Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: د سلګونه میلیونه افغانیو پروژې مو منظور کړې

د ملا برادر دفتر: د سلګونه میلیونه افغانیو پروژې مو منظور کړې

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۷ مه ) د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

د ملا برادر دفتر وایي، په یاده نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو، چې د ۹پروژو قراردادونه یې منظور،  د ۲ پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې  تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور  د تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

سرچینه له ډېرو جزیاتو پرته وایي، په منظور شوو پروژو کې د کانونو او پټرولیم وزارت، لوړو زده کړو وزارت، ټولګټو چارو وزارت، پوهنې وزارت، افغان ملي بانک، د افغانستان برښنا شرکت او کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...