Homeخبرونهپر دوحې ناستې د طالبانو اعتراض او ورسره د پرېکون احتمال

پر دوحې ناستې د طالبانو اعتراض او ورسره د پرېکون احتمال

تاند (چار شنبه، د دلوې ۱۱مه) په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه نېټه د افغانستان په اړه په قطر کې د یوې ځانګړې غونډې تیاری نیسي، نښې نښانې ښيي چې د طالبانو رژیم له دغې ناستې سره پرېکون وکړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې دغې ناستې ته د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بلل شوی، خو هغه باور لري چې دا ناسته د ده  په باور« د زړو مهرو» د بیا ژوندي کولو هڅه ده.

مجاهد نه ده روښانه کړې، چې له « زړو مهرو» څخه یې موخه څوک دي، خو هغه معمولاً دا اصطلاح د دوی مخالفو سیاستوالو ته کاروي.

د ملګرو ملتونو سرچینو هم نه دي ویلي، چې په دوحې ناسته کې یې د ګډون لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له استازو پرته د افغانستان له اړخه کوم لوري بللي.

ملګرو ملتونو تایید کړې، چې د طالبانو رژیم دغې غونډې ته بلل شوی.

نوی ځانګړی استازی

د دوحې غونډې یو اصلي هدف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي پر ګومارل کېدو خبرې اترې دي.

دا استازی، چې د ټاکل کېدو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو څه موده مخکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپله ارزونه کې کړی و، دا او نورې غوښتنې یې د امنیت شورا له لوري تایید شوي او د عملي کیدو لپاره یې د فبرورۍ میاشتې تر پایه د نوموړي ماموریت هم غځول شوی دی.

دا هم لوستلی شئ:

سینیر اوغلو به امنیت شورا ته د افغانستان په اړه څه وړاندیزونه وکړي؟ – تاند (taand.net)

د طالبانو رژیم د اوغلو د ارزونې له ډېرو ټکیو سره موافق دی، خو د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي د ټاکل کېدو سخت مخالف دی.

په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په وروستي ځل په کابل کې د سیمې د هېوادونو له استازو سره جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د یوناما په موجودیت کې د دغه استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کیږي.

تازه، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې دوی به د دغه استازي د ټاکل کیدو په صورت کې له نوموړي سره همکاري ونه لري.

طالب ویاند همدا شان په دوحې غونډه کې د دوی د رژیم ګډون او نه ګډون هم نه دی تایید کړی او ویلي، چې په دې اړه به وروسته پرېکړه کیږي.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو او له هغې ډلې په ترکیه کې د شمال ټلوالې له جنګسالارانو جوړه شوې د « ملي مقاومت عالي شورا» ځینو مخکښانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې یادې ناستې ته دې دوی هم وغواړي.

دوی ګیله کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي په ټاکل کېدو ورسره مشوره نه ده شوې.

د افغانستان په اړه د فریدون سینیراوغلو د ماموریت تمدید – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...