Homeخبرونهپه پکتیا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

په پکتیا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

تاند (یکشنبه، د وږي، سنبلې ۲۹ مه) ځايي سرچینې وايي، د ‌ځاځي‌اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې او د کوزې خوا د کورمې ولسوالۍ د تري منګل سیمو ترمنځ د دواړو خواوو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي.

د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ په کورمه کې عملیات پیل کړي وو چې وروسته له طالبانو سره په نښته واوښتل.

ویل کېږي چې نښته د یوې سرحدي پوستې د جوړولو پر سر رامنځته شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې په ځلونو د پوستو د جوړولو پر سر نښتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...