جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ښاغلي محمد خالد وردګ د ليکني په اړه يوه يادونه /...

د ښاغلي محمد خالد وردګ د ليکني په اړه يوه يادونه / اسدالله علمي

ښاغلي وردګ صاحب سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ!

ليکنه مو بيخي پر ځاى کړې ده او ډېره ښه مو کړې ده. او زما ئې هم د حکمتيار صاحب د سياست او سياسي مسايلو سره نه جوړه ده او نې هم پر خوا يم.

خو وروره  جانه! د ليکدود مساله بيا داسي نه ده لکه ته چي فکر کوې! او نه هم  دا  ليکدود  يا  رسم الخط يوازي  پوهاند ډاکټر زيار صاحب او استاد محمد آصف صميم صاحب را منځ ته کړئ دئ! او نه پښتو ژبه يوازي  دوى وايي او نه  هم  يوازي دغه ليکدود  داستاد رښتين بابا د څېړني د ژبي ليکدود دئ. نه هم د  علامه  ګل پاچا الفت  د فلسفي  نثر د ژبي ليکدود.  پښتو ژبه نور پښتانه هم وايي،  چي کتله ئې د دې ليکدود چي ته ئې پلوي کوې او معياري ئې بولې څو ځله ډېره ده.

دغه ليکدود چي حکمتيار صاحب ليکنه په کوي دا د افغانستان د يوې لوي کتلې د ويونکو ليکدود دئ . دا د پښتو ادب، تاريخ او ژبپوهني  د درېيو وتليو ستورو، د پښتو د علامه حبيبي، د افغانستان او اسيا د ستر محقق او علامه ليکوال  علامه رشاد د څېړني ليکدود دئ او دا د فاضل بېنواد دخوږو نثرونو د ليکني  د ژبي کټ مټ ليکدود دئ.

داسي بې معنا او جمعي حکم ښه نه دئ او دا ديوه ورځپاڼه لوستونکي تر حوصلې وتلې خبره ده. دا د ژبپوهني خورا علمي او اکاډيميک بحثونه دي . د پښتو د ليکدود په اړه هغه درې فيصلې چي پښتو ټولني په (١٣٢١ل.، ١٣٢٧ل. او ١٣٣٧ل.) کي کړې وې، هغه د مرحوم ډاکټر حبيب الله تږي خبره، چي  وايي هغه وخت ئې د ژبپوهني دغه مغلقه او  علمي  موضوع يوازي د ګوتو په پورته کولو او اوچتولو کوله، حال دا چي دا د ژبپوهني بحث دئ.

د دې ليکدود د تلفظ او وينګ ساحه، چي ليکل  کېږي هم دغسي خورا لويه ده . په هلمند، کندهار، سيسان، زابل، روزګان، نيمرزو، فراه، هرات، غور او بادغيس ولايتونو کي کټ مټ د دغه ليکدود غوندي تلفظ کېږي، نه يوازي په دغو پورته يادو ولايتونه   کي، بلکي په شمالي کي د غوربند او شينوارو د اولسواليو پښتانه او د پروان ولايت پښتانه، د ميمنې، مزار، بلخ زياتر پښتانه او د کوچيانو لوى اکثريت لږو او ډېر د محمد معصوم هوتک د ليکني په استناد، د دغه ليکدود غوندي تلفظ کوي، چي تاسي  ئې حکمتيار صاحب په ليکنه غندلى دئ.

نو غوښتنه مي دا ده چي په داسي مسايلو کي چي دقيقه مطالعه ونه لرو، بې ګودره په ور ګډېدل ئې ښه نه دي! اوبه مو وړي او د ليکدود فيصلو ته اوس نوې کتنه په کار ده! نه د يو څو کتابونو د کتني پر اساس عمومي  او قاطع فيصله پر صادرول. ځکه دا دسليمان ماکو او محمد هوتک د وينګ د ژبي ليکدود دئ. او د نازو انا، ميرويس نيکه، لوى احمد شاه او نور نومياليو د مورنۍ ژبي د ويلو ليکلې بڼه ده.

ښاغلي وردګ صاحب د پښتو ادب د بابا ګانو او سر لارو ساحه او کرېډيټ يوازي په يوې خوا پوري تړلى دئ. حال دا چي داسي نه ده او دوى زما په فکر تر اوسه تر دا يوې محدودې نه دئ را وتلى د پښتنو د يوې ښه غټي اکثريت حلقې ژبه ئې نه ده اورېدلې.

د يوې ژبي لهجې خورا مهمي دي او ډېر بايد په خواخوږي چلند ورسره وسي او هر کلمه  او لغت څه چي هره تورى او حرف ئې بايد ټکي په ټکي ثبت سي، چي بيا موږ يو معياري وينګ او ليکنګ (ليکدود) ته  په اساني سره  پرې  رسېداى سو او د يوې ژبي خورا لوىه پانګه خوندي کېږي . که څه هم د لهجو د ثبت دغه لړۍ په افغانستان کي  په څلوېښتمه لسېزه (؟) کي د يونسکو په مرسته راپيل سوې وه، چي د پښتو او دري ډېري لهجې ئې په ځينو ساحو کي ثبت کړې. هغسي لهجوي ثبت ته اوس بيا ضرورت سته، ځکه پر هغه  اوس ډېر وخت تېر سوى دئ او د هغې ډاټا څخه هم موږ هغه وخت چنداني کار وانه خيست .

دا مي په دې د ښاغلي خالد خان ورور جواب ورکئ، چي زړه مي درد کوي، چي د مور په غېږ کي د زده کړي ژبي حق مي را څخه اخلي او را غندي ئې!!! او توصيه مي دا ده چي  په داسي مسايلو  کي داسي، جدي برخورد ونه کړو، بلکي په فکر، تعقل او سړه سينه بحث پر وسي .

4 COMMENTS

  1. ښاغلی اسدالله علمي صیب د ځوابي لیکنې څخه مو یوه نړۍ مننه. صرف دومره یادونه کوم، که ټول ملګري ستا په څېر علمي او تعصب پرته چلند وکړي نو لرې نه ده چې ډیر پرمختګ به وکړو. ستاسو په دې ځواب له زړه نه ډیر خوښ شوم.
    د لیکدود په مسئله د یوې نوې لیکنې سره زر راځم ان شاء الله.

  2. دا مي په دې د ښاغلي خالد خان ورور جواب ورکئ، چي زړه مي درد کوي، چي د مور په غېږ کي د زده کړي ژبي حق مي را څخه اخلي او را غندي ئې!
    دغه کرښې مې له پورته ليکنې راواخيستې، له بده مرغه بايد ياده شي، چې د مور د غېږ ژبه او د مملکت د ادارې معياري ژبه توپير کوي، ځکه موږ يو ثابت ليکدود ته اړتيا لرو، د وينګ په برخه کې ستونزه نه شته، هر څوک يې چې په هر ډول وايي همغسې دې يې وايي، مګر د ژبې ليکدو د ژبې موډرن يآ عصري اړخ دی، چې ټولنې پرې جوړېږي، مګر نه سيمې! نو له سيمو راووخی او د افغانستان په کچه فکر وکړی، ځکه اوسمهال يې ټول ملک درته لاندې کړی او تاسو ليآ هم په سيمه ييز ذهنيت کې ښکېل ياست، ښه ويل شوي: نيم پټي يې درنه وخوړ او تاسو يې ليا هم مږه بولی!
    پښتنو ته دې خدای هدايت وکړي!!! چې د خپل ټولنې په جوړولو کې پياوړي شي، پرته له هغې به د سيمې هر شغال ورته په دو دو کېږي، چې علت همدغه د وېشنې ينې (موږ ويونکي او موژ ويونګو) ذهنيت دی! او پښتون ته به څوک پشتون وايي او بل ورته پختون وايي او ليکي به يې هم په همدا ډول، چې د يوې ويالې دری لښتي يې ترې جوړ کړل او د ونې يوه سټه يې په دريو څانګو ووېشله، ځکه د مور په غېږ او پيیو کې يې خپله سيمه ييزه لهجه په ليکبڼه کې هم زده کړې ده!
    ستاسو د بري په تمه
    ډاکټر لمر

  3. ډاکټر صاحب سلامونه!
    زه هم ستاسي سره موافق يم. موږ رشتيا هم بايد د افغانستان په سطحه فکر وکړو او په وينګ کي چي څوک هر څنګه وايي موږ ئې نه راګرځوو. خو په دې خبره کي هم بايد يو څه فکر وکړو، چي دا معياري ليکدود څنګه رامنځ ته کړو چي ليکنګ په وکړو او د ژبي دغه عصري يا موډرن اړخ ته پرې ورسېږو. دغه هغه خبره ده چي دا سړى ئې دردولى دئ او تاسي ئې هغه نوري خبري نه دي را اخيستي يوې خبري ته مو ئې ګوته نيولې ده. دې سړي بدي خبري نه دي کړي زما په فکر !؟

  4. ښاغلی علمي صاحب! سلامونه او احترامات قبول کړئ.خداي دي خیر درکړي چي زما کار مو راته اسانه کړ. په هغه ورځ چي مي دښاغلي خالد صاحب مقاله ولووستل نو مي زړه راته وویل چي راسه یو جوابیه مقاله ولیکه مګر بیا مي ویل چي تر اوسه ځیني پښتانه استاد هوتک او ډاکټر صاحب پالوال نه مني نو که زه داکار ته زړه ښه کړم، خبره به بیخې ډنډوره سي. ستاسو لیکنه مي ولووستل اوښه منطقې جوابیه لیکنه مو کړې وه. خدای تعالی دي ټول پښتانه دحوصلې خاوندان کړي. امین. ښاغلي وردګ صاحب لیکلي دي چي: (د لیکدود په مسئله د یوې نوې لیکنې سره زر راځم ان شاء الله) زه ورڅخه غوښتنه کوم چي که ددغسي لیکني سره راځې لکه مخکي چي دي کړې وه، او علمي صاحب دي جواب اوزه دي تبصرې ته مجبوره کړم، نو مه راځه. بلکي داسي لیکنه راته وکړه چي زموږ په پوهه کښي زیاتوالی راولي او یو نوی شی درڅخه زده کړو. ښاغلي لمر صاحب لیکلي دي:( چې د مور د غېږ ژبه او د مملکت د ادارې معياري ژبه توپير کوي، ځکه موږ يو ثابت ليکدود ته اړتيا لرو، د وينګ په برخه کې ستونزه نه شته، هر څوک يې چې په هر ډول وايي همغسې دې يې وايي،) ښاغلی لمر صاحب! دمملکت د ادارې ژبه دمور دژبي پراساس جوړیږي. زموږ مندي (چوک، تذکره، کامیابي…) پېژني مګر دولت په (څلور لاري، پېژند پاڼه، او لاس ته راوړنه) باندي واړول او په لوی لاس ئې دغه دپيړیوراهیسي مروج لغاتونه له منځه یووړل. ایرانیان دمملکت دادارې په ژبه پسي ولاړل او هغه ولسي ژبه چي پنځوس کاله مخکي ئې درلودل، اوس ئې نه لري. دثابت لیکدود ترمخه موږ ثابت ذهنیت ته اړتیا لرو ځکه چي ځیني خلګ په سمه پښتو پوهیږي خو دسمت په خاطر ئې غلطه لیکي. په ټول وجدان او تجربه حقیقت درته وایم چي که په کابل کښي ځیني دولتي پښتانه مامورین که د (شو) پرځای (سو) وویني نو فشار ئې پورته سي، هلته دسین څخه شین درجوړ کړي او یا دي عریضه در رد کړي. زه چي په دفتر کښي مکتوب لیکم او د (شو) پرځای (سو) کاروم نو همکاران مي راته وایي چي ته متعصبه ئې. دغه خبري مي دلته ځکه تکرار کړلې چي دځینو خلګو ذهنیتونه دیوې خاصي سیمي چي علمي صاحب ئې یادونه کړې، په اړه منفي دي، نو لیکدود ترهغه مهاله نه سي جوړېدای چي ذهنیتونه نه وي جوړ سوي. دپښتو دلیکلو پرمهال دخپل وجدان سره یوه صادقانه پرېکړه ترډېره ځایه ستونزه حلولای سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب