تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه سازمان د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې، رباب فاطمې، د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
هغې د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت، د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۴مه، ویلي چې په افغانستان کې خپله دنده د دغه هېواد خلکو، کلتور او بډای میراث ته په ژور درناوي پیلوي.
رباب فاطمې زیاته کړې چې ژمنه ده د افغانانو غږ واوري، له هغوی سره خبرې اترې وکړي او په ګډه کار ورسره وکړي.
هغې ویلي، ملګري ملتونه له جګړو وروسته د سولې د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو، همکارۍ او بشري مرستو پر بنسټ جوړ شول. د نوموړې په وینا، افغانستان له ۱۹۴۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري او دغه سازمان نژدې اته لسیزې د جګړو، ستونزو او پرمختګونو په ترڅ کې د افغانانو تر څنګ پاتې شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو په لاس کې دی او ملګري ملتونه به د افغانانو د راتلونکي په جوړولو کې د یوه ژمن ملګري په توګه د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغې زیاته کړې چې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو د افغانانو وړتیاوې، هیلې او امکانات تر دغو ننګونو ډېر دي.