پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهروسیې د طالبانو خلاف د شمال ټلوالې د مشرانو غونډه بللې

روسیې د طالبانو خلاف د شمال ټلوالې د مشرانو غونډه بللې

تاند:( شنبه، د میزان ۶مه) خبري سرچینو خبر ورکړی، چې د روسیې د یوه ګوند په کوربه توب راتلونکې میاشت د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې په مسکو کې غونډه سره کوي.

دا غونډه تر ډېره د شمال ټلوالې د مشرانو په محوریت جوړیږي او د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر احمد مسعود یې ځانګړی مېلمه یاد شوی.

د غونډې د نورو مېلمنو په ډله کې له کابله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي څېرو نومونه هم لیدل شوي.

ویل کیږي، چې صلاح الدین رباني او محمد محقق له احمد مسعود سره د مخالفتونو له امله دې غونډې ته له تلو انکار کړی.

د نورو سیاسي څېرو د ورتلو په اړه هم تر اوسه دقیق معلومات نشته.

په ټوله کې د شمال ټلوالې پخواني مشران په هغو غونډو کې د ګډون ډېره لېوالتیا نه ښيي چې هغه ته د دوی د مشرۍ ورکولو هڅه پکې کیږي.

دوی باورلري، چې احمد مسعود کم عمره، کم تجربې او د دوی په ټکیو پر دوی د پنجشېر درې د تحمیلي مشرۍ دوام دی.

طالبانو دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د افغانستان په تړاو د دوی له ګډون پرته ناستې بې ګټې بللي.

پر طالبانو نیوکه ده، چې افراطي پریکړو، قیوداتو او د واک انحصار سره یې پر ټولو غیر طالب افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او دوی یې خپل مخالفت ته مجبور کړي.

د ځینو شنونکو په باور، دغه وضعیت ځینو هېوادونو ته د طالبانو پر ضد د خپلو نیابتي موخو لپاره د پخوانیو جنګسالارانو د بیا پورته کولو پلمه په لاس ورکړې.

4 COMMENTS

  1. طالب که دخلکو ملاتړ تر لاسه نه کړی او دخپلو له اسلام نه لوړو او بی معنا دریځونو نه پر شاه نشی د پاکستان دالخورو غلامی نه لاس وانخلی او ډارن او بی همته هیبت خلکو ته ښکاره نکړی نو امکان لری چی د شمال ټلواله ډیر زر او په چټکی سره پر مخ ولاړ شې او خلک خپلی موقع ته ګوری که لاسې برابر شی طالب به په تیګو او لوټو وهی او بیا به د ملا په نوم څوک پیدا هم نکړې

  2. سیاست او ملا لکه ځمکه او آسمان دومره فرق لری. طالبان خوشحاله ول چی والله روسان مو خپل کړی ولی برعکس تاریخ دا ثابته کړې چی روسانو همیشه افغانانو سره دوه مخی سیاست کړی. دوهمه دا چی روسان پوهه شول چی طالبان اصلاح شوی ندی لکه د پخوا په شان په څلورو پښو روان دی نو ځکه یی د لنډغرو ملا تړ وکړ. اوس هم لا وخت شته چی طالبان ځانونه سړی کړی د مکاتبو دروازی د نجونو پر مخ خلاصې کړی نه لکه څنګه چی په اسانه راغلل همداسی به په آسانه ډیر زر ورک شی. خلک دوی څخه ټول په تیښته کی دی. چین به هم یوه ورځ د طالب پر مخ لاړې تو کړی. دا ځلې به طالب په پنجاب کی هم ځای و نلری او بیا به نور څوک په ملا پسې لمونځ هم ونکړی ـ زه د پښتونو د لا زیاتی بی عزتی څخه ویره لرم طالب د الله پاک همدا اوس مردار کړی دوی ښځه غیی پدی خمارت چی ټول واک یی بیسواده د حقانیی د مدرسی چڼو او کونیانو ته ورکړی ـ انشاءالله چی د طالب ورکه به ډیر زر راشی خو الله دی پکی خیر کړی ـ

  3. ننګیالی
    که طالب هرڅومره هم ځان د امریکا ضد وي خو روسیه يي د امریکا د هغوو ملګرو زامن بولي کوم چې دا ۴۵ کاله يي د دوئ په خوښه په پاکستاني پنډغالو کې ژوند کاوه او لا هم همالته اوسي. روسیه په دې ښه پوهیږي چې همدا اوس د طالبانو د مشرانو کورنۍ چیرته اوسي. او هغه ځای کې د امریکا واک اوځواک څومره دی. نو خود به خپل ملګري په پټه او یا ښکاره حمایه کوي. که طالبان داسې فکر کوي چې دوئ د نورو د نیابتی جګړو له پاره عسکر نه جوړیږي دا فکر دي له سره وباسي، همدا شاوخوا ۲۵ کاله د نیابتي جګړې خس او خاشاک وو اوس هم د امریکایی ګټو ساتندویان دي او وی به په دې خبره امریکا هم پوهیږي روسیه هم پوهیږي. روسيي یو څه موده ورسره مدارا وکړه خو خپل ملګری به خپه نه کړي او ښايي د مخالفانو له پاره پټ او وروسته بیا په ښکاره امکانات او سهولتونه برابر کړي، دا کار په تیرو کلونو کې پاکستان همداسې کاوه. لومړی پلا یی چې مجاهدین روزل کارونه يي په پټه روان وو. بیا يي په خپلو روزنو ویاړ کاوه بیا یی چې طالبان روزل دا کار به يي پټ کاوه اوس په خپلو کړنو ویاړ کوي او په ویاړ سره د کابل په کانتیتال هوټل کې حمید فیض د قهوې څیښلو له پاره راځي. په دی منځ ومیان کې به افغانان لغړیان درپدره سی.

  4. سلامونه،
    ط. دې له اولې پلا ب.۵۲ او ځمکنۍ ټلوالې له قتل عام او د سفیر او شیوخ په سویه ګوانټنمو ؛او پر نجونو اوښځمنو ظلم زیاتی او د قرآن او حدیث سره په افراط او تفریط کړنې او د لیلا دشتې او جنګی کلا شهیدان ور پیاد کړي ؛
    او هم هغه تش په نامه مچهای دین!!! چې اوس هم لکه ګیدړانو، موګکانو او … د هیواد په کنج و کنار کی پټ ديي او د همهاغه تف سوو مهرو په تمه دي چې دا ځل د ایم۲۶ په وزرونو او د خپلو کهربانانو مړي پر اوګو او د مارشالانو پطلونونه د ایشچیانو په ک…. سره د جټ اسماییل او نداف سیاف له هرې خوانه پرې غزه جوړه کړي!! بیا به ملامت همدوی وي او نوم به د پښتون بد وي. پنجابستان خو وار د مخه پر پشتنو/ افغانانو او بلو څانو او بلتیستانو(چترالیانو) خپل کورونه ورته اورونه ګرزولی !!
    — ګورئ ط.ط.جانانو! د هغو خواخوژو خبر چې تاسې بدیل نلرئ د تکبر وسیله مه ګرزوئ!
    هغه وعدې چې مو دوهه کې ورکولې؛ “مونږږآ پخواني ط.ان نه یو او قطر سره مو تغيير کړی.ښځو ته ټول حقونه ورکوو؛ ږیرو سره مو غرض نسته او…”؛ مګر عمل کښې مو موسیقی منع کړې؛ ملي بیرق په سر مو څومره تنکی هلکان شکنجه کړل او ولې درنه وطنوال په تیښته کی دي؟؟؟.
    یو وار د نوامبر او ربیع الآخرنوومياشتو سره پګړئ مخته کیږدئ او پکر وکړئ چې هغه د روسانو د پخواني لیڼڼ خبره “”چي باید کرد؟؟؟؟؟؟؟”””
    ان اکرمکم عند الله اتقاکم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب