لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه (د نسائي ولادي او الټراساونډ برخو) روغتیاپاله
د ښځې جنسي سیستم مهمه برخه رحم دی، چې ګڼې برخې لري او هره برخه یې ځانګړې دندې پر مخ وړي، خو په ټوله کې دا سیستم د بشر نسل پایښت او دوام چې د زېږونونو له لارې کیږي رامنځته شوی دی او ځانګړې داسې ځانګړنې لري، چې د لوی رب له خلقت سېوا بشري نړۍ دې ته ورته سیستم جوړولو کې عاجزه پاتې ده او که چیرې دداسې یو سیستم جوړولو لپاره له عصري ټیکنالوژۍ کار هم اخېستل شوی وي او یا واخېستل شي، نو په لوی لګښت به اړوند دندې ترسره کړي.
رحم تخمدانه یا د هګۍ لپاره ځانګړي ځایونه لري، چې هغه کې یو لړ کوچني فولیکونه دي چې د نجلۍ بلوغ عمر بشپړیدو سره دا فولیکولونه وده کوي او په ساده اصطلاح چې هره میاشت یې یو دانه پخیږي او ښکته لور ته آزادیږي. چې دې سره له تخمدان څخه بهر د تخمدان کانال ته راځي، چې دې حالت کې ورته پخه شوې او القاح شوې تخمه یا هګۍ وايي؛ کومه چې القاح کیدو ته چمتو وي. چې د یوې ښځینه جنسي تولید سیستم دې حالت کې د یو لړ بدلونونو په راتګ سره په اوتومات ډول خپل ځان او اړوند سیستم ساحې د جنین رامنځته کیدو او خوندي کیدو ته چمتو کیږي. دا په دې ډول چې د رحم دیوالونه او اړوند ساحې چمتووالی نیسي او پرېړ او چمتو کیږي او یا ډبلیږي، څو د جنین لپاره چمتو وي او دا چمتووالی د یو لړ هورموني بدلونونو ترڅ کې رامنځته کیږي دا چمتووالی د پخې او آزادې شوې تخمې یا هګۍ او د هغې خوندیتوب او ساتنې لپاره وي، نو که چیرې هګۍ ته سپرم ورسیدو او القاح شوه نو جنین تشکیل او رامنځته کیږي، خو که چیرې دا چاره نه شوه ترسره نو هګۍ له یوې ټاکلې لنډې مودې وروسته آزادیږي او غورځیږي؛ دا هګۍ په دومره کچه وي، چې کیدای شي په سترګو ولیدل شي.
خو که چیرې د القاع عملیه ترسره نه شوه نو ښځینه جنسي سیستم رحم یاد چمتووالي ته اړتیا نه ویني، نو د هورمونونو ترشح کیدو سره یاد چمتو او پریکړ یا ډبل شوی دیوال په راتوییدو او تخریبیدو پیل کوي چې د واژن له لارې د وینې ټوټو او اوبلنې وینې په ډول بهر او خارجیږي، چې همدا عملیه د ښځینه جنس میاشتني عادت ، میاشتنۍ ناروغۍ په نوم یادیږي.
د میاشتنۍ عادت یا میاشتنۍ ناروغۍ کچه د عمر بیلابیلو پړاوونو کې توپیر لري خو عموما له ۲ ورځو تر اتو ورځو پورې وي. چې دې برخه کې باید د کورنۍ مشران خپلو اولادونو ته په دې اړه پرته له دې چې شرم وکړي بشپړ معلومات ورکړي او دا سپارښتنې او لارښوونې هم باید ورته وکړي چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د خپلې حفظ الصحې بشپړ خوندیتوب تر څنګ له اړینو پاکو توکو لکه کوټکسو څخه کار واخلي او دا چاره دې په عملي ډول خپلو نویو بالغو شویو یا پیغلو شویو اولادونو ته ورزده کړي، ځکه تر اوسه هم زموږ په کلیوالو او حتا ښاري سیمو کې په دې اړه معلومات درلودل شرم او سپین سترګي بلل کیږي او یوه ماشومه لور یا خور په دې اړه معلومات نه لري، چې د نه پاملرنې او اړتیا وړ روغتیايي تدابیرو په پام کې نه نیولو له امله له واده مخکې د جنسي سیستم تومورونو، سرطانونو، شدیدو التهابونو او اړخیزو ناروغیو لامل کیږي.
که څه هم یو وخت په دې اړه ښوونځیو کې د معلوماتو ورکولو لړۍ پیل په اړه خبرونه خپاره شول، خو اوس باید دا لړۍ پراخه او کلیوالو سیمو ته د روغتیايي کارکوونکو او مبلغینو له لورې وغځول شي او په مدرسو او کورنو کې باید ددې معلوماتو ارزښت په اړه عامه پوهاوی وشي، ځکه که چیرې نوې ځوانې شوې نجونې په دې اړه معلومات ونه لري او له وړاندې نه وي خبرې کیدای شي لومړۍ خو ورحا شدیده صدمه وویني او که چیرې ځانګړې حفظ الصحه په پام کې ونه نیسي، نو پر پورته ناروغیو او روغتیايي ستونزو سربیره د عقامت یا شنډیدو له ګواښ سره هم مخ کیدای شي، چې له بده مرغه دا بیا زموږ په افغاني ټولنه کې ډیرې ځوروونکې ستونزې راولاړوي.
په ټولنه کې د پوهې کچې لوړول د ځان، کور او چاپیریالي روغتیا ته د بشپړې پاملرنې په تړاو د عامه پوهاوي شتون سره په ټولنه کې د انسانانو روغتیا کچه لوړیږي او یوه صحتمنده ټولنه روغمن او ګټور انسانان لري، چې دا په اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو کې سترې بریاوې تر لاسه کوي. خو که چیرې ددې ډول عادي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی له وړکتوبه نه وي نو زموږ ټولنه به یوه نیمګړې، معیوبه او ناروغه ټولنه وي، ځکه چې وګړي به یې روغتیايي ستونزې ولري او دا ستونزې د پوهې او معلوماتو نه شتون له امله رامنځته کیږي.