(نهمه برخه)
جمال عبدالناصر د سویز د کانال په ملی کولو سره، د مصر اقتصاد په ځان بسیا او ویسا کړ، هوچيمن د خوار او بیوزله ویتنام اقتصاد ژوندی کړ، د دوی ترڅنګ؛ لي کوان یو (Lee) هم زبردست رهبر و؛ یو کوچنی او بېوزله هېواد یې، چې خلکو یې پرته له کب نیولو بل کار او عاید نه درلود، د پیاوړي اقتصاد لرونکی کړ. د دغو خلکود کب نیولو اوپلورلو عاید دومره نه و چې دا هېواد په پرمختللو هیوادو کې وشمیرل شي، خو د (لي) دپلانونو او عالی فکر او ارادې په برکت نن ورځ سینګاپور یو پرمختللی هیواد دی، چې ښه اقتصاد او پیاوړی بانکی سییستم لري. اوس لي ته نړۍ د(وسپنییز سړي) نوم ورکړی دی. ده اقتصاد (پرپوهنه ګرځيدونکى Knowledge economy) اقتصاد کچې ته لوړ کړ. پرپوهه ګرځیدونکی اقتصاد لرونکی خلک د عاید په پرتله په خپلو لګښتونو ډېر پام اوحساب کوي!
دشلمې پېړۍ له شپېتمې لسیزې (۱۹۶۰م. ) وروسته په اقتصاد کې نوي نظریات رامنځته شول. په دې نظریاتو کې یو یې دا و چې: د هېوادونو د اقتصادی ودې درجه د دوی سړي سرګټه (PCI/per capita income) نه، بلکې د ژوند ستندرد دی! بل بدلون د سروزو د پشتوانې په ځای د یوې قوی پیسې ځای نیولو عمومیت موندل او داسې نور بدلونونه وو. له همدې لسيزې وروسته يو شمېر نوي نظريات خپاره شول، د اقتصادي موسساتو مديريت ګړندى او ماهر شو چې صنعت يې هم له ميکانيزه شکل څخه اتومات او بيا ديجيتل شکل ته راوست.
بله نوې خبره چې په پوهه د ولاړ اقتصاد نظریه ده او هغه پخوانی فکر یې له اعتبار وغورځآو چی یواځې دعاید لوړول باندې متمرکزو. په پوهه د وړلاړ نوي اقتصاد ځانګړتيا دا ده چې د کار او استخدام د نويو فرصتونو د رامنځته کولو، د توليد ښه کېدلو او په نهايت کې د مطلوبيت د رامنځته کولو لپاره (پوههknowledge) محور وګرځول شي. د دغه ډول يوه خوځنده اقتصاد لپاره علمي څېړنه ، تفکر، دارقامو د تحليل توانايي او مهارت او د معلوماتو لرل اړين دي. ان دا چې د سنګاپور هېواد نالج اکونومې ( knowledge economy)خپل شعار وګرځاو او دغه کوچنى هېواد په لږ وخت کې دښه اقتصاد لرونکى شو. دعلمي اثارو او مقالوخپرېدل او د عامو خلکو د معلوماتو اوچتول د دې ډول اقتصاد د رامنځته کولو لپاره ضروري خبره ده . د همدې دلیل او تجربې له مخې له ١٩٦٠ م. کال څخه د پوهې پرمحور کلک شوي اقتصاد ته پاملرنه وشوه اود ګڼ شمېر هېوادونو اقتصاد ته يې مثبت بدلون ورکړ.
موږ لا اوس هم (د کم یا زیات عاید) ترڅنګ؛ خپل لګښتونه نشو سنجولای. هغه ځوانان چې په سګرت، نسوار، پیپسی او مضرو انرژی څښاکونو، یا ملګرو سره بیځایه بنډارونو باندې پېسې لګوي، په بېځایه رواجونو، تاویزونو، په یو کال کې څو سیټ تیلفونونو، د نوي فیشن په موډونو مصارف کوي، یا داچې بهر ته د تګ په هیله قاچاقبرو ته زښت ډیرې پیسې ورکوي، یا د خپلو میوو او سبو په موسم کې بهرنۍ میوې او سابه پیرو، یااخترونو کې پیسې په پټاقیو ورکوو…دا ټول د اقتصاد لپاره د زهر مثال دی. دحکومتونو ډېر لوړ بیځایه لګښتونه په پولیسی چارو کې هم یو بې منطقه لګښت دی، همدا اوس د شوکاڼي، لاجبرو او نورو قیمتی کانونو اېستل په غیر فنی ډول چې تر راټولو شویومحصولاتو یې ضایعات زیات دي، (په پوهنې د ولاړ اقتصاد) منافي دي. ډېر داسې مثالونه لرو چې یادونه یې خواشینی کوونکې ده.
سلام
ستر هېوادونه مو دبېلګې په توګه ښودلی دی خو پټه ده نه وې چې جاپان دا فغانستان همزولی دی. ویتنام اوسینګاپور ډیر اډوانس اقتصادی سیستم لری چې دکار تولید اصلا کومه معضله تورم او اقتصادی ابتلاء نه ګڼل کیږی.
په زړه پوری ټکی مو را اخیستی دی پوهاند صاحب.
وچ سیاست او انحصار خلک له جنجال سره مخ کوی.
ډېر قدرمن شریف زاد صاحب هیله ده زما سلامونه او درناوی ومنئ.
خدای مو خوشحاله لره.
دا چې زما لیکنه مو لوستی او زما د هڅونې لپاره مو پورتنی کمنت لیکلی مننه کوم. تاسو ډیر مهم ټکی یاد کړ: وچ ساست او انحصار خلک له جنجال سره مخ کوی. بالکل مو ښه فرمایلی او بله دا چی انحصار اقتصاد رکود سره مخ کوی. درېیم ټکی دا چی متاسفانه زموږ خلک ډېر بیځایه لګښتونه لری. دا اوس د اختر ورځې دي؛ د دوی زیاتره پیسې ماشومانو ته د پټاقیو، تومانچو او د لوبو په ټوپکونو، پیپسی او دی ته ورته شیانو باندې له لاسه وځي. په کار دا ده چې خلک مو څومره چی د ګټې په برخه کی فکر کوی، هومره دی د لګښونو برخه کی هم فکر وکړی.
ستاسو د مهربانی او هځونې پوروړی یم.