چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرد بوډۍ کچکول/ پروین ملال

د بوډۍ کچکول/ پروین ملال

خندا ورکه ده په ښار کې
د ماشوم شونډې اغزیو دي ګنډلي
د خنداوو شهزاده غمو خوړلی
د زلمیو، نجونو ږغ دی، د نیستۍ بیدیا ورک کړی
د بوډۍ کچکول په لاس کې
پښې یې یبلې څیره خواره
هر دوکان ته کږه غاړه
وايي خندا بچو ته اخلم
یوه خوله خندا په څو ده؟
******
خندا ورکه ده په ښار کې
د نجلۍ د ګنډ کمیس ګریوان شکیدلی
خړي خاورې ښکلوي دواړه رخساره
تور لېمه یې په بڼوکې نه ځائیږي
ته وا، اوس به یې د اوښکو باران یوسي
دواړې سترګې له کناره
ته وا، اوس به یې پوړني
د ځوزانو په یرغل کې
څیري، څیرې، تار په تاره
ته وا، اوس به یې زړه وچوي
د دردونو د ناتاره
*****
خندا ورکه ده په ښار کې
د وریښمو د اومو تارو قحطي ده
کندهارۍ غاړې نیستي دی په بازار کې
نجونې پیې پخپل ګوتو
د بڼو د څوکو اوښکې، او د اوښکو سپین لړونه
دیوالونه ټول خپه دی،
د کوترو د سرکیو پنجو ترپ ته
د بام سر بیلتون ځپلی
د کور ټول استوګن تللی
د پردیو وطنونو و اسرو ته
******

خندا ورکه ده په ښار کې
د بوډۍ کچکول په لاس کې
پښې یې یبلې څیره خواره
هر دوکان ته کږه غاړه
وایي خندا بچو ته اخلم
یوه خوله خندا په څو ده ؟
د خندا ستوري کچکول کې راته کښیږدي
د خندا بارونه زما په اوږو لیږدي
د خندا نجونې راویښې کړی د خوبه
سپین اسان، زلمې سپاره، کلی ته راکړی
بیا به زه د دی خنداوو په واده کې
سپین اوربل او سپینې څڼې
په اومو پیو لندې کړم
تار، په تار به یې پسوللی د مرجانو په دانې کړم
د سپوږمۍ دواړه لاسونه به،
د شپو ترغاړی تاو کړم
د خندا دریه به واخلم
درمبه، درمبه، درزه، درزه، تر سهاره
د خوښیو ُسر او تال به ټول را ټول کړم له بازاره
خندا ورکه ده په ښار کې
د بوډۍ ګوتې اغزیو ټپي کړی
د کچکول لمن یې خواره
څنډې واړه
هر دوکان ته کږه غاړه
وایې، خندا بچو ته اخلم
یوه خوله خندا په څو ده ؟
۲۰۱۷/۵/۲۱
برتانیا / ویلز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب