Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو ته د ۱۷۳ میلیون ډالرو ۶ میاشتنۍ مرستې...

د هرات زلزله ځپلو ته د ۱۷۳ میلیون ډالرو ۶ میاشتنۍ مرستې غوښتنه

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) د هرات زلزله ځپلو ته د ۱۷۳ میلیونه ډالرو ۶ میاشتنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راروان ژمي کې ۲۷۵ زره زلزله ځپلي خلک د سرپناه، خوړو، اوبو، نغدو پیسو، روغتیا او نورو بیړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

سرچینې دا غوښتنه داسې مهال کړې، چې تر دې مخکې هم د هرات زلزله ځپلو سره د غوښتل شویو مرستو لږه اندازه برابره شوې وه.

زلزله ځپلي تور پورې کوي، چې هم طالب چارواکي او هم نور مرستندویان د مرستو په وېش کې درغلي کوي، خو طالب چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د هرات د څو میاشتې مخکې زلزلو تر دوه زرو زیات کسان مړه، شاوخوا ۶ زره نور ټپیان او لسګونه زره بې کوره کړل، چې اوس په ډاګ میدان کې له ګڼو ستونزو سره د سړې هوا ستونزې ګالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...