Home+اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله...

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي.

مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي. هغې د خپل ژوند هره خوښي قربان کړې، تر څو د خپلو اولادونو په شونډو موسکا وویني.

مور هغه رڼا ده، چې د ژوند په تیارو کې لار ښيي، هغه دعا ده، چې د ناامیدۍ په شېبو کې هیلې راژوندۍ کوي. د هغې نرم لاسونه د ستړي زړه درمل دي، او د هغې مینه د نړۍ تر هر نعمت ارزښتمنه ده.

کله چې ناروغ شوم، مور مې تر ما ډېره کړېدله، کله چې خپه شوم، هغې زما درد په خپلو اوښکو ووینځه. هغې تل زما د بریا خوبونه لیدلي، او د خپلو دعاوو سیوری یې زما پر ژوند غوړولی دی.

مور د صبر، وفا او قربانۍ نوم دی، هغه ګل دی، چې د مینې خوشبويي یې تل پاتې وي. د هغې هره خبره د حکمت خزانه ده، او هره دعا یې د رحمت یوه ډالۍ ده.

که د نړۍ ټولې شتمنۍ سره راټولې شي، د مور د یوې ریښتینې موسکا ارزښت نه شي برابرولای. که زر ځله د هغې خدمت وشي، بیا هم د هغې د یوې شپې بېدارۍ حق نه ادا کېږي.

خدایه! زموږ میندې تل روغې، خوشحالې او بریالۍ وساتې، د هغوی دعاوې زموږ د ژوند رڼا وګرځوې. ځکه مور د جنت دروازه ده، او د مور مینه د خدای له رحمتونو یوه ستره نښه ده.

د مور قدر هلته معلومیږي، چې یو زوی، لور په غمونو، تکلیفونو کې راګیر وي، نو یوازې مور ده، چې هر خدمت ته ولاړه وي.

که مور نه وي، نو کور نه وي. که مور وي، نو کور وي.

مور پر دې دنیا د خدای پاک یوه تحفه ده، چې هر انسان ته یې ورکړې، خو موږ بیا کله دومره وخت لرو، چې یوه شیبه د مور څنګ ته ولاړ شو، د هغې خدمت وکړو.

د هغې ملاتړ وکړو، هغې ته مینه ورکړو.

پر هغې پوښتنه وکړو، د هغې دفاع وکړو.

همدا مور مو د ژوند رښتینې ملګرې ده، هوسایي مو ده، ملاتړ مو ده.

او د همدې مور تر پښو لاندې جنت دی.

د همدې مور تر پښو لاندې راحت دی.

د همدې مور تر پښو لاندې ژوند دی.

مور پر دې دنیا جنت ده.

څوک چې د مور خدمت وکړي، الله پاک به یې خوشاله او سوکاله کړي، او په کار، رزق کې به یې برکت شي. څوک چې د مور نافرماني وکړي، هغه د دې شیانو مستحق نه شي کېدلای، بلکې نور هم خدای پاک ځینې ناراضه کېږي.

نصرت الله نصرت

خپل کور :  زابل شاجوی

۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...