له نایټ کلبه زانګه وانګه راووت. د څراغونو رڼا ته یې یوه سترګه پټه ونیوله. ګوتې یې د پتلا نه په شاتني جیب کې ننویستې، بټوه یې راوایسته، د بټوې منځ ته یې وکتل. د موټر له تیز هارن سره یې شاته ټوپ کړل. سر یې وڅانډه. وړاندې کوڅه تیاره وه، سترګې یې کش کړې، پښه نیولی روان شو.
د اپارتمان پر زینو چې پورته کیده یو خوا بل خوا وزنګیده، نژدې یې پښه اوښتې وه خو لاس یې تکیه کړ. ویې خندل.
په دروازې کې یې کیلي تاو کړه. پرته له دې چې شاته وګوري ور یې ټیله کړ، ګړز شو. په لوړ غږ چا څه وویل. ده د خوب پر تخت داسې ټوپ کړ لکه د لمبا حوض ته چې څوک ځان وراچوي. په موبایل کې یې ساعت زنګ ته برابر کړ. موبایل یې لا په موټ کې و، زنګ یې پنځلس دقیقې ناوخته کړ، سترګې یې درنې شوې.
موبایل زنګ وواهه، د سړي خرهاری بند شو، زنګ لوړ شو، پسې زیات شو.راپاڅیده. یوه سترګه یې پټه وه، یوه رڼه، زنګ یې شپیته دقیقې نور ناوخته کړ.
د ساعت زنګ شو، اوف یې وکړ. له کړکۍ د لمر رالویدلې وړانګو ته یې په سترګو درد شو. کمپله یې پر سر راکش کړه، موبایل ته یې وکتل. د موبایل رڼا ته یې سترګو اوښکې وکړې. فابریکې ته یې تر کمپلې لاندې زنګ وواهه، په زګیروي یې ورته وویل:
« ناروغ یم نن کار ته نه شم درتلی».
پای