Homeخبرونهد بشري حقونو او نورو فعالانو د خوندیتوب لپاره د یوناما د...

د بشري حقونو او نورو فعالانو د خوندیتوب لپاره د یوناما د هڅو اعلان

تاند:( شنبه، د میزان ۶مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما له زیاتو جزییاتو پرته ویلي، چې د بشري حقونو د مدافعانو او فعالانو پر خوندیتوب کار کوي.

دغه ماموریت همدا شان، د طالبانو د استخباراتو له زندانه د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا خوشې کېدل ستایلي او دا یې مثبت ګام بللی.

د مطیع اله ویسا ورور، عطا اله ویسا ویلي، چې ورور یې د طالبانو په توقیف کې د ۲۱۵ ورځو له تېرولو وروسته تېره پنج شنبه خوشې شو.  

له دې سره، راپورونه ښيي چې په نامعلوم شمېر د بشري حقونو او نورو برخو فعالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي او برخلیک یې نه دی معلوم.

طالبانو نه دي ویلي چې مطیع الله ویسا یې په کوم جرم او د کومې محکمې په حکم نیولی و او بیرته یې په کوم حکم خوشې کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې د نوموړي فعالیتونه شکمن او د خپل رژیم خلاف ګڼلي وو، خو ویل کیږي چې له اوږده بند وروسته هم طالبانو پر ښاغلي ویسا کوم جرم ثابت کړی نه دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د بېلابېلو قشرونو مطرحو څېرو افغانستان پریښی او جلا وطنۍ ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...