نن چې مې تاند ویب پاڼه پرانیسته؛ نو د خپل وروستي کالم د خپریدو نيټې ته متوجه شوم، که سبا دغه کالم خپور شو؛ نو دا به ټیک یوه میاشت او څو ورځې وروسته لیکلی او خپور شوی کالم وي.
دا دومره مهمه موضوع نه ده او بیا داسې کالمونه خو ځکه بې عنوانه هم وي، چې هیڅ یوه “نه موضوع” یې د سوژې برخه وي؛ خو دا نامهموالۍ یې دومره بې ارزښته هم نه وي، چې د بنده وخت دې یې ورضایع کړي؛ اصلاً دغسې سوژې ډېری وخت انفرادي تمایل ته نېږدي وي، انفرادي تمایل که څه هم بد تمایل نه دی؛ خو زموږ په څېره ټولنه کې ډېر «زه یا زما» غوندې صیغې د سنجیده خلکو لپاره ځکه درنېږي، چې د ټولنې اجتماعي مسوولیتونه مو مهم دي، سره له دې چې فردي تجربې په خپله د اجتماع برخه ګرځي او نویتوبونو ته لارې پرانیزي او له همدې افرادو او تجربو یې اجماع او اجتماعي ارزښتونه رامنځته کېږي؛ خو دا باید هېر نکړو، چې په خپله فردیت او فردي تجربې هم د «زه او زما» په عام قید کې نه راځي؛ بلکې د «فرد او فردیت» مانا هم ورسره اجتماعي کېږي او یو ډول وسعت مومي.
د لیکوال یا پنځګر د ذاتي ژوند یا د «زه او زما» کړکیچ بل اړخ د نرګسیت دی، حساسو لوستونکیو ته بیا بیا ځان وریادول او یا یې د ځان په اړه کیسې او قطارې ورته جوړول او کول یې اصلاً د دوی د حساسیت او جدیت ننګول دي، مهربان لیکوال له دغسې فکري او ذهني محدودیته ځان او لوستونکي دواړه ساتي؛ خو له دې هر څه پرته د لیکوال شخصي «زه او زما» هم شته، چې په لیکوالۍ او فن و هنر یې له اغېز انکار نشي کېدای. د ژوند، کور، چاپیریال او حتی موسمي بدلونونو سره یې هم معمول بدلېدای شي او سیاسي، فکري او اجتماعي بدلونونه خو بل څه دي، چې دي.
خبره مې د کالم د ځنډ کوله؛ خو د «زه او زما» احتیاط یې بولی او که وېره، چې همدا مقصد مې یې نشوای غبرګولی او د لیکوالۍ پر کلیشيي مقدمه مې سر شو.
تېره نه بل میاشت مو چې وطن ته کډه راوړه، د ډېرو خوندورو کیفیتونو ترڅنګ مو په تېر وخت او په پښتونخوا کې د زېږدو د ځای او ځایګي او د خوږو دوستانو او عزیزانو هېرول یا پرېښودل یې وړه خبره نه وه؛ بلکې داسې یو خاموشه غوندې ذهني صدمه وه، چې که په هغه او دغه مو ځان نه وای تېر ایستی، ممکن نوره درنه هم تمامه وای، مانا دا چې د لیکوالۍ په نقش کې ذهني ارامي او د کیفیت موزونېدل هم یوه خبره ده، سره له دې چې ادبپوهان د تخلیقي لیکوالۍ لپاره دغسې یو څه یا غېرنارمل کیفیت هم د تامل وړ ګڼي؛ خو د سنجیده لیکوالۍ په برخه کې یې په خنډ او ځنډ هم سترګې نشي پټیدای.
د یوه لیکوال د لیکنو په تسلسل کې خنډ کله کله د موډ د بدلېدو یا د کیفیت د اوښتنې هم وي؛ مثلاً په همدې موده کې مې د پښتونخوا د پرېښودو په بېلتانه څو شپېته نظمونه ولیکل او دومره عاطفي وم، چې تقریباً هر ورځ مې حتی له یوې وړې پېښې سره هم وژړل.
د پښتونخوا ګرمي د ننګرهار له ګرمۍ ډېره مختلفه نه ده؛ خو په لاهور کې له ګرمۍ سره وسایل هم کافي و او نسبتاً په کابل کې چې د ورځې لمر وي؛ بیا نو “کور او ګور او پېښور درې واړه یو دي” د لیکوالۍ په برخه کې موسم هم د کیفیت په جوړولو کې نقش لري، د اردو ژبی لیکوال او نقاد سلیم اختر په څو مرکو کې ویلي وو، چې د اوړي څلور میاشتې په ژوند کې نه حسابوم، ځکه چې د لوست او لیکوالی کار مې په کې نشم کولای.
د کالم خلاصه او ناغه همدا چې لیکوال او لیکوالي له ژوند سره په شخصي او اجتماعي دواړو اړخونو تړلی کار و زیار دی، همغسې چې ژوند ارام، هوسا او باثباته نه وي، لیکوال ته په کې لیکوالي هم اسانه نه وي. غالباً اوولف کیرو د افغان لیکوالو په اړه “د توپان مرغان” ترکیب کارولی و، چې زموږ د لیکوالو د ژوند د څو لسیزو د اړو ګړو واقعي عکس او انعکاس یې په کې انځور کړی دی.