Homeخبرونهد افغانستان او هند دوهمه شل اوره سیالي

د افغانستان او هند دوهمه شل اوره سیالي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې نن (سې شنبې) د دوهمې شل اوره سیالۍ لپاره د نوي ډیلي په ارون جېټلي لوبغالي کې له یو بل سره مخامخ شي.

دا مسابقه د افغانستان د ماښآم په شپږ نیمې بجې پیلېږي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ مسابقه هند په نسبتاً ډېر توپیر، یعني ۷ ویکټونو او (۳۸) توپونو وګټله.

نننۍ مسابقه د افغانستان لپاره لا دېره مهمه ده ځکه چې که هند دا سیالي ورڅخه وګټله بې له دې چې درېیمه مسابقه وګټي، د لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یا درېیمه شل اوره مسابقه د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۷ مه) په همدې لوبغالي، ارون جېټلي  کې وشي.

که څه هم دا سیالۍ په هند کې کېږي خو کوربه یې افغانستان دی.

هند په لومړۍ شل اوره سیالي کې افغانستان ته په ۷ ویکټونو او ۳۸ توپونو ماتې ورکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...