاړ د بورا نه شه

قلندره! دا ارمان به ګور ته پټ وړم

“اتفاق په پښتنو کې پېدا نه شـه”

*اتفاق په پښتنو کې پېدا نه شه

ګڼـې ما بـه د مغل ګرېوان پاره کړو

خوشحال بابا

غزل

ارزو مې زړه کې پــــه سلګو شوه! ته به کله راځې

د صبر ساه مې پــــه سکېندو شوه! ته به کله راځې

ستا د راتلو د ځواني مرګ اقرار پـــــه تمه تمه

زما ځواني لاړه پـــــــه تلو شــوه! ته به کله راځې

زما په زړه کې د زخمــــــونو چمن وغوړېـــده

بیا علامه د پســرلو شـــــوه! تــــه به کله راځې

ستا پـــه کچه وعــــــــــده مې ولې اعـــــتبار کولو

وګوره، شپه پـه پخېـدو شوه! ته به کله راځې

چې دې زما په ژونـد د نـه راتلو قسم کړی و

راشه اوس ساه مې په وتو شوه! ته به کله راځې

روښانه ستوریو ورتـه ستا د راتلو نخښه ورکــړه

سپوږمۍ روانه وه، تله ورو شوه! ته به کله راځې

دَ قلنـدر د ارماني ژونـدون علاجه، مرګــه!

هغه خو اوس د نه راتلو شوه! ته به کله راځې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...