یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه مزار شریف کې د سلیماني ویر غونډه جوړه شوه

په مزار شریف کې د سلیماني ویر غونډه جوړه شوه

تاند (جمعه، د جدي ۱۵ مه) ایراني رسنیو د افغانستان په شمالی ښار مزار شریف کې د سپاه پاسداران ځواک د وژل شوي مشر قاسم سلېماني د درېیم تلین په مناسبت د «نګین سلېماني» په نوم د هغه په یاد د فرهنګي غونډې خبر ورکړی.

د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې په دې غونده کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ایران پلوه څېرې بلل شوې وې.

د غونډې یوه جوړونکي سید سکندر حسیني ادعا کړې، چې سلېماني یو نړیوال شخصیت و او دوی یې قدرداني پر ځان لازمه ګڼي.

په غونډه کې د طالب چارواکو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایران د جمهوري نظام پر مهال هم په افغانستان کې په خپله پلوۍ ورته غونډې کولې او نفوذ یې د پام وړ و، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ورته پروګرامونه لا زیات شوي او په کندهار کې هم ورته غونډې جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د دوی له اړوندو غونډو پرته پر نورو ټولو فعالیتونو بندیز لګولی او د خپلو پلویانو ډلو او دیني سازمانونو په ګډون یې ټول له اجتماعاتو منع کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې بندیزونو سره- سره د ایران یو شمېر نفوذي ډلې لا هم په مختلفو نومونو د غونډو او فعالیتونو اجازه لري، چې منتقدان یې دلیل د طالبانو په رژیم کې د ایران د پام وړ نفوذ یادوي.

څو ورځې مخکې په ایران کې د قاسم سلېماني د وژل کیدو پر تلین غونډې دوه خونړۍ چاودنې وشوې، چې سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخېست.

تر دې مخکې په مزار شریف کې هم د ایران د یوه نفوذي سازمان پر غونډې چې د خبریالانو د ستاینې لپاره یې بللې وه، په یوه چاودنه کې یو شمېر افغان خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او مسوولیت یې داعش ډلې منلی و.

1 COMMENT

  1. دا رزیل خلک داسې کارونه کوي بیا چې ترې ښځې بوځي وایي پښتانه متعصب دي. تاسو ته د سلیماني څه باید طالبانو ددې غونډې اجازه نوی ورکړی یا یې مخه نیولی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب