Homeخبرونهد دوحې ناسته نېږدې شوې خو لا یې ډېر اړخونه ګونګ دي

د دوحې ناسته نېږدې شوې خو لا یې ډېر اړخونه ګونګ دي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۴مه) د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د کېدونکې ناستې له را نیږدې کېدو سره- سره لا هم د دغې ناستې په اړه ډېر مسایل ګونګ دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت سرپرست رابرټ ډیکسون، چې د ډېرو نورو لویدیزو دیپلوماتانو په شان خپلې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه سمبالوي، پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د قطر ناستې په اړه یې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم له سرپرست نعیم وردګ ورسره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

د هغه په وینا، طالب استازي ته یې ویلي چې یاده ناسته له افغانستان سره د نړۍ د پراخو اړیکو پر بېرته پيل او د نجونو د زده کړو د حیاتي ارزښت پر لرلو متمرکز وو.

برېتانیايي استازي نه دي ویلي، چې په دغه ناسته کې د دوی مشخصې خبرې او پرمختګونه څه وو.

په ورته وخت کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تر اوسه دوی په دوحې ناسته کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د دوحې غونډه چې د روانې فبروري میاشتې په اتلسمه او نولسمه پلان شوې، د افغانستان لپاره د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي پکې برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې دوی هم په دې غونډه کې برخه اخلي او هم هڅه کوي چې غونډه ښه مسیر ته سوق کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په دغه غونډه کې د طالبانو د رژیم د پلاوي د ګډون هڅولو لپاره کابل ته سفرونه کړي او طالب چارواکو سره یې لیدلي.

طالب چارواکي ظاهراً د هغه څه له امله، چې د غونډې په اړه د لازمو توضیحاتو ترلاسه کول او خپل « مانا دار » ګډون بولي، تر اوسه هلته د پلاوي استولو په اړه وروستۍ خبره نه ده کړې.

د طالب چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو د پلان مخالف دي او دغه راز غواړي چې ملګري ملتونه د غونډې د کوربه په توګه له خپلو تورو لېستونو د طالب چارواکو د نومونو لیرې کولو لپاره اقدام وکړي.

د دوحې غونډې په اړه د لاندې لېنکونو له کېکاږلو سره نور ډېر معلومات ترلاسه کولای شئ:

د دوحې غونډې په اړه کرزي سره د فریدون اوغلو لیدنه – تاند (taand.net)

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو د فریدون اوغلو ننګه او په دې اړه یې توضیحات – تاند (taand.net)

د دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...