شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهسینیر اوغلو به امنیت شورا ته د افغانستان په اړه څه وړاندیزونه...

سینیر اوغلو به امنیت شورا ته د افغانستان په اړه څه وړاندیزونه وکړي؟

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۵مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې منتظم د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور نن د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

سینیرلي اوغلو به په خپل راپور کې یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړي.

ځینو رسنیو د ښاغلي اوغلو د راپور کاپي ترلاسه کړې ده.

د ده په وړاندیزونو کې یادونه شوې چې د افغانستان د دولت په توګه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره دې شرط وټاکل شي چې طالبان به د افغانستان پر نړیوالو دندو او ژمنو دریږي.

امنیت شورا ته د ده په راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د ښاغلي سینیرلي اوغلو په راپور کې راغلي:«په نړیوالو اورګانونو او سیستمونو کې د افغانستان د هر راز بیا شمولیت لپاره لازمه ده چې په افغاني ټولنه کې د ښځو ګډون یقیني شي.

د ملګروملتو امنیت شورا په مارچ میاشت کې په ۲۶۷۹ پرېکړه لیک کې له سرمنشي انتونیو ګوتیریش څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه مستقله ارزونه وکړي او په هغې کې خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب