تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۳ مه) پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ درېدو د دغه هېواد د درملو صادرات کم کړي او درمل جوړوونکو شرکتونو ته یې زیان اړولی دی. ورسره افغان ناروغان هم اړ شوي چې اړین درمل په لوړو بیو وپېري.
د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د دغه هېواد د درملو صادرات په ۲۰۲۶ مالي کال کې ۳۰.۲۶ سلنه کم شوي او له ۴۵۶ میلیون ډالرو څخه ۳۱۹ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. د راتلونکي مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې هم صادرات ۲۵.۵۳ سلنه نور کم شوي دي.
افغانستان تر سوداګریزو محدودیتونو مخکې د پاکستان د درملو له مهمو بازارونو څخه و. افغانستان په ۲۰۲۵ مالي کال کې له پاکستانه د څه باندې ۱۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت درمل وارد کړي وو، چې د پاکستان د درملو د ټولو صادراتو شاوخوا ۳۴ سلنه جوړوي.
د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې پخواني مشر توقیرالحق ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ درېدو د درمل جوړوونکو شرکتونو او د پاکستان دولتي عوایدو ته زیان اړولی دی. د هغه په وینا، د درملو د صادراتو د بیا پیل لپاره له حکومت سره خبرې شوې، خو تر اوسه په دې برخه کې جدي ګام نه دی اخیستل شوی.
په همدې حال کې، د پاکستان د خیبر سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یوسف اپریدي د تورخم لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې لارې دوامداره تړل کېدو د پاکستان اقتصاد ته شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي، ځکه د سرحدي سوداګرۍ سیاسي کېدو زرګونه کسان له کاره بېبرخې کړي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدو سوداګرو ته تر ۲.۵ میلیارد ډالرو ډېر زیان اړولی