تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د پاکستان «دی نیوز» ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه له طالبانو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي، خو د پاکستان هغه هڅې چې غواړي په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د فعالیتونو په اړه د سیمې هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، له محدود هرکلي سره مخامخ شوې دي.
امجد بشیر صدیقي د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څېړلو سره لیکلي، چې د سیمې هېوادونو له طالبانو سره د خپلو اړیکو د تنظیم لپاره د اسلاماباد امنیتي اندېښنې اساسي معیار نه دي ګرځولې.
روسیې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو وروسته له کابل سره خپلې دیپلوماتیکې همکارۍ پراخې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د امنیت او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې، خو د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان پولو ته نژدې یې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د استازي هغه تورونه هم د مسکو په غونډه کې له پراخ ملاتړ سره نه دي مخ شوي، چې ګواکې پاکستان د القاعده او داعش خراسان ملاتړ کوي.
د راپور لیکوال د ځینو پخوانیو پاکستاني دیپلوماتانو له قوله لیکلي، چې اسلاماباد پر طالبانو د خپل نفوذ کچه تر واقعي اندازې لوړه اټکل کړې وه. د دوی په باور، د افغانستان په اړه د پاکستان سیاستونو نه یوازې د دغه هېواد نفوذ کم کړی، بلکې سوداګریزو ګټو ته یې هم زیان رسولی دی.
په همدې حال کې، چین، روسیې او ایران په ۲۰۲۶ کال کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د زغم او منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په چټکۍ کمه شوې
د راپور په اقتصادي برخه کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال له ۱.۳ میلیارده ډالرو څخه د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پر مهال ۳۵۸ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.
همداراز، په دې موده کې د پاکستان د بندرونو له لارې د افغانستان صادرات له ۴۵۴ میلیون ډالرو څخه اووه میلیون ډالرو ته کم شوي دي.
افغانستان له پاکستانه د ترانزیتي لارو د تړاو کمولو لپاره د ایران او هند له لارې د بدیلو سوداګریزو لارو کارول زیات کړي دي.
د ایران د چابهار بندر، د چابهار ـ زاهدان رېللار، د زرنج ـ دلارام لویه لار او د شمال ـ جنوب سوداګریز دهلېز هغه لارې دي چې کابل ورته پام اړولی دی. خو د راپور له مخې، د افغانستان په سوداګرۍ کې د پاکستان بندرونه لا هم مهم ځای لري.
پاکستان له طالبانو د لیکلي تضمین غوښتنه کړې
د راپور له مخې، پاکستان له طالبانو غوښتي چې په لیکلي ډول تضمین ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې.
د راپور لیکوال ټینګار کړی، چې پاکستان له بشپړې دیپلوماتیکې انزوا سره نه دی مخ شوی، خو د افغانستان په اړه د خپل دریځ لپاره د سیمهییز ملاتړ په ترلاسه کولو کې له محدودیتونو سره مخ دی.
د راپور په پای کې ویل شوي، چې اسلاماباد باید د خپلو امنیتي موخو د ترلاسه کولو لپاره د سیمې له هېوادونو سره دوامداره دیپلوماټیک تعامل وکړي او خپلې امنیتي اندېښنې له ګډو اقتصادي او سیمهییزو ګټو سره وتړي.