تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د هوا د وړاندوینې نوی سیستم «ویدر نیکسټ ۳» معرفي کړی چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د هوا د حالاتو لا چټکې، کره او تفصیلي وړاندوینې دي.
د «منټ مرر» د راپور له مخې، دغه نوی سیستم د ګوګل ډیپماینډ او ګوګل څېړنیزې ډلې له خوا جوړ شوی او د جیوستیشنري سپوږمکیو له مستقیمو تصویرونو او د هوا پېژندنې د ځمکنیو مرکزونو له معلوماتو څخه ګټه اخلي. په دې سره پر هغو دودیزو عددي ماډلونو تکیه کمېږي چې د محاسبې ډېرو سرچینو ته اړتیا لري.
«ویدر نیکسټ ۳» کولی شي د هوا هر ساعت نوې وړاندوینه برابره کړي او تر پنځه کیلومتره پورې سیمهییز جزییات وړاندې کړي، چې د توپانونو او سختو هوايي حالاتو په څارنه کې مرسته کوي.
دغه سیستم د ځمکې سطحې ته نژدې د تودوخې او رطوبت معلومات تر پنځه کیلومتره، او د بادونو معلومات تر ۱۰ کیلومتره په دقت سره وړاندې کولی شي. د باران د وړاندوینې تېروتنه یې هم د دودیزو ماډلونو پرتله تر ۵۰ سلنې کمه شوې ده.
د ګوګل په وینا، دغه ټکنالوژي د پاکې انرژۍ په برخه کې، د برېښنا شبکو د چلوونکو او د بادي برېښنا د توربینونو لپاره هم ګټوره ده. تمه ده چې دا سیستم د ګوګل په ځینو خدمتونو، لکه ګوګل سرچ، جیمینای، ګوګل مپس او ګوګل ارت انجن کې هم وکارول شي.