Homeخبرونهد اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې

د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکو طبیعي پېښو د بشري مرستو اړتیاوې بې‌سارې کچې ته رسولې دي.

یاد سازمان وایي، په داسې حال کې چې د مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتې شوې، د زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره د مرستندویو بنسټونو سرچینې او وړتیاوې له جدي ننګونو او سختو محدودیتونو سره مخامخ دي.

د سازمان په وینا، د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي پېښو د تکرار او د شدت له زیاتېدو سره، د هغو کسانو شمېر هم د پام وړ زیات شوی چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو مرستندویې ادارې کافي امکانات او مالي سرچینې نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل بیان کې، چې په اېکسپاڼه (X) کې یې خپره کړې، ویلي چې د نړیوالو تمویلوونکو په مالي ملاتړ او د خپلو شریکانو په همغږۍ، زیانګالو ټولنو ته د مرستو رسولو هڅې دوام لري.

د دې بنسټ په وینا، د مرستو په ورکولو کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې د اقلیمي بحرانونو له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...