دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+روه که رووا؟ | څېړندوی دوست سرواني

روه که رووا؟ | څېړندوی دوست سرواني

 کله کله د جغرافیایي نومونو په کارېدنګ کښي التباس، اشتباه، اختلاط او التباک پیدا کیږي. (روه) د پښتنو لرغونی ټاټوبی او د افغانستان پخوانی نوم دی، د (روه) اوسېدونکي پښتانه (روهیله) بلل سوي دي. دې نامه د تېرو درې نیمو زرو کلونو په اوږدو کښې ډېر تحول او تکامل کړی دی.

تاریخي مخینه: پروفیسور پکورني(Julius pokorny:1887-1970) د (روه) اندو-اروپايي فرضي(جوړه کړې) ریښه (*uerdh,*uredh) راوړې او د زړې هندي یې (vārdhatiاو vārdhate) بڼي راوړي دي. د یوناني ژبي  ریښه یې (orθos) ښوولې ده، ټول یې په (high) او لوړ معنا کړي دي. ([1])د آریانا اتمه ښېرازه سیمه اروا/urva ده چي د اوستا د وندیدا په لومړي فردګرد کښي د آریانا(افغانستان) د هغو شپاړسو مشهورو سیمو په کتار کښي یاده سوې ده چي اوِستا خوندي کړې،د اوِستا په وندیداد کښي راغلي:

“…   aštemen asanghāmča ṩōiθranāmča vahɪštem frāθweresem azem yō ahurō mazda urvām pouru-vāstrām. “

ژباړه: اتم ښه ټاټوبی چي ما اهورامزدا جوړ کړ ارووا دی چي ښېرازه وټونه(څړځایونه) لري.([2])

د دې سیمي نوم اوس په پښتنو کښي په (روه =roh) یا هم (روح) ته نژدې ویل کیږي، په داسي حال کښي چي دا سیمه له آره (اُروا) ده او د ژبپوهني د اوړون(Metathesis) قاعدې پر بنسټ (ruva /رووا) ورڅخه جوړه سوې ده.ژبنی اوړون(Metathesis) هغه ژبپوهنیزه قاعده ده چي یو فونیم یا مورفیم د تاریخي تحول له مخي د بل فونیم سره ځای واړوي، لکه: د اروا (ر r) او (و u)  فونیمونه چي د وخت په تېرېدو سره مخ و شاته سوي، (رووا ruva) نوم ځني جوړ سوی دی. دې ورته په پښتو ژبه کښي نور اوړونونه هم سته لکه: د پښتو ژبي: لوږه په ولږه، زمری په مزری، موږی په مږوی، لمر په ملرباندي؛ یا هم د زړې انګریزي (hwy)، (hwā) په (why)او (who) باندي بدلون کړی دی.(روه) د پاڼیڼي په اښټ ادهیايي() کښي د (ūrdhva) په بڼه د rising,upright,high د لوړ، لوړوالي، نیکوکار، راست په معناوو راغلی دی. بل ځای په اښټ ادهیايي کښي په مرکبه بڼه د (ūrdhva jānu) زنګون پورته کولو په معنا راغلی دی. ([3])دا نوم په نورو سنسکریت متونو کښي په (روه/Roh او اروا/urva) بڼو هم راغلی دی:

بیمالا/Bimala د بودیزم په پخوانۍ جغرافیه کښي د لسمي میلادي پېړۍ د سنسکریت شاعر راجا(raja šekhara) د کتاب (Kāvya mīmāṃsā)، د (۹۳) مخ په حواله لیکلي چي په برهمني او بودايي تاریخونو او ادبیاتو کښي د هند وېش پر پنځو برخو سوی:

‘Tatra Bārāṇasyā parataḥpurvadeśa.1 (ختیځه خوا)

 Māhiṣmatyā parataḥ Dakṣināpathaḥ.2 (جنوبي خوا)

 Devasabhāyā parataḥ paschātdesaḥ.3 (لوېدیځه خوا)

 Prithudakāt parataḥ Uttarāpathaḥ.4 (شمالي خوا)

([4]) Vinasanaprayāgayoḥ Gaṅgā-Yamunāyosca antaraṁ Antaraved.’5.(د vinasana او Prayāǧa تر منځ)

په پورتني پنځګوني وېش کښي لومړی نوم د purva deśaḥ دی چي په ختیځ وېش کښي یې ښيي خو ماته پوروا دیشا او دېسه په ختیځ کښي اشتباه معلومیږي پوروا دیشا باید د هند په شمال لوېدیځ کښي وي. لکه مخکښي چي وویل سوه د سنسکریت purvaپه اوِستا کښي (urva) دی.دpurva deśaḥپه سنسکریت متونو کښي د (پ p) فونیم د اضافت د (د) یا سربل په مفهوم معلومیږي. ځکه د سنسکریت دوه سربلونه [5]پراتي(prati) چي په پراکریت کښي پاړي (paḍi)، په māgadhíاو او نورو پراکریتونو[6] کښي (pali) دی، همداسي د سنسکریت بل سربل (pari) دی.([7]) دویم مورفیم (deśaḥ,desa,deša,dešā) د دیارلسمي میلادي پېړۍ په سنسکریت متونو په ځانګړې توګه د (ānúpādi varga) په لومړي څپرکي کښي د ټاټوبي(land) په معنی راغلی چي د (پورا دیشا/ purva deśaḥ) ترکیبي نوم بشپړه بڼه ده او د (اوروا ټاټوبی) معنا لري. منیرویلیامز د روه دوې بڼي راوړي وايي: (روهاګه/Rohaga= روهاڼه/Rohaṇa) د غرونو نومونه دي او (روهاکه/=Rohaka) د غره او لوړ ځای معنا لري.([8])

الکساندر کننګهم په خپل کتاب کښي د (روه) یادونه د افغانستان تر سرلیک لاندي کړې او وايي : ” او-پو-کین/O-Po-kien یا افغان، افغانستان کلمه یو ځل د (چینايي زایر)هیوان څانګ له خوا یاده سوې ده چي د فالانا/Falana یا اوسنۍ بنو(Banu) او غزني تر منځ شمال لوېدیځ او جنوب ختیځ کښي موقعیت لري. د دې څرګندونو څخه داسي ښکاري چي د فاهیان/Fa-Hian،(Lo-i=لو – يي) چي د روه لپاره یې کارولی د هندي مؤرخینو د روه/Roh سره ورته وي. د کننګهم د Opokien نوم دپکتیکا د  Verghin او ورګون/Vorgun له نامه سره چي ویلفورډ/Wliford یې یادونه کړې بې تړاوه  نه دی. وايي دې غرنۍ سیمي ته روه/Roh  وايي”([9])کننګهم د دې دلیل لپاره د ابوالفضل آیین اکبري، تاریخ فرشته، M.Juliien او Arrowsmith استنادونه راوړي دي. راورټي روه د افغانستان یوه غرنۍ سیمه ګڼلې او  د بلوڅستان اړوند یې بللی، د غزني او کندهار تر منځ یې ښوولی دی. ([10])محبت خان بړیڅي په ریاض المحبت کښي روه داسي ښوولی: د روه شمال ته کاشکار(کاشغر)، سویل ته یې بلوڅستان، ختیځ ته یې اباسین او لوېدیځ ته یې کابل، کندهار او هلمند پراته دي. ([11])  نندولال د هند په لرغونې جغرافیه کښي کاږي: ” rohi افغانستان ته وايي ځیني ځایونه په روهڼrohan/او Loha باندي هم یاد سوي دي.” ([12]) پاڼیڼي په سوترا IV.3.91 کښي ویلي: ” د دې ځای خلک د پیاوړ مټو او ځانګړو کالو-جامو سره اوسیږي (āyudba,jívibhyašchhaḥ,parvate) هړیدګولا /Haṛidgola، Andhakavartaاندهکاورتا او روهیتاګیري/Rohita giri” ځانګړو لوړو غرونو او غونډیو ته اشاره ده. د Rohita giri څخه د افغانستان د روهRoh  غرونه مراد دي. ([13])د کونالا(kunāla jātaka)په مقدمه او معلوماتو کښي راځي چي د ساکانو(sākya) او کولیا (koliya) قومونو په ګډه یو رود درلود چي د نیپال د کاپیلاوستو(kapilavastu)او راماګاما(Rāmagāma)په منځ کښي بهېدی او د (روهیاڼي/rohiṇi) [14] په نامه یادېدی، دواړو قبیلو پر دې رود واک درلود او خپل کښتونه به یې په خړوبول.([15]) منیرویلیامز (روه) له آره روهاګه د غره نوم ګڼي او د روهاڼه سره یې ورته بولي : ” … Rohaga the name of mountain equals rohaṇa ” ([16]) په منځنۍ ساکي ژبه کښي úrāva د لوړ، مشر ، غره سر او رب النوع په معناوو راغلی دی.([17])

د روه نوم په پښتو  کلاسیکو متونو کښي هم یاد سوی دی.خوشحال خان خټک ویلي:

ما چي و لیدې د روه د ملک محبوبي

هغه کل واړه خجل د دې تر کار دي

(دېوان:۹۱۹مخ)

چي د روه په ملک کښي ښه پښتون یادیږي

نن مهمند، بنګښ، ورکزي او اپریدي دي.

رحمان بابا هم ځان روهیلي ګڼلی:

په اميد د زلفو ونښتم په دام کښې

روهيلي وم ستاد دل په هندوبار ګډ

(دیوان:۱۶۳مخ)

هجري ویلي: د وصال لارې بندې د ظلم اور کړې

خام امل د روهي ګوره چې رجا کا

حسین ویلي: هېڅ سامان مې ستا د زلفو زړه بيا نه موند

روهيلی دی نابلد په هندوستان ګډ([18])

په برهان قاطع او آنندراج قاموسونو کښي راځي : روه د کوه پر وزن د کابل د توابع څخه د یوه غره نوم دی. ([19]) په ناظم الاطباء کښي د نېک سیرت او صورت په معنا راغلي.

پښتو ژبه د ډيرو فونیمونو لپاره ګرافیم نه لري او څو فونیمونه بیا په یوه ګرافیم باندي لیکل کیږي چي په دې کښي یو هم د (زور،a) او زورکي (ә) لپاره د (ا، هـ، ه، ـه) ګرافیمونه دي چي پر دې مو د ( یو فونیم دوولس ګرافیمه) تر سرلیک لاندي بحث کړی دی. ځیني پښتانه اوس هم دا نوم روا/rova او روواrauwa/ وايي، یاد نوم په لومړي سر کښي رووا/ruvaخو د ژبني- تاریخي تحول له مخي اوس روه/roh ویل کیږي. مننه

اخیستلیک او لمنلیک

  1. [1]. Pokorny.Proto-Indo-European Etymological Dictionary.edition,2007, p:3324.
  2. [1]. څېړنپوه، دکتور خلیل الله اورمړ. خط و دستور زبان اوستايي،
  3. [1]. M.KATRE.DICTIONARY OF Paṇini.first Edition,London,1968,p 141.
  4. [1] . Geography of Early Buddhism p,23
  5. [1]
  6. [1]. Prakrits.
  7. [1]B.Emeneau. Confusion in Prakrit between the Sanskrit Prepositions:prati and pari,p 1.
  8. [1].Monier Williams. Sanskrit-English Dictionary.
  9. [1]Alexander Cunningham. The Ancient Geography of India, London 1871, p87.
  10. [1]. The Ancient Geography of India,p 88.
  11. [1]. پوهاند،علامه عبدالشکور رشاد. د سیموتاریخي جغرافیه.(دمرکو ټولګه) دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ش، ۸۳مخ.
  12. [1]. Nundo LaL.The Geographical Dictionary of Ancient and Mediaeval India, second Edition, London,1927, p170.
  13. [1].V.S.Agrawala. India as Known to pāṇiṇ University of Lucknow,1953,p41.
  14. [1]. په سنسکریت کښي دا نوم ډېر ځایونه راغلی دی. د rohiṇí د نامه سره په تړاو منیرویلیامز دا معلومات ورکړي: rohiṇí د Hiraṇyakaśipu د لور نوم و. rohiṇí د رود نوم و خو ځای یې نه دی ښوولی. rohiṇí د Kṛṣṇa د مېرمني نوم و. rohiṇí د شپاړسګونو Vidyādevīs څخه د یوه نوم و. rohiṇí د ورستۍ څپې په خج سره د نهم Nakṣatra نوم دی. rohiṇí د Mahādeva د مېرمني نوم و.(Monier-Williams, Sir M. (1988)
  15. [1]. Bimala .Geography of Early Buddhism p,79.
  16. [1]. Monier Williams. Sanskrit-English Dictionary.R,gohaga words.
  17. [1]. محمد حسین بن خلف. برهان قاطع. (۱۰۶۲هـ)، لومړی ټوک، تهران چاپ، ۱۳۴۲ش، ۹۸۰ مخ.

[1]. Pokorny.Proto-Indo-European Etymological Dictionary.edition,2007, p:3324.

[2]. څېړنپوه، دکتور خلیل الله اورمړ. خط و دستور زبان اوستايي،

[3]. S.M.KATRE.DICTIONARY OF Paṇini.first Edition,London,1968,p 141.

[4] . Geography of Early Buddhism p,23

[5]Prepositions.

[6]. Prakrits.

[7]M.B.Emeneau. Confusion in Prakrit between the Sanskrit Prepositions:prati and pari,p 1.

[8].Monier Williams. Sanskrit-English Dictionary.

[9]Alexander Cunningham. The Ancient Geography of India, London 1871, p87.

[10]. The Ancient Geography of India,p 88.

[11]. پوهاند عبدالشکور رشاد. د سیموتاریخي جغرافیه.(دمرکو ټولګه) دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ش، ۸۳مخ.

[12]. Nundo LaL.The Geographical Dictionary of Ancient and Mediaeval India, second Edition, London,1927, p170.

[13].V.S.Agrawala. India as Known to pāṇiṇI. University of Lucknow,1953,p41.

[14]. په سنسکریت کښي دا نوم ډېر ځایونه راغلی دی. د rohiṇí د نامه سره په تړاو منیرویلیامز دا معلومات ورکړي: rohiṇí د Hiraṇyakaśipu د لور نوم و. rohiṇí د رود نوم و خو ځای یې نه دی ښوولی. rohiṇí د Kṛṣṇa د مېرمني نوم و. rohiṇí د شپاړسګونو Vidyādevīs څخه د یوه نوم و. rohiṇí د ورستۍ څپې په خج سره د نهم Nakṣatra نوم دی. rohiṇí د Mahādeva د مېرمني نوم و.(Monier-Williams, Sir M. (1988)

 

[15]. Bimala .Geography of Early Buddhism p,79.

[16]. Monier Williams. Sanskrit-English Dictionary.R,gohaga words.

[17] .H.W.Bailey.A Dictionary of Khotan Saka,London,1979,p:40.

[18]. دوست محمد دوست شینواری. زړه پانګه،

[19]. محمد حسین بن خلف. برهان قاطع. (۱۰۶۲هـ)، لومړی ټوک، تهران چاپ، ۱۳۴۲ش، ۹۸۰ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب