یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د فریدون سینیراوغلو د ماموریت تمدید

د افغانستان په اړه د فریدون سینیراوغلو د ماموریت تمدید

تاند (جمعه، د جدي ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند ویلي، چې سرمنشي د فبرورۍ میاشتې تر پایه پورې د افغانستان په اړه د فریدون سینیرلي اوغلو ماموریت تمدید کړی.

نوموړی څه موده مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی و.

اوغلو له طالب رژیم سره د تعامل او د افغانستان د قضیې د حل یوه طرحه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې وه، چې امنیت شورا یې له ارزونې وروسته د افغانستان په تړاو یو پرېکړه لیک هم صادر کړ.

دا پرېکړه لیک، چې چین او روسیې ورته ممتنع رایه ورکړې او له طالبانو پرته یې ډېرو افغان لوریو هرکلی کړی، پکې ټینګار شوی چې طالب رژیم سره دې نړیوال تعامل ته زمینه برابره او دغه رژیم دې له نورو افغانانو سره ژر د افغانستان د قضیې د حل او ټولمنلي حکومت جوړېدو لپاره خبرې پیل کړي.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې د دغې لار نقشې د سمبالولو لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي ګومارل کېدل هم تایید شوي.

ملګرو ملتونو په داسې مهال د فریدون سینیرلی اوغلو ماموریت تمدید کړی، چې پرون د افغانستان په اړه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په روانه میلادي میاشت کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د یوې بلې غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند تایید کړې، چې دا غونډه کېږي خو ویلي چې دقیقه نېټه یې لا نه ده مشخصه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب