د فاني ژوند د متناسب او وړ پېژند په اړه د شاعر دقیق برداشت مونږ ته د معرفت پوره پته په لاس راکوي، او له بې مورده افراطه مو ژغوري، (ژوندښکلی دی)، ارزو ده، ژوند د خوږو اوترخو څکو متضاد ترکیب دی… او بلاخره دنیايي ژوند د اخروي ژوند د پيلامې او ادامې یومتفاوت تسلسل دی، اما زمونږ برداشت اوچلند له دغسې ژوند سره په کوم حال اوچال کې راګیردی؟؟؟
د ارواښاد استاد پسرلي په شاعرانه اند کې پردنیا د هستۍ شتون لکه په هندارو کې د پدېدو مجازي او غبرګونی انځور، داسې مثال لري، ځکه د فناکېدو او ورکېدو ورځ يې حتمي راتلونکې ده. زمونږ د څېرو تظاهر هسې یو ډراماتیکه بې بنیاده نمایش دی او بس. زمونږ د دې متفکر ادیب په شاعرانه او استادانه اشاره کې مونږ ته له ځان خوښي، ځانپرستي او د جنون ترکچي له نرګیسیته د ژغورنې توصیه او لارښوونه موجوده ده. د مادي لذت په هجوم کې محوه کېدل انسان یوازي تر(زه) رسوي او د (میم زر ما) په تباه کوونکي رنځ يې اخته کوي، د روحي خوارځواکي په صعب العلاجه مرض يې په مزمن ډول روږدی کوي او د انسانیت د زوال داسې ژورې کندي ته يې ورټېل وهي چې راختل يې له نفسي اوشهوتي تطهیره پرته ناشوني دي، یعني د ژوند په مادي اړخ کې داسي بندېدل چې هغه بله مهمه معنوي برخه يې آن حِس هم نه سي، دا نو د هستی له مقدس خوږلت څخه قطعی محرومیت او بې برخې کېدل دي، استاد له دې بلا څخه ژغورونکي رندانه هڅه ډېره هنري کوي، اوموخه يې دا ده چې مونږ د (زه) د غریزې له جوش اوجذبې څخه ډاډمن نجات و مومو.
مونږ د خپلې دې لیکنې سرلیک ته د استاد دا نیم بیت ځکه غوره کړچې نوموړی له هستي څخه د خپل برداشت نتیجه دغه رنګه اخلي او مونږغواړو چې د ده د برداشت او تعبیر ځيرنه اوسپړنه د اوسنۍ زمانې په محراق کې د تېراېستونکې او لیونۍ ځانپالنې په اوج او موج کې تربحث اوشننې لاندې ونیسو.
استاد پسرلی مونږ د عزتِ نفس څخه نه منع کوي او د ژوند او انسان د ارزښت له توله څه نه را کموي، بلکه مونږ ته د انسان د دننه جهان له ناسپړلو غوټوڅخه د روحي پاکي او دروني ریاضت په پار یوه، یوه تړلې غوټه په فکري_هنري لاسونو په پوره دقت او پاخه حقیقت پرانیزي. نوموړی مونږ ته دا ژغورونکی پيغام راکوي چې تاسو د ژوند (سترګ رپي) ګذر ته وګورئ، او بیا زمونږ اوږده، اوږده چمونه اوچالونه سره پرتله کړئ، چې د همدې لنډ ژوند لپاره له یو او بل سره څه ډول لوبې ترسره کوو! آیا دا لنډ پایښت اودا دومره لوړ (کاذب ارزښت) دا سره متناسب او برابردي؟؟؟
مونږ خو په دې جوړکړي مصنوعي جال کې یوازي ځان ایساروو اوبس، آیا ژوند پرته له دغو چلونو او پيچمونو په راستي او رښتینولی سره مخ په وړاندې نه ځي؟ اوکه په خطا کې غرق یو اوهسې موځان په یو ناخوداګاه کاذب تمکین کې اغفال کړی اوبس.
بله مناقشه: راځئ د هغوی چې ځانونه يې په ځانپرستي او ماده پرستي کې جامع الکمالات او ماهرنابغه ګان بلل د هغو د سرنوشت پر پلونو یو فکري مزل وکړو چې د سفر منزل يې کعبې اوکه ترکستان ته رسي؟ د خپلي ټولې زرنګي اوچالاکي سره سره څه سوه او په څه سوه؟؟؟
هغوی ګټه که تاوان وکړ؟ څومره رحم يې په نورو اوڅومره په ځان وکړ؟؟؟
نهایتا” : د استاد د فکر پېغام دا دی چې د فاني اومجازي ژوند بې بقا ماهیت ته د حقیقیت د ابدي رغبت او دایمي محبت ارزښت مه ورکوئ او (دنیا د باد په شان تېرېږي/کډې بارېږي نن دلې سبابه ځونه!)
د استاد غوندې لوی خلک مونږ ته د ژوند د اصیل ماهیت او منلي حقیقت د راز او اسرار پرده پوښه لار په لاس راکوي، نه داچې مونږ د ژوند له اصلي رنګ اوخوند نه د افراط او تفریط په غوړولي دام ورښکېل سو،بلکه د یو معتدل او هدفمند ژوند پرمسیرمو ور برابروي او د ژوند د اصلي مرام لارې ته مو اوڅاراوبیدار رهنمايې کوي.
څه مې پوښتې څه؟ له بې بقاءعمره
څو دمه هستي ده په هندارو کي
ځه چې د مستانو لمن ونیسو
مهرومینه لږ وي په هوښيارو کې
ووتم یوازې په اوږده سفر
و پېژنو څوک ګوندې په لارو کي
استاد پسرلی
په پېرزوینه اودرناوي