شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد خپلو مخالفانو پر ضد له هېوادونو د طالبانو د رژیم غوښتنه

د خپلو مخالفانو پر ضد له هېوادونو د طالبانو د رژیم غوښتنه

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) په ایران کې د طالبانو د رژیم د یوه مشهور منتقد قاري عیسی محمدي د نیول کېدو او ممنوع الخروج کېدو له خبرونو وروسته، د طالبانو رژیم له هېوادونو غوښتي چې د دوی سیاسي مخالفانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «هېوادونه باید د افغانستان ثبات او امنیت ساتنې لپاره چې د اوسني نظام مخالف وي، اجازه ورنه‌کړي، ځکه دا د هېوادونو او سیمې د امنیت او ثبات په ګټه نه‌دی. موږ غوښتنه لرو چې د سیمې ثبات لپاره همکاري وکړو، نو نه‌باید هغو کسانو ته چې د ثبات او امنیت مخالف دي، د فعالیت اجازه ورکړل شي.»

هغه په مشخص ډول د قاري عیسی محمدي په تړاو څه نه دي ویلي.

د محمدي په اړه ویل کیږي چې د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې( ملي مقاومت جبهې) له محدودو پښتنو غړو څخه دی.

نوموړی په جرمني کې شخصي کاروبار لري، خو مخکې یې پر ټولنیزو رسنیو او اوس په عملي غونډو کې هم د طالبانو خلاف توندې څرګندونې کولې.

په خواله رسنیو کې د هغه خواخوږو د ایران لخوا د نوموړي نیول غندلي، خو مخالفانو یې په دې اړه د ملي مقاومت جبهې چوپتیا ته په اشارې ویلي چې د دغې ډلې یو شمېر مخکښ غړي په ایران کې ژوند او ښکاره فعالیتونه لري، خو دا چې ولې یو پښتون غړی یې نیول کیږي او دا ډله چوپه خوله ده، د پوښتنې وړ ده.

په دې اړه د طالب چارواکو توجیه دا ده، چې ګواکې اسلام کې ګوندونه نشته او ټول باید د دوی تر چتر لاندې فعالیت وکړي.
د طالبانو یو شمېر منتقدان بیا وایي، چې که د ګوندونو او سیاسي فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دوی توجیه دا ډول وي، بیا د خپل تحریک جوړولو په اړه هم باید ځواب ووایي او دا تحریک هم لغوه اعلان کړي.
ځینې څارونکي باور لري، چې که طالبانو اساسي قانون جوړېدو، مشروع او ولس منلې واکمنۍ او د خلکو حقونو ته درناوی کړی وای؛ له پخوانیو جنګسالارانو او مفسدو څېرو پرته نورو غیر طالب افغانانو په هېواد کې ژوند ته لومړیتوب ورکاوه او بهر مېشتو طالب ضدو څېرو ته به د دوی خلاف د فعالیتونو پلمې نه پاتې کېدې.

1 COMMENT

  1. ایرانیان عزیر و افغانهای عزیز، بیدار شوید، توطیه اروپای غرب شدید و سنجیده شده در آسیا برای تخریب و فتح آسیا پیش میرود، هر نوع اسناد درین مورد با شاهد موجود اند!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب