Homeخبرونهلومړۍ لوبه؛ افغانستان د هند پر وړاندې لومړۍ توپوهنه کوي

لومړۍ لوبه؛ افغانستان د هند پر وړاندې لومړۍ توپوهنه کوي

تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ د افغانستان او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اووره لوبه به په څو شېبو کې پيل شي.

هندوستان د لومړۍ شل اوریزې لوبې پچه وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د هندوستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې لپاره د افغان اتلانو نوملړ:

ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی،ګلبدین نائب، محمد نبي عیسی خیل، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد او فضل الحق فاروقي  نن د هند پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې لوبېږي.

د دې لوبې نور جزیات به هم تاسې سره شریکوو.

د یادولو ده چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ راتلونکې دوې نورې لوبې د همدې سپټمبر په ۱۵ مه او ۱۷ مه نوي ډيلي کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...