شنبه, اپریل 20, 2024
Home+اولاد (لنډه کیسه) حسن سعادت منټو

اولاد (لنډه کیسه) حسن سعادت منټو

ژباړونکی: محمدسعید سعیدي 

 پلار د ارزو ګانو خلاف، د زبیدې واده په پنځویشت کالنۍ کې وشو، مور پلار یې ارزو وه چې اولس کالنۍ کې نامزده شې، خو له بده شومته مناسبه رشته ورته نه پیدا کېده  هر طالبګار چې راتلو څه نه څه  ستونزه به یې درلوده او رشته به ترسره نشوه .

کله چې زبیده پنځویشت کالنه شوه نو پلاریې د یو کونډ سړې  طلبګارې ومنله ………چې تقریبا  پنځه دیرش کالن او یا کم او زیاد و،  ښه روزګار یې درلوده، په مارکیټ کې د رحت عمده فروشي لرله چې هره میاشت به یې پنځه سوه، اویا شپږسوه روپی بچت کاوه .

زبیده ډیره منونکې جینۍ وه، د والدینو فیصله یې قبوله کړه، واده یې وشو او خپل قسمت پسی ولاړه .

میړه یې علم الدین نومېده، شریف، مینه ناک او ښه انسان وه،  زبیدې باندې خاص فکر کاوه ، د لباس یې هیڅ کمی نو نورو خلک به هم ورته ډیره هیله درلوده د څلویښتو زرو ځمکه، دوه اسونه او ښه ټکانه یې درلوده ، پلارګنۍ کره به هره هفته تلله  یو ځل پلار کورته روانه وه، چې د کور دروازه کې قدم کیښوده نو د ژړا اواز یې تر غوږو شو چې کوټي ته ننوته ګوری چې پلار یې د زړه حمله له وجې روح یې حق ته سپارلی دی .

بس د زبیدی مور تکې تنها پاتې شوه له یو نوکر پرته نور ورسره څوک نوو نو زبیدې له میړه څخه وغوښتل چې خپله کونډه مور خپل ځان سره وساتي .

علم الدین ورته وویل« په دې کې د اجازی څه ضروت دی…..دادې خپل کور دی،…..د ستا مور زما مور هم ده ځه لاړه شه ! ځان سره یې راواله کوم وسایل چې لري د هغې راوړلو بندوبس همدا اوس  کوم ».

خدای شته چې زبیده ډیره خوشاله شوه، کور یې هم ډیر لوی و، دوه دري اتاقونه همداسي بیکاره خالي پراته وه نو هغه په ټانګه کې ولاړه مور یې ځان سره راوسته او د کور اسبابو راوړلو غم علم الدین خوړلی و زبیدې مور راوسیده او د څه سوچ فکر څخه وروسته یې یو اتاق ورته ځانګړی کړ 

هغه ډیره شکرګذاره وه، د خپل زوم له روش او ښواخلاقو څخه متاثره وه، څو ځلې دا سوچ ورسره پیداشوی و چې خپل ټول سره او سپین چې د څوزرو قیمت یې درلوده خپل زوم ته ورکړي چې کاروبار کې واچوی او زیاته ګټه وکړي خو ………….هغه ډېره کنجوسه وه .

یوه ورځ یې لورته وویل« زما لس میاشتي وشوي چې راغلې یم ……خو له خپل جیب څخه مې یوه روپی هم نه دی مصرف کړی……په داسي حال کې د ستا مرحوم والدصایب څخه راته لس زره روپی پاتي‌دي  او ماسره دي …………..سره اوسپین زر خو هسي هم لرم »

زبیده حیرانه دریانه ګوتې په غاښ خپلې مور ته ګوري ورته وای چې « مورې تا څه وایې»

په څه ویلو او اغه دغه نه پوهیږم، دا ټولې پیسي مې علم الدین ته ورکولی چې کار وبار کې واچوی او ګټه پرې وکړی خو زه غواړم چې د ستا کوم بچی پیداشي ……نو دا ټولي پیسي به د تحفي په ډول هغه ته ورکړم .

د زبیدې مور سره دا فکر مل و چې د زبیدې واده  دوه کاله پوره شول خو اولاد یې ولی نه پیدا کیږي بلکې  د بچی پیدا کیدو کومه نښه نشانه هم نوه .

هغه حاکیمانو ته تللې وه ځیني معجون، سفوف او قرصونه یې هم پرې خوړلې وو خو کوم مثمره نتیجه یې نوه ورکړي .

بیا یې نو ملایانو او ملنګانو ته محه کړه چې څه ټوټکي او تعویذونه وکړي، خو مراد یې پوره نشو، زبیده هم نوره تنګه شوه یوه ورځ یې په ترش تندی مورته وویل داخبري نوره پریږده که اولاد نه وی خو نه دي وي .

دهغې بوډا مور په خوله کې ځواب ورکړ لورکۍ ! دا ډیره غټه خبره ده ……تا ته نه معلومیږي، عقل نلري  په دې هم نه پوهیږي چې اولاد پیداکیدل څومره ضروري دي په دې سره د انسان د ژوند باغ تل تر او تازه وي.

زبیدې  وویل « زه څه وکړم ………….چې بچی مې نه پیداکیږی نو زه ملامته یم  ؟» بوډۍ وویل « د هیچا تقصیر نه دی بس د خدای مهربانی ته ضرورت دی »

زبیدې خدای پاک څخه هم په زرګونو ځله دوعاګاني غوښتي وي‌خو کوم اثر یې نوو کړی داچې د زبیدی مور هره ورځ د اولاد پیدا کیدو په اړوند خبري کولي نو دېته داسې احساس وشو چې دا شنډه ځمکه ده چې هیڅ بوټی پکې نه زرغون کیږي .

د شپي به یې عجیب او غریب بې خونده او بیهوده خوبونه لیدل کله به یې لیدل چې په لویه دښته کې ولاړه ده د ګل په څیر ګلالی او غوټکی زوی یې په غیږ کې دی او ډیر په تیزی سره په هوا کې والوزي او اسمانونو کې ورک شي . کله ګوري چې په څنګ کې ورسره لوڅ بوڅ بچی پروت دی لاسونه او ښپي وهي .

 دغسي خوبونو په لیدو سره یې د دماغو او زړه موازنه له لاسه ورکړه ………..د زوی، زوی اوازونه به یې غوړونو ته راتلل او مور ته به یې ویل چې دا دچا زوی ژاړي ؟ مور به یې غوړونه زیږ کړل چې اواز واوري خو نه به یې اوریدو نو ورته به یې وویل چې کوم ماشوم نه ژاړي ………» 

« نه مورې …………ژاړي ……… کله غلی شي اوکله ژاړي ………» 

مور ورته وویل چې یا خو زه کاڼه یم او یا خو دیته په غوږونو کې د ژړا اوازونه دي » 

زبېده غلې شوه خو په غوږونو کې د نوې ماشوم ژړا غږ راتلو او څو ځلې داسې هم محسوسه کړې وه چې له سینو څخه یې شودې روانې دي د شودو یادونه یې مور سره نوه کړې خو چې کله د ارام له پاره خپل اتاق ته ولاړه نو قمیص به یې پورته کړ داسي ورته محسوسېده چې سیني له شودو ډکي ښکاري .

د ماشوم ژړا اوازونه یې په غوږونو کې ګونجیدل ………… خو اوس پوهېده چې دا ټول وهم دي او حقیقت دادی چې د سخت رواني تکلیف سره مخ شوې وه او دایې په زړه کې تېرېده چې زوی ولی نه پیداکیږي او سخته نا امېده وه او د نیمګړتیا احساس ورته کېده چې د یوې واده شوې په ژوندکې باید نه وای .

تر دې پورې روانې او ډیپریشن کې ډوبه شوه …………..د ګاونډیو ماشومانو به چې شور کاوه نو دیته به زړه ویل چې بیرون ووځي او ښي ګیلي وکړي  …………….چې  علم الدین سره د اولادونو هیڅ فکر نشته بس یوازي په خپلو مستریانو کې عرق و او د جامو نرخونه ورځ تر بلې قیمت شوي و ـ سړی اوښیار و نو د لباسونو کافي ذخیره یې ساتلې وه نو میاشتنی عاید به یې له اوله څو چنده زیات وه خو دغه امدن څخه زبیده کله هم خوښه نوه کله به چې میړه د پیسو بنډلونه ورکول نو په خپلې جولی کې به یې واچول او تر ډیر وخته پوري به یې لا، لالو،لالو ورته ویل  ………..او بیا به یې راپورته کړ او په کومه خیالي ځولۍ کې به کیناوه. 

یوه ورځ علم الدین ولیدل چې د پیسو بنډلونه د شودو په پتیله کې پراته دي‌نو ډیر حیران شو چې چا دلته کیښودلي دي‌؟ نو له زبېدې پوښتنه وکړه چې د نوټونو بنډالونه چا د شودو په پتیله کې اچولې دي‌؟ » زبیدې ځواب ورکړ چې ماشومان ډیرشوخ دي‌ هغوی دا کار کړی دی » نو دلته بچي له کومه شول؟ نو زبیده ډیره حیرانه شوه « ولی موږ بچیان نلرو……… ته څرنګه خبري کوي‌ …………اوس به له مکتب څخه راشي ………له هغوی پوښتنه وکړه چې دا کار چا کړی دی » 

علم الدین پوهه شو چې میرمن یې ذهني توازن له لاسه ورکړی دی خو خپلې خواښي ته یې ددې په هکله څه ونه ویل ځکه چې هغه ډیره کمزورې میرمن وه ………….

په زړه کې د زبیدې په وضعیت باندي خفه او تاسف و کړ او علاج یې هم له توان څخه وتلی و د خپلو دوستانو څخه یې مشوره هم اخستې وه ځینو ورته ویلې و چې پاګل خانی ته یې ولیږه خو د پاګل خانې څخه یې نفرت راتلو .

نو علم الدین به له دې وروسته کور کې زبیدی سره پاتې کیده چې د هغې ساتنه او پاملرنه ورته وکړي چې وضعیت یې ښه شي، دده په پاتې کیدو سره یې وضعیت یو څه ښه شو خو زبیدې سره د دوکان غم پیدا شو چې څوک به یې چلوي‌خدای مکړه چې کوم چاته یې کار سپرلی هغه غبن ونکړي‌ او څو ځلې له میړه سره جار او بحث هم کړی و چې دوکان ته ولي نه ځي‌ ؟ 

علم الدین په ډیره نرمه لهجه ورته ویلی و چې زړه مې له کاره ستړی شوی دی یو څه وخت له پآره ارام کوم 

نو د وکان دې چاته سپارلی دی ؟ 

نوکر ته ……… هغه ټول کار کوي‌.

ایا ایماندار دی ؟ 

بلی ……… هو ……… ډیر ایماندار دی ………….. د زری زري حساب هم راکوي‌…….. تا ولی فکر کوي‌؟ زبیده په ډیر سوچ کې ولاړه ویې ویل زه ولی فکر ونکړم اولاد لرو هغه اینده لري‌………..که نوکر دې غلاء وکړي ‌نو پوهه شه چې د اولادونو اینده …………….»

علم الدین په سترګو کې اوښکي راغلي « زبیده ……… دهغوی مالک خدای دی او زه ما نوکر ډیر وفادار او ایماندار دی تاسو کوم شک او شبه مه کوئ » 

زه هیڅ ډول شک نلرم خو ځیني وخت مور د خپلو بچیانو په اړه فکر هرو مرو کوي‌» 

علم الدین ډیر خفه وه او حیران وه چې څه وکړي‌زبیده به ټوله ورځ د خیالي ماشومانو جامي اوتو کولي د هغوی جرابي به یې وینځلي .او له اوړیو څخه به یې جاکټ ورته جوړه وه څو ځلي خپل میړه ته ویلي و چې واړه واړه سینډل راوړه چې هر سهار یې پالش کړم علم الدین دا هرڅه لیدل او په زړه کې به یې ژاړل او فکر یې کاوه چې شاید د خپلو ګناهونو جزا ورته رسیږي ـ خو د ګناه کولو معلومات یې هم نلرل 

یوه ورځ ورسره دده دوست ولیدل چې هغه سخت خفه ده، علم الدین د خفګان پوښتنه ترې وکړه نو هغه ورته وویل چې یوې جینی سره مې مینه دي‌خو اوس حامله ده د سقط جنین ټول وسایل مې وکارول خو بریالی نشوم ، علم الدین ورته وویل ګوره د غورځیدو سوچ هم ونکړئ پریږده چې بچی پیدا شي » خو دوست یې د بچی پیداکیدو سره کومه دلچسپی نه درلوده وېې ویل « زه بچی څه کوم ؟ »

ماته یې راکړه احمقه » 

خو ……. د بچي پیدا کیدو کې څه موده وه په دغه موده کې علم الدین خپلې میرمني‌ زبیدې ته وویل چې باور وکړئ تاسو حامله یاست او یوه میاشت وروسته مو بچی پیداکیږي‌.

زبیدي به بار بار ویل چې ډیر اولادونه نه غواړم څه کم خو نلرم » 

خو علم الدین چپ حیران دریان پاتي دي‌

د ده دوست معشوقي زوی پیدا شو او علم الدین د زبیدی سره په څنګ کې څملوه ………… او زبیده یې پورته کړه ورته یې وویل چې زبیدې ترکومه به بیهوشه وي‌اوګوره په غیږ کې د ې څه دي‌؟ 

زبیدی ولیدل چې په څنګ کې ورسره لوڅ بوڅ ماشوم ښپي او لاسونه وهي‌علم الدین ورته وویل چې زوی دی د خدای په فضل او کرم زموږ پنځه بچي شول 

زبیده ډیره خوشاله شوه « دا هلک کله پیداشو؟!» 

سهار اوه بجي 

زه خو له سره خبره نه یم ………..خو فکر کوم د درد له امله بې هوښه وم » علم الدین ورته وویل 

بلی، ها،  همداسې وه . خو خدای په فضل او کرم سره هر څه سم دي‌» 

بله ورځ چې کله علم الدین خپلې میرمنې لیدو ته ورغی نو ګوري‌چې ………… بدن یې د زحمونو له وجې په وینو لړلۍ دی په لاسونو کې تیزه چاړه وه او خپلې سیني پرې کولی علم الدین یې له لاس څخه چاړه واخسته « داڅه کوي ظالم لورې ! ؟ » 

زبیدې خپل په ځنګ کې ویده شوې ماشوم ته وکتل په غمګین او رپیدلو شونډو وویل « ټول شپه نارام و، ژړل یې ، او زما له سینو څخه شودي نه راتلي‌…………په داسي ……….دې لعنت وي » افسوس یې وکړ خو څه یې ونه ویل په وینو ککړه ګوته یې د ماشوم په خوله کې ورکړې وه او تل له پاره ویده شو. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب